د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ
21.11.2009 21:31ژباړه: فضل فضلي- سرچینه Lancet نومبر ۲۰۰۹
د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ
فرانسوي څیړونکي وايي چی دوي داسی لاری چاری موندلي چی د انسان د امبریو د مورني حجرو(Human embryonic stem cells) په کارولو سره، په لابراتوار کې د پوستکي په جوړولو بریالي شوي چی دا به د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې لویه مرسته وکړي.
دغه څیړونکي وايي چی د انسان مورني حجری په موږکانو کې د پیوند نه ۱۲ اونی وروسته په بشپړه توګه د انسان په پوستکي بدلون وموند.
څیړونکي د Lancet په مجله کې لیکي چی دغه پرمختګ به هغه ستونزه چی اوس د پوستکي د پیوند په برخه کې شته، حل کړي. په شته اوسني میتودونو کې د ناروغ بدن د هغه پیوند پر وړاندی چی د یو بل شخص څخه پیوند شوي وي کله کله غبرګون ښیی اوپه پایله کې پیوند ځان نه نیسي.
د انسان د مورني حجرو یو کارپوه وايي چی دا د روغتیا په ډګر وروستی مهم پرمختګ دی.
د پوستکي د پراخو سوځیدنو په درملنه اوسني شته تخنیکونه
څه دپاسه دا شل کاله کیږي چی د ژورو سوځیدنو درملنه د داسی یو تخنیک پوسیله چی خپله د ناروغ د پوستکي حجرو ته په لابراتوار کې وده ورکول کیږی، ترسره کیږي. خو دغه تخنیک لږترلږه دری اونی وخت نیسی چی پدی موده کې د ناروغ ژوند د ډیهایډریشن اوانتاناتو له امله د ګواښ سره مخ کیږي. په دغو دریو اونیو کې د ناروغ سوځیدلي برخی د نورو مړو اجسادو (Cadaver) د پوستکي پوسیله د لنډی مودی لپاره پوښل کیږي. خو د کاډاویر پوستکي ته هر وخت لاس رسی شونی ندی اوکه وي هم د ناروغ د معافیت پوسیله ددغه موَفت پوښ د رد کیدو خطر خورا زیات دی.
ددغه ستونزی د حل لپاره یو ډول مصنوعي جالۍ هم کارول شوي. ددغو جالیو د پاسه د پوستکي حجری وده کوي خو دا تخنیک د پراخو سوځیدنو لپاره کار نه ورکوي ځکه د ناروغ د معافیت پوسیله د رد کیدو خطر زیات دی او لامل یی دادی چی ددغو جالیو په جوړښت کې د نورو انسانانو او غواګانو څخه مواد کارول شوي.
نوی تخنیک
څیړونکي د امبریو د تکامل هغه بیولوژیکي پړاونه ګام په ګام عملي کړي چی د پوستکي د جوړښت سبب ګرځي. داسی چی دوی په اول سر کې د پوستکي حجری د یو مصنوعي جال د پاسه کیښودل، دغه جال د حجرو سره مرسته وکړه ترڅو د پوستکي یوه نوی طبقه جوړه کړي. وروسته له هغی، د پوستکي دغه نوي طبقه په پنځو موږکانو باندی پیوند شو او ۱۲ اونی وروسته نوی پوستکی چی په بشپړه توګه د انسان د پوستکي سره ورته و، منځته راغی.
د فرانسی په Evry ښار کې د Institute for Stem Cell Therapy and Exploration of Monogenic Disease د اداری یوی غړی ډاکټره Christine Baldeschi وايي چی د څیړنی پایلی له هیلو ډک دي.
هغی وویل چی دغه تخنیک به د پوستکی د پراخو سوځیدونو د پوښولو لپاره د یوی پراخی او بډایی سرچینی په توګه تر هغی چی د ناروغ د خپلو حجرو پوسیله د پوستکي پیوند په لابراتوار کې چمتو شی، رول ولوبوي.
څیړونکي غواړي چی دغه څیړنه په انسانانو کې تجربه کړي.
د اسټرلیا په ملبورن کې د Peter MacCullum Cancer Centre یو غړی Holger Scluter وايي چی څیړنه یو ډیر ارزښتمن پرمختګ وړاندی کوي. ښاغلی Scluter وايي: “د څیړنی راتلونکی ګام به د پوستکي د مورني حجری جوړول وي”.
“دغه موندنی داسی وړاندیز کوي چی د امبریو د مورني حجری څخه جوړ شوی پوستکی کیدای شي د هغو ناروغانو د سوځیدنی په درملنه وکارول شي کوم چی د پیوند لپاره انتظار باسي، پدی ډول پیوند کې د ناروغ د معافیت د سیسټم له خوا به د پیوند د رد کیدو خطر ډیرکم وي.”