د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرېکټ : دزیمبابوې دورې ته يوه ځغلنده کتنه

نعيم مند 22.12.2009 11:14

که مو ږ دزيمبابوې دورې ته يوه ځغلنده کتنه وکړو نو راته ښکاره به شي چې دا دوره يوه سل په سلو کې يوه بريالۍ دوره وه ٠ په ځينو لوبو کې يواځې ګټل بری ګڼل کيږي خو په ځينو لوبو ، لوبه مساوي پای ته رسول هم ګټه بلل کيږي لکه کرېکټ ٠ او په ځانګړي توګه د هغې لوبډلې لپاره چې په لومړي ځل دا ډول لوبه کوي ٠

کله چې افغان ملي لوډله په ١٤ د اګېست د زيمبابوې په لور وخوځېده نو دافغانستان دکرېکټ د تاريخ يو نوی ور يې برانيست چې هغه څلور ورځينۍ لوبې وې ٠ افغانستان چې په شپاړسم داګېست دزيمبابوې سره دلوبې ډګر ته کوځ شو نو د يوې داسې سيالې ډلې سره مخامخ شو چې د لسيزو تجربه يې لرله ، او دافغانستان لپاره څلور ورځينۍ لوبې نوې وې او کله يې هم څلور ورځينې لوبې نه وې کړې ٠ خو بيا هم افغان لوبغاړو خپله وړتيا وښودله او ډېره ښه لوبه يې وکړه ٠
دزيمبابوې ټوله لوډله په ٣٥٠ منډوسوځول چې ډېره تکړه او تجربه لرونکي منډه جوړونکي لري ، اوبيا دهغوی په وړاندې ٤٢٧ منډې جوړول ٠ چې دنور ځدراڼ ١٣٠ ، نبي عيسی خيل ١٠٢ او د شهزاد محمدي ٧٩ منډې پکې نه يواځې ديادولو وړ دي بلکې دابه دافغانستان دکرېکټ په تاريخ کې په زرينو کرښو و لیکل شي ٠
کله چې نور ځدراڼ په لومړۍ پاڼۍ سل منډې جوړې کړې نو خبريالانو ته يې داسې وويل : نن زما لپاره ډېره ښه ورځ وه چې ما پکې سل منډ پوره اودا زما لپاره ډېر د وياړ ځای دی چې دخپل هيوادلپاره مې سل منډې جوړې کړې ، زه به په خپل ژوند کې دا ورځ هېره نه کړم ، دا زما لپاره د نه منلو خبره وه چې زه به دزيمبابوې په وړاندې سل منډې جوړې کړم او موږ تر اوسه ډېره لوبه وکړه او غواړو هيوادوالو وښايو چې ستاسو په دعاوو سره موږ ښه لوبه کولی شو ٠
په دوهمه پاڼۍ کې بيا په څلورو وېکټو ٢١١ منډې جوړول چې نور ځدراڼ په سلو منډو ناسوځېدلی پاتې شو چې د کرېکټ په نړيوال ريکاډو کې يې خپل اود افغانستان نومونه وليکل ٠

نور ځدراڼ په دواړو پاڼيو کې سل - سل منډې جوړې کړې چې د کرېکټ په تاريخ کې چلورم کس شو چې داسې کړانده يې وکړه له ده مخکې دغو درېوو (درو) کسانو Arthur Morris , Nari Contractor aw Aamir Malik دا ريکارډ جوړ کړی و ٠ دا هغه کسان دي چې په لومړي ځل په لومړي کلاس (First-Class) لوبو کې ګډون کړی وي او په دواړو پاڼيو کې سل-سل منډې جوړې کړې دي . ګرانو هيوادوالو دا ليکنه ما ډېره مخکې لیکلې وه خو اوس یې خپروم , وخت ياري نه کوله .

www.looba.blogfa.com