د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حضرت حسین رض چاشهید کړ؟

انجنیر ګلبدین فضلي 26.12.2009 16:31

کله چې حضرت حسین رض دکوفې دشیعه ګانو دډیر ټینګار او پرله پسې لیکونو داستولو نه وروسته بالاخره تصمیم ونیو تر څو کوفې ته ولاړشی او دخپلو شیعه ګانو (طرفدارانو)څخه بیعت واخلی نو دده ورور چې محمد بن علی بن ابی طالب نومیده او په ابن الحنفیه سره مشهورو دنصیحت په توګه ورته وویل:
(وروره ته پوهیږې چې کوفیانو ستا له پلار او ورور یعنې حضرت علی رض او حضرت حسن رض سره خیانت وکړ ، اوس ددې وېره شته چې له تاسره هم هماغسې چلند وکړي).
یو مشهور شاعر چې فرزدق نومیده له حضرت حسین رض سره یې ملاقات وکړ او هغه ترې وپوښتل زما دشیعه ګانو حالت څنګه دی ، ده ورته وویل چې زړونه یې له تاسره دی اما تورې یې ستا په خلاف دی.
هوکې، دحسین دطرفدارۍ مدعیانو هغه کوفې ته وروغوښت او وعده یې ورکړه چې له تاسره به هرډول همکاری او ملاتړکوو مګر کله چې دی هلته ورغی دوی ورسره وجنګیدل او هغه یې شهید کړ.
حضرت حسین رض پخپله هم مخکې ویلي وو چې زه ددې قوم له لیکونو څخه په شک کې یم ، دې کوفیانو زه راوغوښتم او اوس زما په خلاف جنګیږي.
دوی (دکوفې شیعه ګانو ) نه یوازې داچې حسین یې یوازې پریښود بلکه دوی په ډیره تیزۍ سره ځانونه کربلا ته ورسول تر څو دهغه په وړاندې وجنګیږي.ان تردې چې دوی په حضرت حسین رض باندې تور ولګاوه چې ګواکي هغه له دین څخه وتلی دی نو ځکه یې خپلو طرفدارانو ته امر وکړ چې هغه څوک چې له دین څخه وتلي دی دهغو ی په مقابل کې وجنګېږی، چې په دې ترتیب (دکاظم احسایی نجفی په قول ) نږدې ۳۰۰زره کسان یوازې له کوفې څخه کربلا ته راغلل تر څو له حضرت حسین رض سره وجنګیږی او دا ټول هغه کسان وو چې پرون یې مکې ته لیکونه وراستول او نن ورسره جنګیږی، دځینو روایاتو په اساس دکوفې شیعه ګانو ۱۲۰۰۰ لیکونه حضرت حسین رض ته واستول او هغه ته یې همدا ډاډ ورکاوه چې دلته ستا یو لک پوځ دی ،او اوس چې حضرت معاویه مړشوی دی او یزید دهغه ځای ناستی دی نو موږ دهغه له والي سره بیعت نه کوو نو ځکه ټول ستا طرفداردی او ټول غواړی له تاسره بیعت وکړ ي . دشیعه ګانو دتقلید مرجع آیت الله العظمی محسن امین وایي چې ۲۰ زره عراقیان په داسې حال کې دحضرت حسین مقابلې ته راغلل چې دهغه بیعت یې په غاړه کې وو او هغه یې شهید کړ.
دشیعه ګانو مشهور شیوخ او مشران لکه ابو منصورطبرسی، ابن طاووس،امین او نور دحضرت حسین له زوی څخه چې علی نومیده او په زین العابدین سره مشهوروو نقل کوي چې نوموړی خپلو شیعه ګانو ته چې دده له پلار(حسین رض) سره یې خیانت کړی وو داسې ویل:
ای خلکو: ستاسو دې په خدای قسم وي آیاستاسو په یاددي چې زما پلارته مو لیکونه واستول او وروسته مو هغه سره دوکه وکړه ،له هغه سره مو وعده وکړه ، بیعت موورسره وکړ اماوروسته له هغه سره وجنګیدلی او هغه مو شهید کړ ، افسوس ستاسو په حال په کومو سترګو به له رسول اکرم ص سره مخامخ کیږی چې کله درته ووايی چې تاسو زما اهل بیت ووژل نو ځکه زما له امت څخه نه یاست.
کله چې شیعه ګانو امام زین العابدین ته هم دهرراز همکارۍ وعده ورکړه نو هغه ورته وویل :
ای مکارانو او خیانتکارانو، آیا تاسو غواړی له ماسره هم هماغه چلند وکړی کوم چې زما له پلرونو سره مو وکړ، قسم په الله چې دازخم به هیڅکله هم جوړ نه شي، هیڅکله به مې دخپل پلار او کورنۍ مظلومانه شهادت له یاده ونه وزي.
وایي چې کله امام زین العابدین دکوفې له څنګه تیریده نو دکوفې شیعه ګانو ژړاګانې او فریادونه کول، امام زین العابدین رح ورته وویل آیا زموږ لپاره ژاړۍ؟ که رښتیا هم زموږ لپاره ژړا کوی نو بیا موږ چاووژلو؟
دحضرت علي رض لور ام کلثوم وایي:
ای دکوفې خلکو: افسوس ستاسو په حال ، په تاسو څه وشول چې حسین مو وواژه او مالونه مو یې لوټ کړل، ښځې مو اسیرې کړلې، او دهغه له بیعت څخه مو لاس واخیست، افسوس ستاسو په حال څومر لویه ګناه مو ترسره کړه. داروایت طبرسی، قمي،مقرم ، کوراني او احمد راسم دحضرت ام کلثوم له خولې څخه کړی دی.
همدا راز اسد حیدر چې یو شیعه لیکوال دی دحضرت علی رض دبلې لور حضرت زینب رض له خولې نقل کوي ، داسې چې نوموړې هغو کسانو ته چې په ژړا او فریاد سره ددې استقبال ته راغلل ، داسې وویل:
آیا زموږ لپاره ژاړۍ او خپله مینه اوغم شریکی راسره ښکاره کوی، هو قسم په خدای چې تاسو باید ډیر زیات وژاړی او لږ وخاندی، ځکه هغه ننګ او پیغور چې له تاسو سره دی هیڅکله به یې هم له ځانه لیرې نکړی، ځکه چې تاسو دپیغمبر ص نسل وژلی دی.
په یو بل روایت کې راځي چې حضرت زینب په داسې حال کې چې سر یې له کجاوې څخه دباندې راایستلی و دکوفې شیعه ګانو ته داسې خطاب وکړ:
ای دکوفې خلکو: خفه شی، ستاسو نارینه موږ وژنی او ښځې مو زموږ لپاره ژړاګانې کوي، خدای ج دې زموږ او تاسو تر منځ دقیامت په ورځ فیصله او قضاوت وکړي.
داو دهغه دردوونکې پیښې اصلي واقعیت او حقیقت چې داسلام په تاریخ کې یو له ډیرو مشهورو او غمجنو پیښو څخه ګڼل کیږي، په رښتیا هم چې دحضرت حسین رض شهادت داسلام په تاریخ کې یوه زړه دردوونکې پیښه ده،لکن موږ مسلمانانو ته هر څه دخدای دکلام او دهغه داستازی داحادیثو په واسطه په واضح او ښکاره ډول ښودل شوي دي، په اسلام کې هیڅ ډول خرافات او بدعتونه ځای نلري، په اسلام کې دغم او مصیبت په وخت کې په هیڅ صورت کې تر دریو ورځو زیات فریاد ، ژړا او دغم اظهار ول جواز نلري، که دې کار جواز درلودی نو تر ټولو مخکې باید دآنحضرت ص درحلت په ورځ ټولو مسلمانانو تورې جامې اغوستې وی او خپل ځانونه یې باید په وینو لړلي وی، په داسې حال کې چې هیڅکله هم داسلام په تاریخ کې داکار ندی شوی ،په اسلامي تاریخ کې ډیرې داسې غم لړلې پیښې لرو چې هیچا هم نوموړې ورځ وروسته بیانده لمانځلې او نه اوس لمانځل کیږي. زما په نظر خو دحضرت حسین رض دا ددرواغو محبین او طرفداران ددې په ځای چې تورې جامې واغوندي او ځانونه په چاړو زخمي زخمي کړي داورته ښه وه چې دوی دخپلې ګناه دارتکاب په خاطر نه یوازې په دې ورځ بلکه هره ورځ خدای ته په سجده څملي او له خپلې ګناه څخه توبه ګارشي، ځکه چې دوی دومره غټه ګناه ترسره کړې چې په تاریخ کې ساری نلري، او دایې ترټولو بده چې یو ځل یې پخپله شهید کړ او اوس ورباندې ددرواغو او ریا اوښکې تویوي.
دافغانستان شیعه ګان څه کوي؟
لکه څنګه چې هرکال وینو دافغانستان شیعه ګان چې په واقعیت کې باید دوی ته روافض وویل شی، دمحرم او عاشورا له لمانځلو څخه خپلې ناروا سیاسي ګټې پورته کوي، هسې خو هم دوی نه خدای مني ، نه رسول مني، نه فرض پیژنی، اوسنت خو هسې هم ددوی په کار ندي، لکن دعاشورا لمانځل بیا په څه شور او زوږ سره تر سره کوي، زه نه پوهیږم دوی دا کار څنګه توجیه کوي ؟ یو څوک چې پیغمبر نه مني هغه څنګه ادعا کوي چې زه حسین طرفداریم او دهغه په شهادت واقعا خواشینی یم، هیڅ منطق به داونه مني .
یوه خاطره:
کله چې په ۲۰۰۱ کال کې دافغانستان په سپیڅلې خاوره باندې دغربي بدنامې دیموکراسۍ توره لړۍ راغله، او دهمدې دیموکراسۍ تر نامه لاندې په هیواد کې دهرراز خپل سرۍ، بې دینۍ ، فحاشۍ او نارواوو ته مخه خلاصه شوه ، په همدې وخت کې زه دکابل په پوهنتون کې محصل وم، او دپوهنتون په لیلیه کې مو دحضرت حسین رض ددرواغجنو عاشقانو سره یوځای اطاق و، او شاوخوامو ډیر نوراطاقونه هم دهمدې بدمرغه فرقې له کسانو څخه ډک وو، په همدې وخت کې دروژې مبارکه میاشت راورسیده، په لیلیه کې هغه کسان چې القاعده (مسلمان) وو ،روژه یې نیوله ، لکن نوموړو دحسین رض درواغجنو مدافعینو به دغرمې په وخت کې دیګونه بارکړل او خپلې روژې یې نوش جان کولې. خو تر ټولو ډیره دتعجب وړ حالت هغه وخت رامنځ ته شو چې کله دمحرم میاشت راورسیده ، هغه کسان چې پرون یې فرض روژه خوړله او لمونځ خو یې له اصله نه پیژانده ، خو نن یې تورې جنډې په تندي وتړلې او دیاحسین، یا اباالفضل، یا عباس...شعارونو په سرکولوسره یې دخلکو غوږونه کاڼه کړل.
یوه دوستانه غوښتنه:
په آخر کې زه دافغانستان له حکومت څخه یو څو پوښتنې او غوښتنې لرم:
آیا دا کرزی صاحب سني دی که شیعه؟
آیا دافغانستان خلک مخصوصا دکابل ټول ښاریان شیعه ګان دی که سنیان؟
آیا دادحج او اوقافو تش په نو م وزارت دشیعه ګانو دی او که سنیان هم پکې کوم حق لري؟
آیا دا حنیف اتمر سني دی که شیعه؟
نور خو موږ ددې روافضو له غوغا څخه تر پوزې راغلي یو، دخدای په خاطر دا څه حال دی ،اخر ټول کابل خو نه هزاره دی، نه شیعه دی، دوی هیڅ حق نلري چې پرته له خپلې سیمې په بل ځای کې خلکو ته مزاحمت وکړي، دکابل داسې کوڅه او بازار نشته چې دوی پکې داد شرک او ارتداد څو دروازې نه وي جوړې کړې ، زه خو چې کله ددوی کومې دروازې ته ورسیږم نو قسم په خدای چې داسې احساس راته پیدا کیږی لکه په هماغه لحظه چې زه هم دهمدې مشرکینو او مرتدینو په ډله کې شاملیږم په همدې خاطر کوښښ کوم چې تر دروازې لاندې ونه وزم او لاره ورڅخه چپوم.
مننه
انجنیر ګلبدین فضلي
gul.fazly@gmail.com