د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځواني دانی یا اکنی (Acne)

فضل محمود فضلي 02.12.2009 20:39

لیکنه: فضل فضلي، د دسمبراوله ۲۰۰۹

ځواني دانی یا اکنی (Acne)

ځواني دانی د پوستکي یوه عامه ناروغي ده چی په نړی کې میلیونونه ځوانان پدی ناروغی اخته کیږی.

دغه ناروغي کولای شي دواړه رواني او فزیکي ستونزي منځته راوړي.

اکنی څه شی دی؟

اکنی د پوستکي یوه التهابي ناروغي ده چی د پوستکي د داغونو لامل ګرځی. دغه داغونه د پوستکي د مړو حجرو او د پوستکي د غوړ د راټولیدو په پایله کې منځته راځي چی د پوستکي د سطحی د وړو سوریو او ویښتانو د ریښو د بندیدو لامل ګرځي. ډیری دا ډول داغونه په مخ، د مټانو په پورتنی برخه، د ملا او ټټر په پورتنی برخه کې لیدل کیږي.

دا ناروغي ساري نده او د ناپاکۍ سره تړاو نلري. هورموني بدلونونه په ځانګړی توګه هغه هورمونونه د ناروغی په منځته راتګ کې رول لوبوي چی د بلوغت، میاشتنی عادت او امیدوارۍ سره تړاو لری.

ځینی درمل د ناروغی د شدت لامل ګرځي لکه د حاملګۍ ضد درمل او سټرایدونه.

کوم کسان پدی ناروغی اخته کیږي؟

ډیری وګړی د ځوانی په دوره کې په ناروغی اخته کیږي. په جنکیانو کې اکنی تر ډیره د ۱۴-۱۷ کلنی په عمر کې حال دا چی په هلکانو کې د ۱۶-۱۹ کنی عمر کې لیدل کیږي.

اکنی کیدای شي د ځوانی څخه وروسته هم دوام وکړي. شاوخوا په سلو کې ۵ ښځی او په سلو کې ۱ نارینه د ۲۵-۴۰ کلنی په عمر د بلوغت څخه وروسته هم د ناروغی نښی نښانی لري.

د ناروغی نښی

کله چی د پوستکي سوري بند شي، په سر کې تور داغونه پیداکیږي او بیا واړه، دردناکه سره داغونه څرګندیږي، دغه داغونه په دانو بدلیږي چی د خیرو یا چرک څخه ډک وي.

د ناروغی لرلید

اکنی اکثره په تنکیو ځوانانو کې دومره شدیده نه وي او پخپله ښه کیږي. خو په سلو کې ۱۵ پیښی شدیدی وي. داغونه کیدای شي منتن یا میکروبي شي چی د زخم د تلپاتي داغونو لامل ګرځي. د میکروبي کیدو خطر د دانو په ګرولو او فشار ورکولو سره زیاتیږي.

درملنه

خفیفه اکنی درملنی ته اړتیا نلری ځکه چی ډیری التهابی داغونه پخپله رغیږي. غوره خواړه او په په ډیره پیمانه د اوبو څښاک پوستکی سالم ساتي.

هغه ځایونه چی پکې ځواني دانی ډیر پیداکیږي، د ورځی دوه کرتي د داسی موادو (صابون) سره پریمنځل شي چی عطري مواد ونلري خو په یاد ولریء چی د پوستکي زیات پریمنځل او مښل ګټه نه کوي او حتی کیدای شي د التهاب د خرابی لامل شي.

د اکنی شدید ډولونه درملنی ته اړتیا لری. د درملنی موخه داده چی دانی او داغونه له منځه لاړ شي او د زخم له امله د تلپاتی داغونو څخه مخنیوی وشي. د پوستکي د غوړ کمول، د التهاب کنترول او یا د هغه مکروبونو په ضد درمل چی د اکنی د منتن کیدو لامل ګرځی.

په درملتونونو کې داسی کریمونه او لوشنونه شته چی ځینی یی په خپل ترکیب کې د مکروب ضد درمل (لکه Benzoyl peroxide)  هم لري کوم چی د دانو د وچوالي سبب ګرځي.

په درملتونونو کې ځینی درمل د تابلیتونو په بڼه هم شته چی په شدیده اکنی کې باید د یو ډاکټر له خوا ولیکل شي.

ځینی خلک غوره ګڼی چی فیشني مواد د داغونو د پټولو لپاره وکاروي خو په یاد ولریء چی د ډیرو سینګاري موادو کارول د اکنی د خرابی لامل ګرځي.

د اکنی د زخم له امله پاتی شوني داغونه د وخت په تیریدو سره ښه کیږي خو که دوامداره پاتی شي نو د دملنی لپاره یی د لیزراو ځینی ځانګړو کیمیاوي موادو څخه کار اخستل کیږي.

اکنی کولای شي په اخته وګړو په ځانګړي توګه په جنکوکې د شدیدی پریشانۍ لامل شي، نو که چیری پدی برخه پریشانه یاست باید د یو ډاکټر سره سلا مشوره وکړیء.