جانانه ستا تر دره څنګه درشم ؟
15.02.2005 03:00 د شاه سعود سعود دشعرونو دويمه ټولګه ده ، چې په ( ١١٩ ) مخونو کې له چاپه راوتلې ده . په نوموړې ټولګه کې ( ٦٥ ) غزلې ، ( ٢٨ ) نظمونه ، درې آزاد شعرونه او څو بيتونه راوړل شوي دي . همدا رنګه دسعود سريزې په نوموړې ټولګه کې يو بيل خوند پيداکړی دی ، دشعر کاروان روان دی ، خو دښاغلي شاه سعود شعري ځواک داوسني شعري کاروان په لومړۍ درجه کې ځای لري . هيله ده هغه ولولئ او دنوموړي فلسفي انداز ته دزړه له تله سوچ وکړئ