د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نمونیا (سینه بغل) له امله د مړینی مخنیوی

نظرمحمدکوچی 15.11.2009 04:24

ژباړن: نظرمحمد کوچی

سرچینه: روغتیا نړیوال سازمان

جنیوا/نیویارک د نومبر ۲ مه ۲۰۰۹

 

د نمونیا (سینه بغل) له امله د مړینی مخنیوی

د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) او د ماشومانو نړیوال صندوق (UNICEF) د ادارو لخواتر ۲۰۱۵ میلادي کاله پوری د سینه بغل له امله د ۵،۳ میلیونه ماشومانو د ژوند د ژغورنی لپاره یوه هراړخیزه تګلاره پلاره اچول شوی. دغه تګلاره د نومبر په دویمه نیټه خپره شوی.

سینه بغل د ماشومانو د مړینی یو ستر لامل دی. دغه ناروغي هر کال ۱،۸ میلیونه د پنځه کلنی څخه کم عمره ماشومانو د مړینی سبب ګرځي. ددغو مړینو د ۹۸ فیصدو څخه زیاتی پیښی په ۶۸ مخ پرودي هیوادونو (وروسته پاتي هیوادونه) کې پیښیږي. ددی سره سره چی ددغی ناروغی له امله د مړینو کچه دومره لوړه ده خو بیا هم ددغی ناروغی د مخنیوی او مجادلی لپاره مالي سرچینی ډیری کمی دي.

د نمونیا د مخنیوی او قابوکولو نړیواله اداره (The Global Action Plan for the Prevention and Control of Pneumonia-GAPP)) د راتلونکو ګامونو لپاره ځیني سپارښتنی کوي. پدغو سپارښتنو کې ځانګړي موخی ټاکل شوي چی څه ډول او په څومره بیه او په څه شمیر ماشومان ددغه ناروغی له آفته وژغورل شی. ددغو سپارښتنو یوه موخه عامه پوهاوي ده چی سینه بغل د ماشومانو د مړينی یو ستر سبب دی او دا اداره نړيوالو او د هیوادونو پالیسي جوړونکو، مرستندویه ادارو او مدني ټولنو باندی غږ کوي چی ددغه پلان د موخو د لاسته راوړلو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.

د WHO عمومي مشره داکتر Margaret Chan وايي: “دغه پلان د سینه بغل د کنټرول او مخنیوي لپاره تګلاره وړاندی کوي چی په اوسني وخت کې د نورو ناروغیو په پرتله سینه بغل د ماشومانو د مړینی ستر لامل دی.مونږ پوهیږو که چیری دغه تګلاره په ټولو اغیزمنو هیوادونو کې عملي شي نو مونږ به وتوانیږو چی د میلیونونو مړینو څخه مخنیوی وکړو.”

د یونسف د اداری اجرايي مشره Ann M. Veneman وايي: “سینه بغل د ۵ کلنی عمرڅخه په ټیټو ماشومانو کې د مړینی لوی لامل دی او هره ورځ د ۴۰۰۰ څخه زیات ماشومان ددغی ناروغی له امله مري. د سینه بغل له کبله د مړینی د مخنیوي اغیزمن ګامونه باید په پراخه توګه واخستل شي. په ځانګړي توګه هغه ماشومان چی تر خطر لاندي وي.”

د GAPP ددغه تګلاری د رپورټ خپریدنه په نیویارک کې د نمونیا د لومړنې نړیوالی ناستی سره چی د نومبر په دویمه نیټه ترسره شوه، سمون خوري.

د GAPP تګلاری دری بنسټیزی برخی لري:

۱: د هر یو ماشوم د ژغورنی لپاره باید داسی يو چاپیریال جوړ کړای شي چی په هغی کې د سینه بغل د پیښو خطر کم وي (چی هر ماشوم باید تر شپږو میاشتو پوری د مور شیدی وخوري، موازنه تغذي، د کم وزنه ماشوم د پیدایښت څخه مخنیوی، په کور دننه د هوا دککړتیا مخنیوی او د لاس پریمنځلو دودول).

۲: په سینه بغل باندی د ماشومانو د اخته کیدو مخنیوی (ددی ناروغی د اسبابو پر وړاندی واکسین لکه شری، توره ټوخله یا pertusis، streptococcal pneumonia، Haemophilus influenza او دغه راز د هغو ماشومانو درملنه چی د HIV په ناروغي اخته وي او د Zinc کارول په هغو ماشومانو کې چی په نس ناستي اخته وي).

۳: په سینه بغل اخته ماشومانو درملنه د غوره پاملرنی او ځانګړو انتی بیوتیکو په وسیله (په ټولنه، روغتیايي مرکزونو او روغتونو کې).

په ۶۸ یادو شویو اغیزمنو هیوادونو کې د GAPP د تګلاری د سپارښتنو د عملي کولو لپاره د ۳۹ ملیاردو امریکایی ډالرو اټکل شوی. د شپږو کلونو په موده کې اټکل کیږي چی کلنی مصرف به دوه چنده شي پدی ډول چی کلنی اړتیا به په ۲۰۱۰ کال کې ۳،۸ ملیارده وي حال داچی دغه شمیره د ۲۰۱۵ کال لپاره به ۸ ملیاردو ته ورسیږي.

د GAPP د ځانګړي تګلاری موخی چی تر ۲۰۱۵ کاله پوری باید تر لاسه شی په لاندینی ډول دي:

په پراخه توګه د اړینو واکسینونو او د مور د شیدو ورکړی په سلو کې ۹۰ ته ورسیږي، د نمونیا درملنی ته تر ۹۰ فیصده پوری لاس رسی او دا به ددی سبب شي چی د ۲۰۰۰ کال په پرتله په ماشومانو کې د سینه بغل د مړینی کچه به تر ۶۵ فیصدو پوری کمه شي او د شدیدی نمونیا پیښی به ۲۵ فیصدو ته راټیټه شي.