د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اشرف غني د مور بي بي د جنازې د لمانځه او فاتحې خبرتیا

سمسور 31.12.2009 12:50

اشرف غني احمدزی، احمدشاه غني احمدزی (مرحوم) او حشمت غني احمدزی زامن
مرحوم شاجان غني احمدزی خاوند
د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مور بي بي د مړينې له کبله دوستانو ته خبر ورکول کیږي، چې د جنازې لمونځ به يې د شنبې په ورځ، د جدي ۱۲مه، ۱۳۸۸ ش (د ۲۰۱۰ د جنورۍ ۲مه)، د سهار په ۱۰ بجو، د کابل په عيدګاه جومات کې تر سره کیږي او د تدفین مراسم به يې د جنازې لمانځه وروسته د کابل په شهدای صالحین کې ددوی په پلرنۍ هديره کې تر سره کیږي.
فاتحه به يې د یکشنبې ورځ، د جدي ۱۳مه، ۱۳۸۸ ش (د ۲۰۱۰ د جنورۍ ۳مه)، د ماسپښين په يوه بجه په عیدګاه جومات کې تر سره کیږي. 
دوستان دې خبر وي. 
د نورو معلوماتو لپاره په لاندې ټیلفون شمیره اړيکه ونیسئ:
0799 300 200
انا لله و انا الیه راجعون.