دکامې دياد غونډې لنډ راپور!

بلال شينوارى 13.11.2009 13:15

دننګرهار دکامې په ولسوالۍ کې داستاد محمداصف صميم په نوښت او هلوځلو دټولمنلي استادپوهاند ډاکتر مجاور احمدزيار او دوياړلي خوږژبي شاعر پيرمحمد کاروان ياد غونډه جوړه شوه دغونډې لپاره داستاد صميم بڼ ټاکل شوې و او دوړاندې نه دټاکل شوي مهال ويش له مخې غونډه دسهار په لسو پجو دقران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو پيل شوه وروسته داستاد صميم  تره  استاد عبدالحليم دکامې دسپين روبو په استازولۍ دغونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه  بيا دليکوال او تاريخ ليکوونکي محمدحسن ولسمل  دغونډې پرارزښت اونږدې خبرې وکړې بيا استاد محمداصف صميم هم لنډې خو له ارزښته ډکې خبرې وکړې او دپوهاند زيار او پيرمحمد کاروان  پر ادبي هلو ځلو رڼا واچوله بيا دننګرهار داطلاعاتو او کلتور ريس اورنګ صميم دغونډې په تړاو لنډې خبرې وکړې  وروسته دکابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون دپښتوژبې دغنامندۍ په لار کې داستاد زيار پر ګالليو زحمتونو او دغه راز دهغه پر راتلونکو کارونو رڼا واچوله تر ازمون وروسته دګوربت مجلې بنسټګر حفيظ الله غښتلي هم لنډې خبرې وکړې او د دا ډول غونډو جوړول يې ارزښتناک وبلل بيا دکابل پوهنتون استاد او دسياسي چارو کارپوه محمداسمعيل يون خبرې وکړې ويې ويل چې استاد زيار دپښتو ژبې لپاره درياضي په څير دقيق فورمولونه ايجاد کړي چې انکار ترې نه شي کيداې بيا لندن ميشتي شاعر او ليکوال افضل ټکور دتليفون پر ليکه له لندنه ددې غونډې دجوړيدو په اړوند دتليفون پر خورا خرابه ليکه لنډې خو ارزښتمنې خبرې وکړې بيا دواړو ښاغلو استاد زيار او درويش دوراني او دغه راز يون او ازمون ته داعزاز لونګۍ ورپه سر شوې بيا استاد زيا ر او پيرمحمدکاروان هم لنډې خو علمي خبرې وکړې او ددا ډول غونډو جوړلو يې دوې او ددوې په څير دنورو دحوصلو په لوړولو او پښتو ژبې ته دلا ډير کار کولو دژمنتيا لپاره ګټورې وبللې دغونډې تر لومړۍ برخې وروسته چې دويناو لپاره ځانګړې شوې وه دويمه برخه چې دمشاعرې لپاره بيله شوې وه دپيرمحمد کاروان له لورې په شعر ويلو پيل شوه ددغوندې ددريځ چارې واړه خو په تول پوره عبدالله نظامي پرمخ بيولې په مشاعره کې لال پاچا ازمون،عزت الله ځواب،شيرحسن کمالزي،ملوک رغون،اسدالله لاروي ،ببرک مياخيل،ډاکتر رودوال، شفيع الله تاند،هارون ناصري او ګنو نورو زلموشاعرانو خپل شعرونه واورول غونډه داستاد صميم او قاري عبداله له لورې پر چمتو شوې غرمنۍ پاې ته ورسيده ،تر غرمې وروسته دمازيګر پر څلور بجو دغونډې ګډونوالو دکامې پله ته په ورڅيرمه درې لارې کې دننګرهار دګمرک  ريس پر شخصي لګښت دجوړ شوي څلي پرانسته وشوه په دې څلي کې دکامې دفرهنګي سټو لکه محمد موسې شفيق،ديني سټو لکه  مراد علي صاحب زاده او دغه راز جهادي سټو لکه محمود زيرک يادونه شوې وه ،داستاد زيار اوپيرمحمد کاروان ياد غونډې ته دکونړ،لغمان او ننګرهار پر فرهنګيانو سربيره دپلازمينې کابل،خوست ،ګرديز،وردګو او کندهار نه فرهنګيانو برخه اخيستې وه


  • Dsc00902
  • Dsc00905
  • Dsc00907
  • Dsc00913
  • Dsc00914
  • Dsc00915
  • Dsc00917
  • Dsc00920
  • Dsc00922
  • Dsc00923
  • Dsc00924
  • Dsc00928
  • Dsc00929
  • Dsc00933
  • Dsc00935
  • Dsc00950
  • Dsc00952
  • Dsc00962


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.

15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر