د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تازه خبر:په جلال اباد کې لاريون روان دى!

بلال شينوارى 27.12.2009 09:01

همدا اوس په جلال اباد ښار دپښتونستان څلورلارې کې لاريون روان دى لاريون کوونکي چې شمير يې خواوشاه زرو تنو ته رسيږي دننګرهار ولايت ددرې ولسواليو خوږياڼيو،شيرزادو او پچيراګام اوسيدونکي دي ،دوې وروسته له هغې پر لاريون لاس پورې کړ چې ددوې دسيمو دوه تنه دولايتي شورا دلومړينو پايلو په اعلان شوي لست کې پريالي ګڼل شوي و خوپه وروستيو پايلو کې له لست نه لويدلي دي دوې تيره ورځ ګواښ کړى و که دولت او دټاکنو کميسون په دوه ورځو کې ددوې غوښنتنې ونه مني نو دوې به سراسري لاريونونه پيل او له دوت سره به پريکون وکړي دلاريون يو ګډونوال سيدعبدالغفار ټول افغان ته وويل چې لاريون يې سوله ييزه بڼه لري او تر هغې به دوام ورکوي چې غوښتنې يې ونه منل شي دټاکنو کميسون چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي