د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اقتصادی لحاظ د گټورو خبرو اترو او مکاتبی ارزښت

عابد 23.11.2009 12:16

سرچینه Effective Business Communication
ژباړه او زیاتونه عابد


د ښو خبرو اترو او مکاتبی فایده او گټه یواځی او یواځی هغو خلکو ته ډیره رسیږی چی استعداد ولری.
د خبرواترو لرغونی اساس:
په لرغونی نړی کی څه په شرق او څه په غرب کی خبری اتری او یا اړیکی عموما په ژبنیزه توگه ترسره کیدی. اوکه دوی ته مشکل هم پیدا کیده نو په ژبنی توگه یی د حل کولو کوښښ کاوه. د ژبنی مفاهمی مشکل هم ډیر زیات پیدا کیده، د بیلگی په توگه د چین د قومی مشرانو او حکومت تر منځ اکثرا د ا مشکل واقع کیده، د چین ولس له پیړیو را پدیخوا له دی مشکل سره لاس اوگریوان دی.
په څلورمه پیړی کی د چین د حکومت او خلکو ترمنځ ورته یوه شخړه پیدا شوی وه او د هغه هیواد سیاسی او قومی مشرانو یی ډیر زیات د حل کوشش کاوه خو بیا هم له مشکل سره مخ ول نو لدی څخه څرگندیږی چی مفاهمه او خبری اتری په یوه سازمان کی څومره مهمه ونډه لری، هغه که په سیاسی مؤسسه کی وی یا په اقتصادی او سوداگریزی ټولنی کی وی.
د ژوند وینه یا Lif Blood
لکه څنگه چی ژوند بی له وینی نه نا ممکن دی نو په همدی ډول یوه سالمه اداره یا سازمان هم بی له گټورو خبرو اترو یا communication څخه ناشونی ده. موسسه یا organization یو گروپ یا ټولنی د خلکو ته ویل کیږی چی سیاسی، اقتصادی، دینی او یا د مسلکی فعالیتونو په موخه جوړیږی.
سازمان له یوه انسان څخه غواړی چی باید په کره ډول عمل او عکس العمل وکولای شی او په خبرواترو باندی پوره برلاسۍ ولری. نو دا فعال غړی د مالوماتو تبادله، نظریی، پلانونه، اهداف، قاعدی او وړاندیزونه جوړوی.
مفاهمه یا communicaiton د هری اداری د ژوند وینه بلل کیږی دا ځکه چی مونږ بی لدینه یوه سالمه اداره منځ ته نشو راوستلای. مفاهمه که څه په ژبنیز ډول سره وی او که د لیکونو او بریښنالیکونو په ډول وی د یوی اداری له ډیر با ارزښته برخی څخه بلل کیږی.
کورنۍ خبری اتری یا Internal Communication
د کورنیو اړیکو نه مراد د یو شرکت یا کمپنی په داخل کی اړیکی دی لکه د رئېس او نورو غړو تر منځ مفاهمه او خبری اتری. په معمولی توگه لکه څنگه چی به ټولو ادارو کی وی چی د ورځی یا د پروژی په اخر کی هر څوک دخپل کار راپور او حساب ورکوی او همدارنگه نوری اړیکی لکه د وړاندیزونو جوړول، د نظریی ورکول او په نورو ټولو صادراتی او وارداتی چارو کی له یو بل سره سلا مشوره کول.
په داخل د شرکت کی اکثرا اړیکی یا مفاهمه د شرکت د رئیس سره واقع کیږی او دا مفاهمه هم ډیره زیاته په رېئس یا د اداری په مشر پوری اړه لری چی څنگه خپل لاندی خلکو ته کار وسپاری او خپل خلک له ځانه خوشحاله وساتی. په کورنیو اړیکو کی باید د ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شی ځکه چی همدا داخلی مفاهمه زمونږ په بهرنیو اړیکو یا خبرواترو باندی ژوره اغیزه لری. د یو شرکت داخلی مفاهمه که چیری موثره او په معیار برابره وی نو دا شرکت یا سازمان به دخپلی کامیابی په لور ډیر چټک گامونه پورته کړی، د یو شرکت کورنی مفاهمه باید په ډیره دوستانه توگه ترسره شی او تل ځینی رازونه دی چی باید له سازمان څخه ونه وځی، په هرکار کی اخلاص او صداقت د انسان د شخصیت ښکارندوی وی نو باید مونږ په هر کار کی صادق او راستکاره اوسو تر څو زمونږ اداری فعالیتونه خپلو لوړو موخو ته ورسیری کوم چی زمونږ هدف دی، د کورنیو اړیکو کامپیوټری حافظه باید په یو فعال سړی یا کارگر باندی وساتل شی او باید دا کس زمونږ د اعتبار وړ وی. په کورنیو او نړیوالو مفاهمو کی د اداری له ټولو غړو سره مشوره شرط ده چی باید د ټولو نظر واخیستل شی. کیدای شی د سازمان ډیر عادی غړی هم داسی یوه مشوره ولری چی زمونږ شرکت ته ډیره مفیده وی.
بهرنی خبری اتری یا External Communication
کله چی مونږ د بهرنیو خبرو اترو نه غږیږو نو مخکی له مخکی نه مو باید خپله کورنی مفاهمه ښه منظمه کړی وی تر څو ډیره لږ اړتیا ولری چی یوه موثره بهرنی مفاهمه منځ ته راوړو. د بهرنیو خبرو اترو نه مراد له نورو ادارو یا شرکتونو سره اړیکی دی کومی چی زمونر په څیر د یوی ښی اداری د منځ ته راوړلو په هڅه کی دی. د نورو شرکتونو سره ښه مفاهمه هغه مهال منځ ته راځی کله چی مونږ په خپلی مفاهمی یا د خبرواترو په اصولو باندی په پوره ډول حاکمیت ولروترڅو خپل پیغام نورو کمپنیو ته په بشپړه توگه ورسوو هغه پیغام که د لیک له لاری وی که د بریښنا لیک له لاری او یا هم د کومی بلی پیغام رسوونکی اسانتیا لخوا. په پیغامونو کی باید له ډیر احتیاظ څخه کار واخیستل شی ترڅو هیڅ ډول گرامری یا لفظی غلطی ونه لری. باید هیره مو نه وی چی مونږ د پیغام په لیږلو کی له نورو شرکتونو او ادارو سره سیالی کوو نو زمونږ لیک باید تر هغه اندازی ښایسته او زړه راښکونکی وی ترڅو د مقابل لوری پام ځانته راوگرځوی.
مونږ باید خپل وړاندیز په داسی ډول جوړ کړو تر څو خپل لوستونکی مخکی لدی چی زمونږ په پیغام ځان پوه کړی زمونږ لیک له لاسه ونه غورځوی.
باید خپل لیکونه په لنډه توگه جوړکړی تر څو چی خسته کوونکی نه وی او د وخت مراعت مو هم کړی وی.

Overall Communication عمومی خبری اتری یا
دا هم د خبرو اترو یاCommunication یو ډیر مهم ډول دی او په نړیواله کچه مطرح کیږی . د عامه مفاهمی نه اکثرا زمونږ مطلب له ملک نه بهر له نورو انجیوگانو او شرکتونو سره خبری اتری یا مفاهمه کول دی. نن سبا په نړی کی دا ډول اړیکی ډیرۍ د انټرنیټ له لاری نیول کیږی خو ځینی اداری بیا د غړو لیږدول اړین بولی.

کله چی مونږ د نړیوالو بازارونو سره مفاهمه کول غواړو نو ضرور ده چی باید د هغوی په ژبه پوه شو تر څو خپل پیغام هغوی ته په سمه توگه ورسوو او دهغوی په پروسه هم ځان پوه کړو.
په نړیوالو او خارجی خبرو اترو او مفاهمو کی وخت یوه له مهمو څیزونو څخه دی چی باید ډیر ورته متوجه واوسو ځکه چی نړیوالو سروی گانو دا ثابته کړی ده چی نړیوال شرکتونه د وخت له کمښت سره مخ دی نو باید مونږ د خپلو وړاندیزونو په استولو کی له ډیری توجه کارواخلو او لنډ په لنډه خپل مطلب او غوښتنه مطرح کړو.او باید دا په نظر کی ونیسو چی مونږ د مختلفو هیوادونو له خلکو سره مخ یو نو باید دا توانایی او ځانگړتیا ولرو چی له هرچا سره د هغه د سویی او کلچر سره سم سلوک وکړو.
په نړیوالو معیارونو برابر شرکتونه د خپل مهالویش پر مهال دوه یا دری ساعته د لیکونو لپاره وقف کوی ترڅو پدی معین وخت کی د نورو شرکتونو او فابریکو پیغامونه ووایی او کوم ته یی چی زړه وغواړی ځواب ورکړی. د وخت پابندی د اداری په هراړخ باندی ډیر مثبت اثر لری د وخت د ساتلو لپاره زمونږ په نړی کی نن ټول خلک د انټرنیټ د اسانتیاوو څخه کار اخلی.
ښه او قوی مفاهمه کوونکی تل د خپلی اداری د وخت او سرمایی په ساتلو کی له ډیر احتیاط څخه کاراخلی.
دگټورو خبرو اترو گټی
زمونږ د وظیفی ترقی،پرمختگ او مسلکی کیدل اکثرا زمونږ په ښه لیکنیزی او ژبنیزی مفاهمی پوری اړه لری او همدارنگه زمونږ مؤثره مفاهمه ډیر ژور تاثیر لری زمونږ په شخصی او کورنی ژوند باندی.
د خبرواترو اړتیاوی
هره دنده ځانته خپلی ځانگړی غوښتنی لری چی باید انسان یی مخکی له دندی کولو نه په ځان کی پیدا کړی خو په عام دول مفاهمه یا communication یو له هغو اړتیاوو څخه ده چی په هر مسلک او اداره کی ورته ضرورت وی او حتی بی له مفاهمی نه اداره نیمگړی وی د ژوند یوی ډیری عادی وظیفی نه رانیولی ان تر ډیری ستری دندی پوری مونږ خبرو اترو او مفاهمی ته اړتیا لرو.
که چیری مونږ په خپلو لیکونو او ژبنیو مفاهمو کی له ځانه لیاقت او ښه کمال وښیو نو څرگنده خبره ده چی دا زمونږ په پرمختگ باندی اغیزه کوی او زمونږ په ژوند کی به یو مثبت بدلون راولی.
مفاهمه یا خبری اتری له مونږ نه غواړی چی باید پخپلو اداری او رسمی کارونو کی هر څه ته په درنه سترگه وگورو او که چیری مونږ وگورو نه یواځی په دفتری حسابونو کی مفاهمه او مکاتبی ته ضرورت دی بلکه په خریداری،استاذی،شاگردی او یا هم د یو جوړونکی په توگه مونږ مفاهمی ته اړتیا لرو.
په الجبری شکلونو یا مالیاتی گرافونو کی چی کله یی د خپل د کار مطابق جوړو باید په مفاهمی او مکاتبی باندی پوره علم ولرو تر څو وکولای شو خپل لیدونکی ورباندی په پوره ډول پوه کړو اود هغوی هر دول پوښتنو ته ځواب ووایو پدی برخه باید له ډیر احتیاط نه کار واخلو ځکه چی که مونږ یوه نقطه هم غلطه کړه نو ټول پلان او پروژه به مو ورسره غلطیږی.


An Essential for Promotion د پرختگ اړتیا

Effectiv Communication لمړنی او عمده شرط د پرمختگ لپاره مؤثره مفاهمه یا
ده چی وکولای شو ښی خبری اتری یا مفاهمه وکړو، دا پدی مانا چی که مونږخومره هم پرختگ وکړو خو که ښه مفاهمه کوونکی نه یو، بیا هم نیمگړی یو.
:



اداری خلک خپل اتیا نه تر نوی سلیزه وخت پر مفاهمه یزو چارو تیروی، لکه په لیکلو، اوریدلو او ویلو کی. ځکه دوی پوهیږ ی چی مؤثری خبری اتری د پرختگ لپاره یو اړین شی دی، په سوداگری کی خاصتا او په نورو چارو کی عامتا.
په امریکا کی د یوه زدکوونکی د ښوونځی له دوری څخه نیولی تر کالجه او ان تر پوهنتون پوری دوی پدی برخه کی ډیر فشار راوړی چی باید زدکوونکی وکولای شی چه سمه توګه مفاهمه وکری. په اسیایی هیوادونو کی هم ورته یو څه کتابونه شته چی نن سبا په پوهنتونونو کی تری کار اخیستل کیږی د بیلگی په توگه Effective Business Communication . نوموړی کتاب تاسوته ابتدائی زده کړه درکوی چی څنگه دیوه سوداگر یا یو ماهر شخص په توگه وکولای شی چی شه مفاهمه وکړی..
په نړیوالو مارکیتونو کی د خبرواترو په وراندی ننگونی
زمونر ښی خبری اتری هغه که د باندی وی او که په کورکی وی یانی په اداری کی دننه یا بهر مستیقما زمونږ په هغه څه اثر کوی چی مونږ یی خلکو ته وړاندی کوو. ښه مفاهمه زمونږ په شرکت یا اداره کی ډیر توپیر راولی یانی که ووایم چی زمونږ کمپنی له ځمکی څخه اسمان ته خیژوی نو مبالغه به نوی.
کله چی مونږ نریوالو بازارونو ته مخ کیږو باید د خپل ځان ډیر خیال وساتو یانی باید په نړیوال معیار برابر لباس مو پر تن وی، باید چی Self Preparing ولرو، شه مفاهمه کول تاسی سره دیر کومک کوی چی څنگه د نړیوالو پام ځانته راوگرځوی او دیره مهمه خبره دا ده کله چی مونږنړ یوالو مارکیتونو ته وړاندی کیږو نو باید زمونږ شرکت یو غنی او پر خپلو پښو ولار وی. ترخو په راتلونکی کی بیا له ستونزو سره مخ نشو

Developing The Righy Attitude د ښه سلوک انکشاف
د خریدار لپاره تاسی هر یو د کمپنی یا شرکت حیثیت لری ځکه چی تاسی د خپل شرکت استازیتوب کوی،ستاسو ښه یا بد سلوک د شرکت انځور خلکو ته ښیی په نوره نړی کی ستاسی سلوک او هر هغه څه چی یی صادروی ستاسی په ملی عنعناتو دلالت کوی هغوی به ستاسی له سلوک څخه ستاسی د هیواد او کمپنی انځور هم پخپل ذهن کی جوروی.
شه مفاهمه یو شرکت ته په ملیاردونو ډالره گټه رسولی شی، او په ورته ډول بی کفایته مفاهمه او بد سلوک په هماغه اندازه تاوان رسوی نو باید یادشوی ټکی ته ډیر متوجه اوسی.
د یو ښه خریدارد موندلو لپاره ښه سلوک ضروری دی مونږ باید د خپلو خریدارانو سره له نهایت ښه سلوک څخه کار واخلو. د خریدار لپاره بازارونه ډیر دی که چیری مونږ ورسره ښه سلوک ونکړو نو بل ځای ته به لاړشی او د یو خریدار له لاسه ورکول هم په یوه کمپنی باندی ډیره بده اغیزه لری.
خپل خریدار باید هیڅ کله له لاسه ورنکړو په یوڅه نه په یوڅه یی باید راضی وساتو هغه که په لږه گټه کولو وی او که د نوشابی په وړاندی کولو.
په صداقت او په ډیر شوق سره د دندی ترسره کول ډیر کومک کوی خپلو کارکوونکو ته او هم هغه چاته چی ستاسو تولید ترلاسه کوی. په دلچسپی سره د دندی اجرا کول په دواړو اړخونو باندی مثبت اثر لری. د بیلگی په توگه که چیری یو مامور خپل کار په صادقانه توگه نه ترسره کوی نو خپل رئېس به هم تری خفه وی او هیڅ کله به هم پرختگ ونکړی او نه به د ارام احساس وکری.
مونږ ته راکړل شوی کار که چیری مونږ په صادقانه توگه ترسره کړو نو هیڅ کله به هم د نارامی او ستړیا احساس ونکړواو نه به په کار کی راته څه مشکل پیدا کیږی خو که چیری مونږ زړه نازړه کار شروع کړو نو په پای کی به زښت زیات خسته یو او هم به مو کار نیمگړی وی.
د لیکونو او بریشنالیکونو پر مهال باید خپلو گرامری ټکو ته ډیر متوجه اوسی ترخو ستاسی لیکونه د هر دول گرامری او املائی غلطیو څخه پاک وی او باید په خپلو لیکونو کی ډیر مؤدب اوسی ځکه چی دا به نوری نړی ته ستاسی د کورنی کلتور ښکارندوی وی.
Prparing Adequatly کافی تیارۍ یا
ټول سوداگر هڅه کوی چی باید د ښو خبرواترو صفت په ځان کی پیداکری تر څو وکولای شی چی چټک پرختگ وکړی نو ددی لپاره لاندینی ټکی ډیر اړین دی:
٠ د غږ برابرول: کله چی غواړی خپل خلکو ته ورسوی
٠ حوصله او د هرډول غبی انسان پوهول. باید کافی حوصله ولری ترڅو له هر ډول غیر معقول او بی انصاف انسان سره هم د ښی رویی څخه کار واخلی..
٠ د مفاهمی مناسب استعداد د انگلیسی ژبی سره چی باید په انگریزی ژبه وکولی شی افهام او تفهیم وکری.
٠ دخپلو مخاطیبینو په عنعناتو باندی ځان پوهول.
Becoming Flexible له هرچا سره جوړشت
په ننی کاررنځایونو کی په ډیریدونکی مقدار سره اختلاف د عمر، جنس او نورو څیزونو کی ډیر مشکلات زمونږ ادارو ته پیداکیږی، ولی له بل اړخه له ځانه سره ډیری گټی هم لری د بیلگی په توکه زمونږ ځوان نسل چی څومره ښه مفاهمه کولای شی نو پاخه عمر والایی نشی کولای نو تعدد د جنس هم دومره غټ مشکل ندی مونږ باید د هر کار لپاره ورته خلک ولرو.
ډیری کمپنی نن سبا سیمینارونه جوړوی او نور ډول ډول پرگرامونه جوړوی په مختلفو شیانوباندی. باید زمونږ اداره هم په ورته فعالیتونو کی فعاله ونډه ولری او په هر ډول اړوند فعالیت کی باید مخکی اوسو. اداره مو باید ارتجاعی خاصیت ولری ترڅو وکولی شو په هرڅه خان باخبره وساتواوله هر نوع حالاتوسره مقابله وکړو.
یو سواداگر باید همیشه وسیع نظر ولری تر څو له هرچا سره په یو مثبت جوړجاړی وکړی او د هر هغه مشکل مخه ونیسی کوم چی دده کمپنی ته خطری زیږوی..
بله مهمه موضوع چی ده هغه د ژبی موضوع ده. نن سبا په نړی کی د انگلیسی ژبه یوه تجارتی او نړیواله ژبه گرځیدلی ده چی باید مونږ ورباندی تسلط ولرو. په امریکاکی هم ډیرۍ خلک انگلیسی ژبه د خپلی لمړنی ژبی په توگه نه کاروی خو کله چی نړیوالو بازارونو سره معامله کوی نو عموما د معیاری انگلیسی ژبی څخه کار اخلی.
او ډیرۍ تجارتی او اقتصادی کتابونه هم په نوموړی ژبه لیکل شوی نو باید ورته ډیره توجه وکړو

عابد د نړیوال اسلامی پوهنتون، اسلام اباد، د اقتصاد د پوهنځی محصل