د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان كرېكټ لوبډله د برياوو پر لور

جاويد صبوري 02.12.2009 13:10

يو ځل بيا د افغانستان د كرېكټ ملي لوبډلې د خپل هېواد لپاره نوم وګټو. تر اوسه د افغانستان ملي لوبډلې او د ځوانانو لوبډلې د هېواد لپاره ډيرې برياوې ترلاسه كړي چې په لڼده توګه د افغانستان د ملي لوبډلې لخوا د نړېوال يو ورځنيو لوبو حېثيت ترلاسه كول، او د ځوانانو د لوبډلې لخوا د ۲۰۱۰ كال د كرېكټ نړېوالو سيالو ته لار موندل وو. برسيره پردې سره له دې چې د افغانستان ملي لوبډلې ونشوای كړل چې د ۲۰۱۱ كال نړېوالو سياليو ته لاره ومومي، خو په دې وتوانېده چې داسې لاسته راوړنې ولري چې له كبله يې د افغانستان كرېكټ ډله د نړېوال كرېكټ كمېټې څخه مالي مرستې ترلاسه كړي.
د افغانستان ملي لوبډلې په خپلې وروستۍ بريا كې د ۱۲ آسيايي هېوادونو ټوِنټي ټوِنټي يا شل اوره سيالۍ وګټلې او په دې ډول سره په دې برېالۍ شوه چې د آسيا د تكړه هېوادونو لكه هند، سريلانكا، بنګله دېش او داسې نورو د ملي لوبډلو سره شل اوره لوبې ترسره كړي.
افغانانو دغه لوبه د خپل کډوالۍ پر مهال په پاكستان كې زده كړې. په لومړي ځل په كال ۱۹۹۵ كې په پېښور كې د افغانستان ملي لوبډله رامنځ ته شوه او په لومړي ځل يې په كال ۲۰۰۰ كې د نړېوال كرېكټ كمېټې سره اړيكې ټينګې او راجستر شوه.
كه څه هم د افغانستان له كرېكټ لوبډلې سره د دولت او ځينو كسانو لخوا مرسته كېږي، خو ښايي بيا هم د نړۍ تر ټولو نېستمنه لوبډله وي. په كراتو اورېدل شوي چې د افغانستان ملي لوبډله په پلانکي هيواد كې څو شپې په هوايي ډګر كې تيرې كړي. له دې نېستۍ سره سره د افغانستان د كرېكت لوبډلې د فوټبال د ملي ټيم پرتله ډيرې برياوې ترلاسه كړې دي.
د كرېكټ لوبډلې دغه مالي نېستي او لويو برياو ته په پام سره، دا پوښتنه راولاړيږي، څرنګه د افغانستان ټيم دومره برياوې ترلاسه كوي. آيا په كرېكټ كې بريا ترلاسه كول آسانه دی؟
كرېكټ يو تر ټولو پېچلې لوبه ده، چې د احتمالاتو په كې ډيره ونډه وي. هر هغه څوك چې د كرېكټ په لوبېدو پوهيږي، كولاى شي د لوبغاړو د چلند په ليدو سره ۵۰ سلنه كره وړاندوينه وكړي. د بيلګې په توګه كه چيرې يو بېټسمن په پرله پسې توګه د بالر په فولټاس توپونو دوه فور )څلور رنزه( جوړ كړي نو كولاى شي چې وړاندوينه وكړي چې بالر به داځل د فولټاس په ځاى له سوينګ يا يارکر توپ څخه كار واخلي. د فوټبال پرتله چې هره شيبه توپ له يوه لوبغاړي څخه بل ته ځي، په كرېكټ كې توپ په يوه اور كې شپږ ځل د يوه لوبغاړي په لاس كې وي او په ټولې لوبې كې كولاى شي تر لسو اورو يعنې ۶۰ باله وكړي او هر بال يا توپ كولاى شي سيالې لوبډلې ته ۶ رنزه يا امتيازه وركړي. همدا مساله ده چې تل د نړۍ په كچه د كرېكټ په لوبډلو يا هم انفرادي لوبغاړو د مېچ فكسينګ )د لوبې جوړجاړى( تور لګول كېږي. ځكه كه يو لوبغاړى د خپل دوه اوورونو په بدل كې د سيالې ډلې سره جوړ راشي، كولاى شي خپله لوبډله له ماتې سره مخ كړي. نو ويلى شو چې دا د كرېكټ آسانتيا نه ده چې د افغانستان ملي لوبډله په پرله پسې توګه برياوې ترلاسه كوي، بلكې دا د افغانستان لپاره د هغوى له هيلو او په ځان له باور څخه سرچينه اخلي. له بلې خوا د كرېكټ ډلې زياتره غړو تر اوسه له كرېكټ څخه لويديځ ته د تللو وسيله نه ده جوړه كړې، بلكې كرېكټ يې خپل هيواد ته د وياړ او سر لوړۍ وسیله ګرځولې.
ښايي نن سبا زياتره افغانان لږ تر لږه د كرېكټ لوبې د يو شمير اصطلاحاتو سره لكه اوټ، اور، رنز يا منډې، او داسې نورو سره آشنا شوي وي، خو يو ځل بيا په لنډه د كرېكټ د لوبېدو پر څرنګوالي او په افغانستان كې پر ودې يې رڼا اچوو.
كرېكټ د دوو يوولس كسيزو ډلو لخوا ترسره كېږي. د كرېكټ په لوبډلې کې څلور ډوله لوبغاړي وي: بالر، بېټسمن، وېكټ كيپر او فيلډر. كه كوم لوبغاړى ښه بالر، بېټسمن او فيلډر وي نو هغه ته آل رونډر وايي. يوه ډله بالېنګ يا د توپ غورځول او بله ډله يې بېټنګ يا د ډنډې په مټ د توپ وهل ترسره كوي. د بال كوونكې ډلې ټول يوولس كسان په مېدان كې وي خو د بېټنګ كوونكې ډلې يوازې دوه لوبغاړي د پېچ )د رنز يا منډې ځانګړې ليكه چې 20.12 متره اوږدوالى لري او د مېدان په منځ كې وي( دواړو خواو ته ولاړ وي. د بال په كېدو سره بايد هغه په بېټ ووهل شي. په كرېكټ كې اوټ )سوځېدل( په څو ډوله دى: كه د منډې پر مهال بېټسمن ځان د پېچ له يوې خوا بلې خوا ته ونه رساوه او وېكټې )هغه درې ستنې چې د پېچ دواړو خواو ته وي( يې وغورځول شوې، دې ته رن اوټ وايي. بل ډول يې كېچ يا په هوا كې د توپ نيول دي. په بل ډول كې يې كه بېټسمن له ټاكلې كرښې ووت او د هغه وېكټې د وېكټ كيپر لخوا وغورځول شوې، نو سټمپ كېږي. كه چيرې بېټسمن له قصده په خپلې پښې د هغه توپ مخه ونيسي چې ممكن وېكټې يې غورځولې واى، نو اِل بې ډبليو كېږي. بولډ كېدل يې هغه ډول دى چې وېكټې د بالر په مخامخ توپ سره وغورځيږي. معمولاً كرېكټ دوه ډوله ترسره كېږي، يو ورځنې )ون ډې( او ټېسټ مېچ. خو په دې څو كلونو كې يوه نوې بڼه يې د ټونټي ټونټي يا شل اوره راڅرګنده شوې. چې دا وروستۍ بڼه يې له هېجانه ډكه ده. په ون ډې او شل اوره كې كومې ډلې چې زيات رنزونه په ټاكل شويو اورونو كې جوړ كړل، هغه ګټونكې ګڼل کیږي.