د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بدلون مديريت په اړه ۱۰۱ ټکي

انبيا ژمن 23.11.2009 13:18

د بدلون مديريت په اړه ۱۰۱ ټکي
ژباړن: انبيا ژمن

نن ورځ بدلون د پرمختللي اقتصاد او سوداګرۍ په مديريت کې يو له اغېزناکو او مهمو فکټورونو څخه ګڼل کېږي. ادارې او د ادارو کارکوونکي بايد د بدلون په وړاندې مثبت ليدلورى ولري، ترڅو له دې لارې د نن ورځې په چلنجي مارکېټ کې د سيالۍ ځواک ولري. دا ليکنه مديرانو ته ښوونه کوي چې په څه ډول د خپل پايښت لپاره له خپلو سيالانو څخه يو ګام وړاندې وي، د بدلون لاره وټاکي او د بدلون د رهبرۍ يوه پروژه په غاړه واخلي.

د بدلون اړتيا
بدلون د ژوند ټول اړخونه تر اغېزې لاندې راولي. د راتلونکي لپاره د لرليد لرل يوازينۍ لار ده، چې په مرسته يې د يوه وګړي او يا يوه سازمان په صفت کولاى شى خپله راتلونکې په لاس کې ونيسئ، نو په دې اساس د بدلون منونکي شئ او زده کړى چې د بدلون مثبتو عناصرو ته پراختيا ورکړئ.

1- ټول هغه بدلونونه چې تاسو يې په فکر کې ياستئ وليکئ او پلان ورته جوړ کړئ.
2- كه دا انګېرئ (احساسوى) چې د بدلون په مقابل کې ځواكمن ياستئ، د ځواكمنتيا د دلايلو په لټه کې شئ.
3- د بدلون منونکو خلکو په لټه کې شى او له هغوى سره يو لاس شى.
4- د نورو خلکو د تګلارو له پيروى څخه مخکې لږ فکر وکړئ.

د بدلون د دلايلو پېژندل
په لومړي سر کې د ورځې په تېرېدو سره بايد په چټکه توګه د بدلون د ډېروالي لپاره د هغه بنسټيز دلايل وپېژندل شي. د کورنيو سازمانونو او بهرنيو مارکېټونو په جوړښت کې ځينې مشخص بدلونونه د ټولنې، اقتصاد او ټکنالوجۍ د زياتو بدلونونو زېږنده دي.

5- د بې اطمينانه شرايطو په وړاندې مثبت غبرګون ښيي چې په داسې حالاتو کې بايد له بدلون څخه ډډه و شي.
6- په خپل ځان کې ذوق او ځواک ته وده ورکول او تل داسې فکر کول چې يو پوه او باخبره څوک ياستئ.
7- له نوې مالوماتي ټکنالوجۍ نه وېره نه لرل او په هغه باندې د حاکميت او واک هڅۀ كول او ورڅخه لازمه ګټه اخيستل.
8- په ياد لرل چې ټکنالوجي ورځ په ورځ په چټكۍ سره د بدلون په حال کې ده.
د بدلون د سرچينو پېژندل
بدلون کېداى شي له بېلابلو لورو څخه را منځ ته شي. له جګپوړي او يا په اداره کې د هغه تر لاس لاندې کار کوونکو، له ادارې څخه بهر او يا هم د شخصي نوښت په اغېزې سره هم كېداى شي رامنځ ته شي، هڅه وکړئ د بدلون له ټولو ټولنيزو سرچينو څخه با خبره شئ او له هر ځاى څخه چې رامنځ ته شوي وي، ويې منئ.
9- د بدلون له سرچينې څخه ډډه او د هغه د رامنځ ته کولو په اړه ټولو نوښتونو ته ښه راغلاست ووايئ.
10- له ادارې څخه بهر د بدلونونو په وړاندې تل مثبت غبرګون ښودل.
11- تر لاس لاندې کسان د بدلون رامنځ ته کولو ته هڅول او تګلارې يې ورته ښودل.
د بدلون د ډولونو ترتيبول
په ټوليز ډول کولاى شو بدلون په دوه ډوله ووېشو، چې يو يې تدريجي او بل يې بنسټيز ډول دى. هر يو له دغو دوو ډولونو څخه په بېلابېلو جوړښتونو او ډولونو وېشل شوى دى. د هغه بدلون پېژندل چې تاسو ورسره سر او کار لرئ، له تاسو سره مرسته کوي چې په اسانه او اغېزناکه توګه ورته لاسرسى پيدا کړى.
له دې سره سره، د بدلون د ډول په پېژندلو سره په ښه توګه کولاى شئ د خپل نظر اړوند بدلون په اړه د نورو خلکو غبرګون روښانه او څرګند کړئ.
12- د بدلون د بېلابېلو ډولونو ترکيبي اغېزو ته فکر کېدل.
13- د بدلون د تجزيې او شننې په وخت کې لنډ مهاله او اوږدمهاله کتګورۍ ته بايد پاملرنه وکړل شي.
14- له کړکېچونو څخه تجربه تر لاسه کړل شي او ګټور مطالب ترې زده کړل شي ترڅو يې د بيا څرګندتيا مخه ونيول شي.
15- خپلې موخې د برابرۍ او يا له هغه غوره پرمختللې بېلګې چې تاسو يې پېژنۍ، په تمرکز سره ټاکل.
16- د برياليتوب لپاره هڅه كول، له سيالو څخه توپير لرونکي كېدل او له هغوى څخه ځان غوره کول.
په موخو باندې تمرکز (د فکر غونډول)
که مديران خپلې موخې ونه پېژني، نه شي کولاى هغوى ته د رسېدلو لپاره تغير وکړي. که هغوى پوه نه شي چې اوس چېرته دى، نه شي کولاى ښه تګلاره غوره کړي.
17- د خپلې ادارې د ځواک او کمزورتيا ټکي په رښتينې او واقعي توګه تر خپلې شننې لاندې راوستل.
18- د خپل کاري شاليد (سابقې) د څرګندولو لپاره له يوې يا دوو لنډو جملو څخه استفاده کول.
19- تل هڅه كول او د ادارې کلتور ته د وګړو له لارې بدلون ورکول، نه د دې پر خلاف.
د بدلون لپاره د غوښتنو ټاکل
ستاسو برياليتوب ستاسو د پېرودونکو په خوښۍ کې دئ، ناخوښ پېرېدونکي د خدمتونو او توليداتو نورو وړاندې کوونکو ته مخه کوي او ناخوښ کارکوونکي (چې په واقعيت کې هماغه ستاسو کورني پېرودونکي دي)، يا سم کار نه کوي او يا هم اداره پرېږدي، د دغو دوو ډلو پېرودونکو اړتياوې تر پلټنې لاندې راولئ او هڅه وکړئ د دوى د اړتياوو د پوره کولو لپاره لازم بدلونونه رامنځ ته کړئ.
20- هڅه وکړئ چې هم د پېرودونکو او هم د کارکوونکو اړتياوې پوره کړئ.
21- هغه پېرودونکي چې د درناوي كړلو ګيله لري، هغوى تاسو ته ښيي چې کومو څيزونو ته بايد بدلون ورکړئ.
22- له ياده مه وباسى چې د يوه محصول څرنګوالى د هغه په پروسېس پورې تړلى دى.
23- د پېرودونکو له خوا د تر لاسه شوو ځوابونو له رښتينو مېچو (مقياسونو) څخه ګټه واخلئ.
د لازمو بدلونونو ټاکل
د بدلون د پايښت او همېشه والي پلان بايد بشپړ ټولوالى ولري، سره له دې ځير اوسى چې د ځانګړو بېلابېلو بدلونو په پېژندلو سره د خلکو د روحي زړه تنګۍ لامل نه شى، څو مهم لومړيتوبونه ځانګړي کړى چې بدلون په هغه زياته اغېزه ولري او په هماغه فکټورونو ټينګار وکړى.
24- د بدلون بنسټيزې زمينې د لومړيتوب له مخې ترتيب کړئ او بشپړه پاملرنه مو ورته واړوئ.
25- د بدلون هر ډول پلان شوې موخې په بشپړه توګه ځان ته روښانه کړئ.
26- خپلې هڅې يوازې پر څو مهمو فکټورونو باندې متمرکزې کړئ.
27- د بدلون د رامنځ ته کولو لپاره يو بهېدونکي (تلپاتې) او متمرکز پلان سمبال کړئ.
د پېچلتيا شننه
د بدلون د اغېزناک پلان او مديريت لپاره لازمه ده، چې د هغه له پېچلتيا څخه روښانه او واقعي اټکل لرل او پوه شي چې دا بدلون به په کومو کسانو نېغې او غير مستقيمې اغېزې ولري. وروسته بايد بېلابېل جوړښتونه په ګټوره او روښانه توګه ووېشل شي او جوړ يې کړي.
28- د هر بدلون په اړه له ځانه وپوښتى چې په بوختو کسانو به څه اغېزه ولري.
29- په پيل کې وړانديزي بدلونونه په وړوکې کچه تجربه کړئ.
30- که د بدلون سپيناوى پېچلو دلايلو ته اړتيا ولري، له هغه څخه لاس اخيستل.
31- د کړکېچنو دندو او تګلارو د پلانولو لپاره له څېړنې او شننې څخه استفاده وکړئ.
خلکو ته د ګډون ورکولو لارې
د لرليد د ډول او اړتيا له نظره هغه خلک چې د بدلون تر اغېزې لاندې دي، توپير لري. د بدلونونو اغېزناکه پلانونه بايد په کافي اندازه د بدلېدو وړ وي ترڅو په توپيرونو سره وکولاى شئ همغږي پيداکړئ. د هغو خلکو د ټاکلو لپاره چې د بدلون په رامنځ ته کولو کې بايد برخه واخلي، او د هغوى د ګډون د لارې لپاره بايد په پاملرنې سره پلان جوړ کړئ.
32- د بدلون د رامنځ ته کولو لپاره د پلان جوړولو په وخت کې له وګړو سره د سلوک او اړيکو په اړه خپلې تګلارې وټاكل.
33- زده کړه د بدلون په پروژه کې د خلکو د ګډون لپاره يوه وسيله ګرځول.
34- که د وګړو لپاره ناسم پوهاوى وړاندې شي، له هغوى څخه بښنه غوښتل او لازمې لارښوونې ورته كول.
35- ټولو وګړو ته لږ تر لږه د بدلون د پلان په يوه پروژه کې برخه وركول.
36- ټولو ډلو ته دومره واک وركول چې وکولاى شي د خپلو موخو په ټاکلو کې په خپله اقدام وکړي.
37- د لنډ مهاله پلان جوړولو او روښانه څرګندونو ورکولو لپاره ځانګړي سلاکاران ټاکل.
38- که د بدلون په اړه له چا سره ژمنه کوئ خامخا عمل پرې وکړئ.
39- د سپورټ بريالي (ښوونکي) بېلګه وګرځوئ او د هغوى په شان خلک پرمختګ ته وهڅوئ.
د وخت د اندازې ټاکل
د بدلون بېلابېلو ډولونو ته د وخت د اړتيا وړ اندازه توپير لري. د بدلون د عامل په صفت مديران اړ دي اوږد مهاله موخې په نظر کې ونيسي او په ورته وخت کې (په ځانګړې توګه د کړکېچ په وخت کې) بېلابېل کوچني بدلونونه چې يوازې په څو ورځو يا څو اونيو کې ترسره شي، پلان کړئ.
40- ځان د مالي کلونو په چوکاټ کې مه ايساروئ، دا ټکونه په بشپړه توګه قراردادي دي.
41- تصميم ونيسئ چې هره اوونۍ يو نوى بدلون وګړو ته وروپېژنئ.
42- خلک وهڅوى چې له دغه سمدلاسه بدلونونو څخه نوې لارې تر لاسه کړي.
43- د بدلون د رامنځ ته کولو لپاره ستاسو پلان جوړونه بايد ګام په ګام وي ترڅو خلک وکولاى شي په اسانه توګه بدلون ومني.
د کړنې (عمل) د پلان چمتو کول
د تر لاسه شوو مالوماتو په بنسټ د عمل يو ډاډه پلان چمتو کول. د عمل نوموړى پلان بايد روښانه، لنډ او په انځوريزه توګه جوړ او پلان شوى وي. د هغو خلکو نظريې چې له دغه بدلون څخه اغېزمن شوي دي، په نظر کې ونيسئ او په منظم ډول يې بيا کتنه وکړئ.
44- د خلکو د مفکورو ټکو ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړئ.
45- په بدلونونو سره د پلانونو شرايط (په بنسټيز ډول) تعديل کړئ.
46- خامخا د خپلې کړنې (عمل) پلان په رښتيني توګه وړاندې او معرفي کړئ.
47- خامخا د پلان جوړونې د تکنيکونو لپاره لازمې وړتياوې تر لاسه کړل شي.
48- لږ تر لږه بايد په اوونۍ کې يو ځل د خپلې کنټرول پاڼې بيا کتنه وکړل شي او ښکاره کړل شي.
49- تل د وخت پلان بايد له هغو خلکو سره چې په کار کې ګډون لري، وڅېړل شي ترڅو له عملي کېدو څخه يې ډاډمن شئ.
د بدلون د اغېزو اټکل
د بدلون د لومړيو پلانونو له چمتو کولو څخه وروسته د هغه په لاسته راوړنو فکر کول. د دې پلان د لاسته راوړنو ګټې بايد په وار وار له زيانونو څخه ډېرې وي.
50- د بدلون له پروژو څخه د سترو سمونو (اصلاحاتو) هيله لرل.
51- د بدلون د پلان په پيل کې خلکو ته د فردي او ډله ييزو امتيازاتو او ستايلو ژمنه کول.
52- هېڅکله له خپل عملي پلان څخه د خلکو حتمي او مسلم ملاتړ لازم ګڼل.
53- هېڅکله بدلون ته د خلکو د راضي کولو په اړه چا ته بډې مه ورکوئ.
54- د خلکو روحيه په ډېرې پاملرنې سره په نظر کې نيول او د کمزورو روحيو په څرګندېدلو سره سمدلاسه عملي ګام پورته کول.
55- د بدلون د رامنځ ته کېدو له امله د ځينو کارکوونکو په بېکاره کېدو سره احساساتي سلوک نه کول.
د بدلون په وړاندې د ټينګتيا (مقاومت) اټکل
بدلون په ټوليز ډول له يوې اندازې ټينګتيا سره مخ دئ. سره له دې ټينګتيا او مقاومته، تاسو کولاى شئ د مقاومت او درک د اټکل له مخې د بدلون په رامنځ ته کېدو سره تر ډېرې كچې مقاومت په خپله ګټه وکاروئ. په خپلو پلانونو کې تر يوې كچې د خلکو ګيلو ته ځاى ورکړئ او هغوى ته د ځواب ورکولو لپاره کافي مدارک او مالومات ترلاسه کړئ.
56- که د بدلون په وړاندې مو هېڅ مقاومت تر سترګو نه شو، په بشپړه توګه ځير اوسى کېداى شي د وګړو مقاومت په پټه توګه وي.
57- د ګواښ كوونكو او وېرېدونكو خلکو د مقابلې لپاره يو تعداد ملګري د ځان لپاره پيدا کړئ.
58- تل د احتمالي ناغوښتو اغېزو په اړه چې ممکن د بدلون په څرګندېدو سره رامنځ ته شي، بې پردې خبرې وکړئ.
د پلانونو آزمېيښت او کنټرول
له بيا ځلي او ډاډمن آزمېيښت او کنټرول پرته د پلانونو د ګواښ (خطر) کچه ډېره لوړه او تقريبا په ټولو مواردو کې د هغه پايلې نامطلوبې وي.
له آزمايښتي تګلارو او يوې روښانه شننې څخه استفاده کولاى شئ ستاسو د ټوليز پلان د ښه کېدو او پياوړتيا لامل وګرځي.
59- په بېلابېلو برخو کې خپل پلانونه د آزماېيښت (تجربې) په ترسره کولو سره امتحان کړئ.
60- د آزمايښتي تګلارې د بيا کتنې په وخت کې د بدلون عوامل (کړني) په نظر کې نيول.
61- د دې تګلارې شته نيمګړتياوې تر خپلې څېړنې او شننې لاندې راوستل او عوامل يې په ګوته کول.
62- له خلکو څخه د ګټورو وړانديزونو او نيوکو په وړاندې کولو سره مننه کول.
د بدلون په اړه د مالوماتو لرل
د يوه ښه پيل لپاره، مالومات لاسته راوړل ډېر مهم او ګټور دي. خو په ورته وخت کې نه شي کولاى په دې برخه کې تېرى وکړئ. خلک کېداى شي په دې پلان کې ګډون ولري يا يې ونه لري، خو په هره برخه کې چې ترڅو کولاى شئ، د يوه اندازه تګلارو په استفادې سره د هغوى اړيکې په چټکه توګه له ځان سره نږدې کړئ.
63- په ياد ولرئ چې رښتينولي تر ټولو ښه سياست نه دى بلکې يوازې سياست دئ.
64- د بدلونونو د پيغام د پياوړتيا لپاره د کاري لرليد اړوند لنډې ويناوې نندارې ته وړاندې کول.
65- د بدلون په هر پلان کې خامخا د اړتيا وړ زده کړې ترلاسه کول او د پلان بنسټېزې تګلارې په پام کې نيول.
66- تر هغه ځايه چې ممکن وي له ټولو وګړو(افرادو) سره په انفرادي ډول د بدلون د پلانونو په اړه خبرې کول.
67- کله چې خلکو ته د بدلون د ګټو په اړه قول ورکوئ، د هغه د اجرا په اړه هيله من او په ورته وخت کې په بشپړه توګه واقعيت ليدونكي و اوسئ.
68- د بد خبر په ورکولو سره بيانوونکي او د بد خبر اورېدلو په وړاندې د ناخوښ غبرګون په څرګندولو سره اورېدنکي نه غندل.
د مسؤليت سپارل
د بدلون پلانونه په طبيعي ډول مشرۍ ته اړتيا لري او په ورته وخت کې دا پلانونه بايد خوځنده (انګېزه لرونكي)، ژمن او جدي پيروان هم ولري. د بدلون عوامل چې په کليدي ځايونو کې شتون لري، که د مشرۍ او که د پيروۍ په عنوان وي، د بدلون په رامنځ ته کولو کې ډېر مهم رول لري.
69- د بدلون د پلان له پيل څخه مخکې، په کليدي ځايونو کې د بدلون عوامل ځاى پر ځاى کول.
70- هغه كسان چې د بدلون د مشرۍ لپاره يې ټاکئ بايد په ټوليز ډول د بدلون له پلان څخه خپل ملاتړ وکړي.
71- د لازمو مواردو په استثنا له پټو کارونو سره مبارزه كول. د مالوماتو له پټولو څخه ځان ساتل.
د ژمنتيا رامنځ ته کول
د بدلون د پروژې د برياليتوب لپاره د افرادو له ملاتړ څخه د ځان برخمنتيا يو لازمي امر دى. د ژمنتيا د رامنځ ته کولو او ډېرولو لپاره د مشرۍ له تکنيکونو څخه استفاده كول. د خپلې ژمنتيا له مخې د ښه سلوک په ښکارولو سره ځان د نورو نمونه ګرځول.
72- كسانو ته په ياد راوستل چې بدلون د ټولو لپاره دئ، نه د ځانګړو كسانو لپاره.
73- د پروژې په اړه د خپلې ژمنې په ښکارولو سره د نورو د بدلون نمونه كېدل.
74- د برياليتوبونو د پياوړتيا او پرمختګ د لاسته راوړلو په اړه له منظمو جلسو څخه کار اخيستل.
د کلتور بدلون
د يوې ادارې کلتور په هغه سازمان کې له کارکوونکو څخه بڼه اخلي او وروسته په خپل نوبت سره د هغوى د سلوک په تګلارو اغېزه اچوي. د خپلې ادارې د کلتور لارښوونه په بېلابېلو ډولونو سره په خپل لاس کې ونيسئ ترڅو وکولاى شئ له هغه څخه د بدلون د پلانونو لپاره استفاده وکړئ.
75- د كسانو د کاري سيمې ښکلا ته بدلون ورکول ترڅو د هغوى مورال بدل شي.
76- د مهمو برياليتوبونو او جشن لمانځلو په وخت کې ډېر لګښت بې ځايه كار نه دى.
77- که کوم جشن لمانځل کېږي، لازمه ده چې ګډون په کې وکړل شي.
78- پرېږدۍ چې ډلې د مالي ډاليو د وېش د تګلارې په اړه تصميم ونيسي.
د مقاومت کنټرول
تر ټولو ستر ګواښ چې د مديرانو په مخ کې پروت دى هغه په خنډونو كې (په ځانګړې توګه په شته احساساتي) خنډونو كې چې د بدلون د لارې خنډ وي، برياليتوب دئ.
79- بايد هڅه وشي چې په وګړو کې داسې احساس رامنځ ته شي څو فکر وکړي چې د دوى رول له سټراټيژيک لوري ډېر مهم دئ.
80- که د وخت په تېرېدو سره د كسانو د روحيې بدلون کمزورى شي، له هغوى سره بايد نرم سلوک وشي.
81- مقاومت که هر څومره له ذهن څخه لرې هم وي بايد چې جدي ونيول شي او په اغېزناکه توګه کنټرول کړل شي.
82- د بدلون د پروژې لپاره بايد د وړانديزونو يو ځانګړى بکس په نظر کې ونيول شي.
83- د خلکو د چوپتيا دلايل بايد وڅېړل شي، چوپتيا په حتمي توګه د حالاتو د ښه والي په مانا نه ده.
84- وګړي قانع او پوه کړل شي چې بدلون تل د چانس په مانا دى.
په برياليتوب کنټرول
د بدلون د پلان د اغېزناکتوب او د هغه په اړه د ډاډ د لاسته راوړلو لپاره تکراري، بياځلي او دقيق کنټرول لازم دى. يوازې د يو تعداد شمېرو او ارقامو چمتو کول د وخت په واټن کې کافي نه دى. لازمه ده چې نا احساس شوي عوامل هم د خپل پام وړ وګرزول شي او وروسته بايد چې دواړه د انتظار وړ له برياليتوبونو سره پرتله کړل شي.
85- يوازې د هغو مقياسونو څارل او چمتو كول، چې د پايلو او پرمختګ د ميزان ښکارندوى دي.
86- که د افرادو تګلاره وړ نه وي، لومړى بايد د هغوى د موخې ټاکنې او اندازه ګيرۍ تګلاره تر څارنې لاندې راوستل شي.
87- د برياليتوب د کچې د پرېکړې په اړه بايد ځينې مهم او بنسټيز مېچونه (مقياسونه) پيدا کړل شي.
د فرضيو بيا کتنه
د بدلون پلانونه د نه بدلون وړ نه دي. که دا پلانونه بدلون پيدا نکړي د دې احتمال شته چې كسان په اوږد مهال کې په شور او شوق سره په تدريجي توګه ځانونه له لاسه ورکړي او د بدلون د ټولنې له خواه د ورځې اړتياوې له منځه لاړې شي. او بايد چې اوږد مهاله تګلارې په منظم ډول تر څارنې لاندې ونيول شي. دا مسئله د بدلون د برياليتوب لپاره د لومړي پلان جوړونې په کچه مهمه ده.
88- له بدل شوي چاپېريال سره د پروژې اړيکه بايد په پرلپسې توګه وڅارل شي.
89- د ماتې په حالت کې بايد پروژې له لاسه ورنكړل شي. د دې کار په ځاى بايد چې په تکراري توګه هغه وڅارل شي، پياوړې شي او له جاري شرايطو سره برابرې شي.
90- د بدلونونو پېټى تر اندازې زيات مه دروندوى. دا کار کېداى شي د پروژې له هر يوه څخه په كسيز ډول اغېزې له منځه يوسي.
91- هېڅکله دا فکر مه کوئ چې د وګړو له کار څخه باخبره ياستئ. په دې اړه تل له دوى څخه پوښتنې وکړئ.
92- که غواړى چې د بدلون بهير مو همېشنى وي، داسې موخې وټاکئ چې وکولاى شى کړکېچ له منځه يوسئ.
93- خامخا ټول كسان د موخو د بيا ټاکنو د جريان په اړه خبر کړئ.
94- له هغو كسانو څخه چې د بدلون د پلانونو په برياليتوب کې يې کليدي رول لوبولى دى، ډېره ګټه واخلئ.
د خوځښت د انګېزې ساتل
د بدلون پلانونه د بېلتون وړ دي. کېداى شي دا پلانونه خپلو تګلارو ته بدلون ورکړي، له خوځښته پاتې شي، او بېرته پيل شي.
لکه څنګه چې د بدلون پلان که هم په خپل آند او هم د هغه د ښکېلو كسانو په آند، په تکراري ډول ونه څارل شي، په پاى کې اداره د بدلون د رامنځ ته کولو په اړه خپله انګېزه له لاسه ورکوي.
95- د وګړو نظريې، مفکورې او په ځانګړې توګه د هغوى وړانديزونه او موخې وليکئ او ويې ساتئ.
96- د خپلو کړنو د لوړتيا او پوهې د پراختيا لپاره بايد له خپل زده کړي لارښود څخه ګټه واخيستل شي.
97- د ډلې د ټولو وګړو او ځان لپاره بايد پوهنيزې موخې وټاکل شي.
98- د بدلون هر پلان بايد د تل لپاره د ګټې د زياتېدو لامل شي.
د ډېرو بدلونونو تمرين
د کوښښ او هڅې د لازمي بدلونونو په رامنځ ته کولو سره ډېر بدلونونه رامنځ ته کېږي. که داسې وي چې بدلونونه په نيمګړې توګه پرېښودل شي يا شرايط او حالات بدل شي او يا له هغوى څخه د بدلون د رامنځ ته کولو لپاره د بنسټيز فکټور په عنوان کار وانه خيستل شي، په واقعيت کې دا هڅه او کوښښ بې حاصله دى. بريالي مديران سربېره پر اوس د راتلونکي لپاره هم د بدلون پلانونه جوړوي.
99- د ډلو د کړنو د څارنې په وخت کې بايد له دقيقو، ډاډمنو او پراخه تګلارو څخه كار واخيستل شي.
100- يوازې هغې کسانو ته چې په ځان کې د بدلون رامنځ ته کولو ته ژمن دي، بايد پراختيا او لوړتيا ورکړل شي.
101- د برياليتوب لاسته راوړل پلان جوړونې، اجرا، بياکتنې، او د بدلون رامنځ ته کولو ته اړتيا لري.
وروستۍ وينا
د بدلون پلان بايد داسې جوړ کړل شي، چې هر پړاو يې تل د مخکينيو پړاوونو پر بنسټ جوړ شي. د بدلون د پايښت د مرستې لپاره د ادارې د پروسو تعديل ته دوام ورکړل شي. هر سېسټم د غوښتل شوي کاري وخت څخه وروسته ځان له لاسه ورکوي. د دې لپاره چې بدلون جاري وساتل شي او کمزورى نه شي، په سازمان کې د کار کوونکو رول يو له بل سره بدل کړل شي. تل وړاندې پرمختګ وش او د بدلون هره پروژه د مخکينۍ پروژې پر بنسټ په مخ يوړل شي. په دې ترتيب سره به سازمان او د هغه ټول غړي د بدلون له ترلاسه شوو برياوو څخه ګټه تر لاسه كړي.