د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د محرم ، روژې فضائل او مسائل

عبيد الله 24.12.2009 10:06

بسم الله الرحمن الرحيم
د محرم ، روژې فضائل او مسائل


دمحرم د مياشتې دعاشورا او دهغې بعضې ضروري مسائل ١ لنډه مقدمه ٢ دعاشورى دورځې تعيين او دهغې روژه ٣ ددغه روژې نيولو اصلي سبب څه دي او باطل پرستو څه ګرځولي دي.
٤ ددغه روژې حکم اوفضيلت اوثواب ، ٥ بعضې کارونه او خبرې چې مشهورې شوي دي او ثبوت نه لري تفصيل يې دادى :
١ مقدمه دين اسلام چې اصل يې قرآن اوسنت رسول الله ص دي پوره دين او دژوند تېرولو پوره نظام دى تطبيق يې په اسلامي حکومت اواسلامي امارة کې دي او ددنيا قانون ناساسي دي ښه عقايد ، اعمال ، اخلاق ، اقتصاد ، حکومت وغيره لري دهغې اعمالو څخه يوعمل اوعبادت روژه ده اود روژې ډېر ګټې دي او د سنت روژه ده اسلام ددې روژې نيولو حکم کړى دى ، نه دنورو نارواء کارونو چې روسته به ذکر شي ٢ بحث دمحرم په مياشت کې د عاشورا تعين اوتاريخ لسم او يولسم او بيا نهم اولسم ښودل شويدى. او ګوره مسند احمد ١ / ٢٤١ ابن خزيمه نمبر دحديث ٢٠٩٠ او زاد المعاد د ابن القيم ١ / ٢٤٦ اوفتح البارى ٥ / ٢١٣ ( ط بيروت ) لنډه خبره موږ دا روژه د رسول الله ص دتابعدارى او فرمان او حکم له وجې نيسو ) دددې روژې نيولو سبب شهادت اوقتل دحسين رضي الله عنه ندى لکه څنګه چې شيعه ګان اوپوهه خلک وايي بلکې تاريخ الخلفاء ١ / ١٤٤ ، ١٤٣ کې علامه سيوطى ليکي او مجموعه الفتاوى ٢٥ / ١٣٩ کې شيخ الاسلام ابن تيميهۀ ليکى چې دعراق او کوفې شعيه ګانو حسين رضى الله تعالى عنه ته بلنه ورکړه چې دلته راشه موږ ستا کومک اوملاتړ کوو او بيا چې راغى نو دوى هغه پرېښودلو اوپه شهادت ورسېده نو دوى اوس په خپل جرم باندې پردې اچولو لپاره دا روژې ، ماتمونه ، ځان وژل او وهل او به او شربت تقسيم کول ، رخصتۍ کول، او دهغه دشهادت قصې او ويرونه جوړوي چې دين اسلام کې هيڅ ثبوت نلري بلکې مسلمان به ددغه ناکاره او ناروا اعمالو څخه چې شيعه ګانو جوړ کړيدي ځان ساتي تفصيل به يې راشي اپه دلائلو او حوالو سره ٣ بحث اصل اسباب يې په رواياتو کې دا راغلي دي ١ سبب : صحيح البخاري ١ – ٦٦٨ ط ( قديمي ) کې درسول الله صلى عليه وسلم او دهغه قوم دغرقيدلو څخه خلاصې ورکړى دى او د دوى دشمن فرعون او د هغه لښکر الله تعالى غرق کړيدي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به فرمايل چې موږ ته دموسى عليه سلام تابعدارى حقه او ښه ده نو رسول الله ص وسلم په دا روژه د موافقت دموسى عليه السلام څخه نيوله او موسى عليه سلام او دهغه قوم به دشکر په طور دا روژه نيوله خو رسول الله صلى الله عليه وسلم دا روژې په مکه کې د جاهليت په زمانه کې هم نيولي لکه بخاري شريف ١ / ٦٦٨ کې دي ٢ سبب : دعاشورا روژه قريشو او دمکې خلکو او رسوالله ص دجاهليت په زمانه کې داسلام دزمانې څخه مخکې هم نيوله او بخارى شريف ١ – ٦٦٨ دقريشو ددغه روژې وجه ابن قيم په زاد المعاد ١ – ٢٤٣ کې دا ليکلې ده چې قريشو به ددې ورځې تعظيم په دې وجه کولو چې کعبې ته به يې لباس اوغلافات ور اغوستلو او ددغه تعظيم پوره والى به ئې په روژې سره کولو ابن حجر په فتح البارى ٥ – ٢١٥ دقرطبى څخه نقل کوى چې قريشو اد دمخکې پيغمبرانو ددين څخه راخستى و لکه ددين دا براهيم عليه السلام څخه .
٣ سبب علامه عينى په شرح دبخارى ١١ – ١٦٧ کې ليکي چې الله رب العلمين په دغه ورځ نور انبياء کرامو ته عزتونه ورکړيدي لکه :
١ : نوح عليه السلام ته دغرقيدلو څخه خلاصى ٢ موسى عليه سلام ته دغرقيدلو څخه خلاصى ٣ يونس عليه السلام ته خلاصى دکب دخيټې او ددرياب څخه ٤ : د ادم عليه السلام توبه پکې قبوله شوې ٥ : ديوسف عليه السلام راويستل دکوهى څخه .
٦ دعيسى عليه سلام پيدايښت او اسمان ته پورته کېدل پکې شويدي ٧ : ابراهيم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى ٨ په داود عليه سلام توبه اورحمت پکې راغلى دى ٩ يعقوب عليه سلام ته دسترګو نظر پوره شو، ١٠ محمد صلى عليه وسلم ته په دغه ورځ اعلان وشو چې که ستا مخکې او وروسته جرم وي نو هغه معاف دى بيا عينې ليکي په ١١ / ١٦٧ کې چې ادريس عليه السلام په دغه ورځ اسمان ته پورته شوى دى،١٢ د ايوب عليه السلام مرض الله ج لري کړو ، ١٣ سليمان عليه سلام ته يې بادشاهي ورکړېده ، زموږ لپاره دعاشوراء روژه نيولو اصله خبره د اده چې د رسول الله صلى عليه وسلم دعمل او وينا تابعدارى ده، چې په موږ فرض ده خو شيعه ګان دا لسم دمحرم چې ډېر لمانځى نو په خپل جرم پرده اچوي حال دا چې حال دا چې عمر فاروق رضى الله عنه دا رنګه نبى عليه السلام او صحابه په شعب ابى طالب کې دکفارو له طرفه مهاجر او بند شول دمکې ځخه ) دا ويرونه ولې نه لمانځي زموږ شرعيت اسلامى خو موږ ته دا ښودنه کوي چې په مړي باندې ددرې ورځو ځخه زيات غم کول جائز نهدي مګر په خاوند تر څلورو مياشتو اولسو ورځو پورې کولاى شي او ګوره پخاري شريف نو دحسين رضى الله عنه وغيره نور غمونه اوماتمونه تازه کول جائز نه دى اوکه په خوشحالى دشهادت دحسين يې لمانځي نو بيا ددغه انبياء کرامو دا خوشحالي ولې نه لمانځي ؟
٤ : بحث : دعاشورا دروژې نيولو حکم اوثواب : ددې روژې نيول سنت اوثواب دى د رسول الله صلى عليه السلام داسلم قبيلې يو سړى ولېږلو چې اعلان وکړه که چا د عاشورا په ورځ خوراک کړى وي نو باقي ورځ دي روژه شي اوکه چا خوراک نه يوکړى نو پوره ورځ دروژه شي ( د احکم اوس هم شته دى ځکه درسول الله حديث دى او ناسخ يې نشته دى .)
٥ ثواب ئې دادى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائې چې دعاشورا روژې سره د تېر شوي کال ګناهونه معاف کېږي او د عرفى د روژې په نيولو سره دتېر شوي او راتلونکي کال ګناهونه معاف کېږي صحيح مسلم ١ / ٣٦٨ ، ٣٦٧ ( ط قديمى )
٦ : سنن ترمذى وغيره کې د ابو هريره روايت دى، چې نبي عليه السلام ) به غوره والي ورکولو د رمضان دمياشتې څخه وروسته دمحرم دمياشتې روژو لره شيخ البانى په اروار الغليل ٤ / ١٠٧ کې وائي ( فان اسناده صحيح غاية )
٧ : مصنف ابى شيبه ٢ / ٩١٣ کې روايت دى ، چې نبى عليه السلام وايي چې دعاشورا روژه مخکنيو پيغمبرانو نيولې ده، نو تاسو يې هم نيى عينى ليکلي په ١١ / ١٦١ کې چې واسناده جيد خو شيح الباني په ارورا الغليل ٤ / ١١٢ کې ليکلي دي چې دا روايت منکر او شعيف دى صحيح روايت دى چې دا روژه موسى عليه السلام او دهغه قوم نيولې ده، نو دعاشورا روژه نيول سنت عمل دى اوپه دې سره د تير شوي کال ګناهونه معاف کېږي.
٥ بحث : بعضې ضروري مسئلو تشريح چې بعضې خلک يې کوي او ثبوت په شريعت کې نلري، ١ دعاشورا په شپه او ورځ نفلي لمونځونه کول چې دا دعاشورا لمونځه نهدي ناروا دي لکه عيني په ١١ – ١٦٧ کې ليکلي دي ٢ دا رنګه رانجه استعمالول ثواب ګرځول په دغه ورځ هيڅ دين اوعبادت ندي امام احمد به ورته بدعت ويل : ٣ بعضې خلکو دا مشوره کړېده چې نبي عليه السلام فرمائيلي دي صر دمرغه هم دا روژه نيولې ده، عينې په ١١ – ١٦٨ کې دحاکم څخه نقل کوي چې دا دروغ نسبت دى رسول الله ص ته اګر که مرغان او حيوانات دالله تعالى عبادت کوى خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته بې ثبوته نسبت ګناه کبيره او حرام دى.
٥ : خلکو دا مشوره کړېده ، چې په دغه ورځ د عاشورا څوک پخپل اهل اوعيال فراخه خرچه وکړي نو الله تعالى ورته ټول کال رزق فراخوى دا چې په حديث او ايات اواصحابو څخه ثابت نه دي دا د سفيان عالم تجربه ده دين جدا شى دى او تجبه جداى شى دى ، په خپل اهل اوعيال خرچه هروخت ثواب دى او ګوره داحسن الفتاوى ١ / ٣٩٥ دمفتى رشيدا احمد او تعليق المشکا ۀ للا لبانى زيات تفصيل په مجموع کې الفتاوى ٣٥ / ١٣٦ ، ١٤١ کې چ دا دروغجن کې چې دا دروغجن حديث دى او تجربه دسفيادن ده .
٦ دايصال ثواب لپاره عبادت خاص کول لکه لکه لمونځ ، صدقات ، قرآن خوانى، دعاشور ا لپاره اودشهادت حسين لپاره په شريعت کې ثابت نه دى بلکه دامکروه اوبدعت اونارواء ګرځي او ګوره راه سنت ١ / ٢٦٠ کې اومجموع الفتاوى ٢٥ / ١٤١ کې وګوره .
صحيح المسلم ١ / ٣٦٠ کې حديث شريف د رسول الله صلى عليه وسلم دى چې دجمعې شپه دتهجدو لپاره مه خاص کوئ او د جمعې ورځ د روژې د روژې لپاره مه خاص کوئ نو دعباداتو لپاره دځان څخه تخصيصات ناروا دي، فتاوى رشيديه په ١٣٨ کې ليکي چې دشيعه ګانو سره مشابهت رانه شي د ابو داود او دکتاب اللباس کې دا حديث دى چې څوک دکوم قوم سره مشابهت کوي نودا دهغوى څخه دي.
٧ دحسين رض په نوم باندې نذر کول دڅاروي د ذبحې يا دبل شي نو دانذر کول شرک دى او ددغه شي خوړل حرام دي ځکه دا په حرامو د ماواهل به الغير الله کې داخل دى او ګوره تفصيل په بحر الرايق شرح دکنز الديائق ٢ / ٢٩٨ اوشامى ٢ / ١٢٨ او تنشيط الاذهان ٧٠ او بحر رائق ددې يوه وجه داهم ليکلې ده، چې نذر عبادت دى او عبادت غيرلله نه کفر دى .
٨ داوبو سبيل لګول او دشربتونو تقسيمول په دغه ورځ دا دشيعه ګانو رسم او رواج دى چې هلته کربلا کې اوبه نه وي او حسين رض په تنده کې شهيد شويدي نو دا وبه ورسېږي ، مولا نا اشرف علي تهانوي د يوبندى صاحب په اصلاح الرسوم ١٣٩ کې ليکلې ده چې دا اوبه او شربتونه په نيت دصدقې هم په دغه ورځ اوپه دغه طريقې سره ناروا دي (اګر که اوبه ورکول په نورو ورځو کې ثواب دى) خو دلته رسم د شيعه ګانو يا ورسره مشابهت راځي.
٩ فتاوى الرشيد په ١٢٩ کې وايي حسين رض دشهادت قصې او واقعات ذکر کول په دروغه سره ناروا دى خو چې صحيح هم وي نومه ئې بيانوى ځکه دشيعه ګانو سره مشابهت راځي لکه دا اوس يې چې په راديو تلويزون ا واخبارونو اومجلو کې خپروي دا رنګه او ګوره په اصلاح الرسوم ١٣٩ فتاوى الرشيديه ١٣٨ کفايت المفتى ١ / ١٩٦ احسن الفتاوى ١ / ٣٩٢ ، ٣٩٣ ، ١٠ _ په محرم او عاشورا ء کې رخصتي کول او خپل کارونه بندول ناروا دي او د شيعه ګانو سره مشابهت دى او د صحابو تابعينو او امامانو څخه ددې هيڅ ثپوت نشته دى او ګوره احسن التفاوى ١ / ٣٩٤ -
١١ : په محرم اوعاشورا ء کې دحسين رض لپاره قرآن خوانى فاتحه خوانى قبرو ته تلل او هلته په قبرونو اوبه اچول دا دشيعه ګانو کارونه دي، ځان تساتل ترينه لازم دي او ګوري امداد الفتاوى ٣٨٩ - - ٥ -
١٢ : په محرم او عاشورا کې چغې وهل ، اولاد قربانول او نذرکول نذرحسين فدا حسين چغې وهل ، دا په شريعت کې ناروا دي دنبي عليه السلام او صحابو اوتابعينو اوفقهاو څخه هيڅ ثبوت نه لري مسلمان نه ترينه ځان ساتل ضروري دي.
١٣ شيخ الاسلام ابن تميه په مجموع الفتاوى ٢٥ / ١٣٥ ، ١٤٠ ، ١٤١ کې په ډېر تفصيل سره په دغه ناروا کارونو په دلايلو سره رد ليکلى دى، هغه اوګورى حاصل يې دادى چې د عاشورا په دغه دوه ٢ ورځو کې روژه نست ده او دا نور کارونه ناروا دى کله دا ورځ داختر ګرځول ياد ماتم ګرځول ، خاص خوراکونه اولباسونه اوخاص ذبحې اوحلالې او خاص ستړى مه شي او ملاقاتونه کول اوبعضې جوماتونو او دربارونو ته تلل او رانجه اونکريزې لګول اوغسل ، لمونځونه او خرچه کې زياتوالى خاصل کول اوغيره ناروا دى ، دا يوڅو کارونه مو ذکر کړه چې شيعه ګان او زموږ بعضې ساده مسلمانان پکې اخته دي الله تعالى دي موږ ته دشريعت محمدي تابعدارى رانصيب کړي. (امين)