د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان طبي آله یا د ویاړونو نوښت

ګل آغا احمدي وردګ 30.12.2009 13:12

هره ټولنه او هیواد په خپله غیږه کې یو لړ داسې شخصیتونه لري چې نومونه یې د ملي اتلانو په توګه د تل لپاره د هیواد د ویاړونو په تاریخ کې لیکل کیږي. په دې لړ کې نن بیا د یوه داسې شخصیت معرفي له تاسو قدرمنو سره شریکوم چې د خپل زیار، تحصیل ، هڅو او څیړنو په وسیله یې د روغتیا په ډګر کې داسې یوه آله جوړه کړې ده چې په نړیواله کچه منل شوې، اړوندو نړیوالو کمپنیو یې جوړول، استعمال او نړیوالو مارکیټونو ته وړاندې کول منلي دي. همدارنګه په نړیواله کچه سربیره نوموړې آله یا وسیله په ملي کچه هم په پراخه توګه مقبولیت ترلاسه کړی چې د ملي دفاع د وزیر جلالتمآب ستر جنرال عبدالرحیم وردګ له خوا د ښاغلي ډاکتر محمد اسماعیل وردګ د ویاړمنې لاسته راوړنې ستاینه او تقدیر د دې ادعی د پخلي لپاره غوره ثبوت ګڼلی شو.
څو ورځې د مخه په نړیوال ډګر کې  د همدې آلې د نوي پرمختګ په هکله ښاغلي ډاکتر محمد اسماعیل وردګ یو بریښنالیک یا ایمیل ښاغلي انجنیر احسان الله آرینزي صاحب ته لیږلی وو چې د دغې آلې د نوي پرمختګ په هکله یې نوموړي ته خبر ورکړی وو. ښاغلي آرینزي صیب له ما څخه د ایمیل په وسیله غوښتنه کړې وه چې دغه معلومات زموږ د ټولنې له پرګنو، د علم، پرمختګ او کلتور له مینانو سره شریک کړم خو ماته پخپله په دې هکله لازم معلومات او وضاحت  نه وو څرګند شوی نو له محترم ډاکتر اسماعیل وردګ څخه مې د بریښنالیک په وسیله غوښتنه وکړه چې ماته د همدې آلې په هکله لږ معلومات  راکړه چې زه پرې پوه شم، یوه لیکنه پرې وکړم او له نورو افغانانو سره یې شریک کړم چې دا څه ډول آله او د څه لپاره په کار راځي؟ سره له دې چې ښاغلي ډاکتر محمد اسماعیل وردګ ځینې معلومات د تیلفون له لارې په شفوي توګه او ځینې د ایمیل له لارې  په انګریزي ژبه له ما سره شریک کړل خو ما بیا هم د زیات وضاحت لپاره غوښتنه ترې وکړه چې که په خپله ملي ژبه په دې هکله یو څه راته ولیکي غوره خبره به وي ځکه چې طبي اصطلاحات دي کیدای شي زه یې په داسې ډول تشریح نه کړم چې مناسب وي. له نیکه مرغه ښاغلي ډاکتر صاحب محمد اسماعیل وردګ زما غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او لاندې معلومات یې له ما سره شریک کړل چې تاسو یې ته د لوستلو بلنه درکوم:


ډاکتر محمد اسماعیل وردګ

(په کال ۱۹۹۹ کی د وسله وال پوځ د طبي علومو په اکادمۍ کې چې اوس د شهید سردار محمد داوود خان په نامه یادیږي  د لومړي ځل لپاره داکټر محمد اسمعیل وردګ داسې یوه طبي آله جوړه کړه چې د ځنګانه او څنګل د ماتو هډوکو درملنه پرې آسانه شوه . مخکې به جراحانو د بدن د دغو دوو برخو د هډوکو د درملنې لپاره دوه ځلې جراحي عملیات ترسره کول او د  ناروغ په لاس یا پښه به یې پلستر تطبیق کاوه. خو د دغې آلی په مرسته چې اوس د افغان طبي آلې په نامه یادیږي  ناروغ د پلستر  او دوه  ځلې عملیاتونو څخه خلاصیږي. دغه آله چې ډیره ساده بڼه لري د سیخانو په وسیله د ناروغ کسر د یوه ډیر مهم میکانیزم تر اثر لاندې تثبیت کوي چې د دغه میکانیزم ساری په نړۍ کې تر اوسه هیڅ طبي آلی نه درلود . نوموړې آله کم وزن لري او ناروغ کولای شي چې د هغه د استعمال په لړ کې خپلو ورځنیو کارونو ته هم ادامه ورکړي. په دې معنی چې که څه هم چې پښه یې ماته وي او د دې آلې څخه ګټه اخلي نو یو ډریور خپله ډریوري کولای شي او یو بزګر د ورته تکلیف په درلودلو سره سره خپلې بزګرۍ ته په ډاډمنه توګه دوام ورکولی شي . هیڅ داسې کوم پلستر ته چې د بندونو د شخۍ سبب ګرځي ضرورت نه لیدل کیږي او د تثبیت موده هم پکښې را لنډه کیږي. ناروغان په لومړیو ورځو کې د بستر څخه خارجیږي او د سیخانو بیرته خارجول هم له بدن څخه هیڅ ډول انستیزۍ ته اړتیا نه پیدا کوي .
د دې آلې په جوړیدو او استعمال کې  د ډاکتر اسمعیل وردګ د استاد ( ښاغلی پروفیسور عبدالرزاق سیاووش ) او نورو ټولونظامی اورتوپیدي ډاکترانو هلې ځلې د قدر وړ دي.
دغه آله په لومړي پړاو کې د نورو طبي سامانونو څخه جوړه اوبیا د ښار په ورکشاپونو کې په شخصي مصارفو تهیه شوې وه . تر اوسه پورې له 200 څخه ډیرناروغان پدې آلې باندې تداوي شوي دي چې له نیکمرغه د ټولو عملیاتو نتایج مثبت او بريالي  دي . د دې ناروغانو دوسیې ټولې د افغان آلې له مخترع ډاکتر محمد اسماعیل وردګ سره موجودې دي . اوس د وسله وال پوځ د روغتون سربېره دغه آله په وزیر محمد اکبر خان روغتون او ولایتي  روغتونونوکې هم کارول کيږي. ځوان داکټران دغه میتود په ساده توګه زده کولی شي اوهم کولاي شي دغه آله پخپله وکا روي. په لومړیو کلونو کې سره له دې چې يوشمير محدودو کسانو په دې اړه  منفی تبلیغات خپرول خو بیاهم دغه میتود خپلې بې سارې پايلې په لوړه کچه و ښودلې.  اوس مهال په نړیواله کچه د دې میتود او اختراع څخه  پلوي شوې ده او په لاند ینیو نړیوالو غونډو کې د یوه په زړه پورې کنفرانس په ترڅ کې د ډاکټر محمد اسمعیل وردګ له خوا د نړۍ د اورتوپیدي ډاکټرانو ته پیژندل شوې ده چې تفصیلات یې په لاندې ډول دي:
 په کال 2004 دوپنځوسم نړیوال اورتوپیدي کانګرسGermany  .
 په کال 2005 پنځه دیرشم نړیوال نظامي طبي کــنفرانس واشنګټن ډي سي United States of America .
 په کال 2006 (BAMC) اورتوپیدي کنفرانس Saint Antonio taxas  United States of America.
 په کال 2008 اولسم نړیوال اورتوپیدي کنفرانس نوی ډهلی India .
 په کال 2008 ) SIGN ) نـــــــړیوال کنفرانس واشنګټن سټيټ United States of America .
 په کال 2008 (SOMOS ) پنځوسم نظامي اورتوپیدي کانګرس لاس ویګاس United States of America  .
 په کال 2009 (OTA) پنځه ویشتم نړیوال اورتوپیدي کنفرانس سان ټیا ګو United States of America .
 په کال 2009 شپږم نړیوال SICOT,SIROT کنفرانس کانګرس بنکاک Thailand .
دافغان طبي آلې دتوليد تړون اوس له یوې لویې طبي کمپنۍ سره چې د Smith & Nephew په نامه یادیږي ترسره  شوی دی . او د دغې کمپنۍ له لارې یې د (FDA) اجازه هم ترلاسه کړې ده .
دغه ټولنه (FDA) چې په امریکا کې ده د ټولو خوراکي توکو ، طبي درملو او طبي وسایلو اجازه پس له ډيرو سختو شرایطو او پړاونو څخه ورکوي . پر دې سربیره   دغه آله د اختراع راجسټرهم لري چې (Patent Pending) نومیږي او د افغانستان نوم یې د لومړي ځل لپاره د نړۍ د اختراعاتو په کتار کې ځای په ځای کړی دی .
تیر کال د دغې آلی یوه نمونه چې د طلا پوښ لري د امریکا څخه  د ملي دفاع وزارت ښاغلی وزیر ته راوړل شوه  او مخترع محمد اسماعیل وردګ ته  وسپا رل شوه ،پس له دې دغه آله کولای شي چې په طبي مارکیټ او لیتراتور کې خپل ځای ونیسي  او د ټولو زړو میتودونو ځا ي نا ستې وګرځي)

په داسې حال کې چې د وردګو کلتوري یون د ښاغلي ډاکتر محمد اسماعیل وردګ په دغه لویه لاسته راوړنه ویاړي او هغه ته مبارکي ورکوي نوموړي ته د خدای (ج) له دربار څخه د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله کوي. همدارنګه د وردګو کلتوري یون د افغاني ټولنې له ټولو پرګنو څخه هیله لري چې په خپلو ویاړمنو شخصیتونو وویاړي. راځی چې د خپلې ټولنې ویاړلي، مخترعین او هڅاند شخصیتونه و نمانځو، هغوی تقدیر کړو او لږ تر لږه هغوی ته د دغه ډول تاریخي ابتکاراتو له امله شاباس ووایو څو نور هم تشویق شي او د لا زیاتو ویاړونو خاوند و ګرځي.

د افغان طبي آلې انځور چې د ښاغلي ډاکتر محمد اسماعیل وردګ په نوښت جوړه شوې ده

د افغانستان د ملي دفاع وزیر ستر جنرال جلالتمآب عبدالرحیم وردګ د افغان طبي آلې تقدیر کوي

د فوټبال یو داسې لوبغاړۍ له افغان طبي آلې څخه ګټه اخلي چې پښه یې ماته ده او خپلو لوبو ته په ډاډمنه توګه دوام ورکوي

د فوټبال د همدې لوبغاړي یو بل انځور چې افغان طبي آله استعمالوي او خپلې لوبې ته دوام ورکولی شي