د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عیسویان څنگه اسلام ته راوبلو؟

زاهد جلالي 23.11.2009 13:15

سرچینه: د المجتمع عربی اوونیزه
ژباړن: زاهد جلالی


لاندینی څلور لمړنی لنډی او موثری لارښوونی د هرمسلمان لپاره دی، ځکه د حضرت محمد ص ټول امت ته د ددعوت ستر مسولیت چی د انبیاوو دنده وه ورسپارل شوی، نو هر یو باید یو څه ددی ستر مسولیت لپاره له ځانه سره ولری، نو لاندینی لارښوونی لنډی دی او هرڅوک یی یادولی شی:

1. مخکی له مناظری د الله حمد ثنا او ذکر کول او له خدایه څخه د مرستی غوښتنه کول او که ممکنه وی دوه دکعته نفل هم ادا کړل شی.



2. د الله توحید او یووالی بیانول او د عیسوایانو د تحریف شوی نظریی یانی تثلیث نیمگړتیاوی بیانول٠

3. د عیسی ع او مور یی بی بی مریم لوړوالی د اسلام له نظره بیانول، حتا تردی چی په قران کی یوه سوره د مریم په نامه هم شتون لری.

4. او ورته وویل شی چی د ټولو انبیاوو هدف د خدای توحید او د اسلام د دین خپرول وو، اختلاف یواځی او یواځی په شریعیتونو کی دی او نبی ع خاتم النبیین دی او دکوم کتاب یی چی راوړی د نورو احکامو ناسخ او له منځه وړونکی دی او ټول سم اخبار پکی ځای شوی.