د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خوست د محصلينوداتحاديي پرانستل

فاروق جان منګل 18.11.2009 09:41

دسه شنبې په ورځ ،چې دلړم دمياشتې له ۲۶ مې نيټې سره برابره وه ،دخوست ميديوتيک ټولنيزمرکزپه ودانۍ کې ديوې درنې ناستې په ترڅ کې نوموړې اتحاديې پرانسته وشوه .

په نوموړي غونډه کې ،چې يوشميرحکومتي مسوولينو،دپوهنتون استادانو،محصلينو،دشوراګانواودمدني ټولنې فعالينوبرخه اخيستې وه ،په پيل کې دخوست دعلماووشورا ريس مولوي محمدايوب هاشمي له خوا دپاک قران مبارک ايتونه تلاوت شول.

وروسته دخوست ميديوتيک ټولنيزمرکزمشرنجيب الله الوخېل دغونډې پيليزې خبرې وکړې،اوګډونوالوته يې دناستې اجندا ډاګيزه کړه .

نجيب الله الوخېل دنوموړي اتحاديې داړتيا اواهميت په تړاو وويل ،چې دامهال په خوست کې څلورتحصيلي اومسلکي اتحاديې عملاٌ فعاليت لري اوهرکال ورڅخه په لسګونوکسان دفراغت اوزده کړوسندونه لاسته راوړي ،چې بايدپه اړوندو مسلکونوکې دادارو اوموسساتوله خوا جذب شي.

دده په خبره ،داتحاديې تاسيس ددوی دکارموندې اوله حقه حقوقوڅخه ددفاع يوه ښه اواغيزمنه لاره ده .
ښاعلي الوخېل ،دهغو کسانوستاينه اويادونه وکړه ،چې دنوموړي مدني بنياددجوړولواودځوانانودراغونډولوپه کارکې يې پراخې هڅې کړي دي.

وروسته دموضوع په تړاو په وارسره دخوست ولايت داقتصاددريس اينجينرحميدشاه ،دخوست راډيوامرمحمدغفورمهيدي ،قومي مشرحاجي ناورخان فقير،دملي ډيموکراتيک انستيتوت مشرډاکټرنيازمحمدمندوزي ،نصيراحمدروښان ،استادګل شريف هڅانداوداتحاديې غړو په استازيتوب مديرمنګل خبرې وکړې اودليسانسه اومسلکي ځوانانوداتحاديې په ټولنيزارزښت يې ټينګاروکړ.
ويناوالوداتحاديې له چلوونکو وغوښتل ،چې نوموړې اتحاديه بايد نه يوازې دخپلوموخواوهدفونوپه تحقق کې رغنده اوجوړونکې ونډه ولري،بلکې دخوست ولايت په کچه په ټولوټولنيزواومدني فعاليتونوکې له نورونهادونوسره مرسته وکړي.

له ويناوووروسته نوموړې اتحاديه دپټۍ په پريکولوسره رسماٌ پرانستل شوه .

ديادونې وړده دامهال دخوست دليسانسه اومسلکي ځوانانواتحاديه شاوخواپنځوس غړي لري ،چې زياتره يې ليسانسه اويوشميريې په خوست پوهنتون ،ميونددلوړو زده کړو موسسې ،دخوست عبدلله خان تڼي دارلمعلمين اودحکيم تڼيوال دطبي انستيتوت دوروستي کال محصلين دي.