د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حميد حسن د ٢٠٠٩ کال غوره لوبغاړی ونومول شو

نعيم مومند 20.12.2009 09:14

څه موده وړاندې چې www.cricketeurope4.net ويبپاڼې د ٢٠٠٩ کال د غوره لوبغاړي دټاکلو لپاره یوه ټولپوښتنه وړاندې کړې وه ( لړۍ پيل کړې وه ) په هغې ټولپوښتنه کې دافغانستان تېز بالر حميدحسن تر خپلو سيالانو ډېر ووټونه لاس ته راوړل , او ښه په اکثریت يې وګټله.

دحميد حسن نیژدې سيال د ایر لنډ کيپټن وېليم پورتر فيلډ و چې حميد حسن ورڅخه له زروڅخه ډېر ووټونه تر لاسه کړ ل ٠ حميد حسن ټول ووټونه تر درې زرو ډېر ول . دغوره لوبغاړي دا تمغه يا اوارډ به حميد حسن ته دراتلونکي کال په فيبروري کې ، په دوبۍ کې ورکړل شي ٠

البته په دې وخت کې به افغانستان د ٢٠١٠ دشل اوريزو نړيوالې اتلولۍ دغوراوي په سياليو کې بوخت وي .  د افغانستان  د کرېکټ دا بله بریا دې ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول ښاغلي حميد حسن ته موبارک وي.

د ټولپوښتنې پايله په دې ډول ده :
32.7% Hameed Hasan (Afghanistan)
21.4% William Porterfield (Ireland)
13.6% Mohammad Nabi (Afghanista )
11.5% Edgar Schiferli (Netherlands)
4.6% Alexei Kervezee (Netherlands)
4.5% Neil McCallum (Scotland)
4.2% Niall O'Brien (Ireland)
2.7% Kevin O'Brien (Ireland)
2.4% Steve Tikolo (Kenya)
1.8% David Hemp (Bermuda)