د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دساينسي نړۍ څېړنې او اسلام

سيد سيف الرحمن هاشمي 09.11.2009 10:23

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دساينسې څېړنې د وړاندوينې له مخې د۲۱ دسمبر۲۰۱۲ كا سهار۱۱ بجې ۱۱دقيقو باندې به ځمكه لمر اوكهكشان په يوه لېكه كې راشي چې په نتيجه كې به په ځمكه باندې ډېرې لويي لويي اوښتونونو د رامنځته كېدو اندېښنه ده د زياتي مطالعي لپاره وګورئ : http:11www.maya.12.21.2012.com

داسې پېښه په ۲۶۰۰۰كالو كې يواځې يوځل پېښيږي دابه څنګه اوښتونونه وي او څه به كيږي؟ تاسې داهرڅه په بريښنايي ميډيا( انټرنيټ ) باندې په اسانه لوستلاى شئ وګورئ : www.122112.com تباكوونكې زلزلي دځمكي شكيدل دځمكې زياتره برخې ډوبيدل اوغرقيدل رامنځ ته كيداى شي دسونامې دطوفان په څير دځمكې په وچه برخه دسمندرونو راختل . دغرونو څخه دقدرتي اورونو پورته كيدل. ددې غرييزو سيمو څخه په اباديو پورې اورونه راتلل . دګټو اوتيږو باران ،دځمكې كره دسختې ګرمۍ اوتاو نا قابل برداش پورې لوړوالي داوبا مرضونو خوريدل دژوند داړو څيزونو دلاسته نه راوړل دجنګ جګړو په مسلسله توګه زياتوالي . اوداروپايانو په وينا دترهګرو يوه بله ستره راتلونكي حمله . داتومي وسلو استعمال دساينس پوهانو څيړونكو دوړاندوينو راتلونكي پيښي په ګوته شوي دي . ددې ټولو پيښو په نتيجه كې به ۸۰% نه تر۹۰% فيصده انسانانو دمړيني شميره رسيږي .

دمي يان تهذيب كوم حساب چې داينجينري اوفلكياتو كې ترټولو وړاندي دي اودكليز كلينډر هغه لوي حساب Great cycle چې په !!!! كالو مشتمل دي . ددې كليز (كلينډر) دحساب پيل ۱۳ اګست ۱۲۱۴ ق م څخه شوي دي او پاى يې ۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ښايي . ددې شميرنې له مخې سانسي څيړونكي وايي چې دGreat cycle دبشپړوالي سره به ځمكني نظام ختم شي اودځينو څيړونكو له نظره دانسانيت پاى به راشي . يعنى يو نوي دور به دانسانيت پيل شي .
دايو لوي زيري دي چې انسانيت يوې نوې دايري ته ورداخليږي ويل شوي دي چې دعسيانو موجوده پاپ به اخري پاپ وي دامريكااوسني اولسمشر بارك اوباما به اخيرنى امريكاني اولسمشروي
داوو دساينسي پوهانو اوڅيړونكو هغه وړاندويني چې نړيوالوته يې په ميډياهم وښودلي خوراځئ چې داوګوروچې اسلام ددې وړاندوينو په اړه څه وايي: رسول كريم صلى الله عليه وسلم ددې په اړه څوارلس كاله وړاندې څه راښودلي دي او كه دا ساينسي اټكلونه هسې انسانيت په وېره كې اچوي؟
دابه ترټولواړينه وي چې د الله اودهغه درسول حكمونه په هرڅه وړاندې كړو:
حضرت واثله رضى الله عنه وايي ماد رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي هغه مبارك وفرمايل :ترڅوپورې چې دغه لس نښې نه وي راڅرګندې شوې قيامت نه راځي
۱_ دځمكي ننوتلو يوه پېښه په ختيځ كې
۲_ يوه په لوديځ كې
۳_يوه په جزيرة العرب كې
۴_ دجال
۵_ لوګى
۶_ دعيسى عليه السلام راتلل
۷_ ياجوج ماجوج
۸_ دابة الارض
۹_ له لوديځ څخه د لمر راختل
۱۰_ دعدن له ژوروڅخه د اور راوتل چې خلك دمحشر لورې ته روانوي
طبراني ،حاكم ،ابن مردويه، كنزالعمال
كه چيرته په ۲۰۱۲كې د ساينسي پوهانو په انداو څېړنې په اساس كومه پېښه راولاړه شي نودپورتنې حديث شريف د روايت په بناء څلورنښې پوره شوې دي
درې د ځمكې د ننوتلو پيښې له دې رامالوميږي چې پوره پوره ښارونه به ځمكې كې غرقيږي ځكه چې وړې وړې پيښې د ځمكې پر مخ ډېرې راغلي دي
څلورمه پيښه د لوګي ده داهم د اتومي جنګونوله امله بشپړه كيږي او ياله اسماني افتونوله اړخه ، حضرت ابوهريرة رضى الله عنه روايت كوي فرمايي رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي قيامت ترهغې پورې نه راځي ترڅو دريا فرات له سرو زروڅخه ډك شي او ددې دلاسته راوړنې له پاره به سخته نښته منځ ته راځي دا جنګ به دومره د روند وي چې په سلوكې ۹۹به ووژل شي هريو به په اميد جنګيږي چې شايد زه ددې لاس ته راوړونكى شم ( مشكوة المصابيح)
عين ممكن ده چې ۲۰۱۲كې داپيښې هم پوره شي
حضرت دانيال عليه السلام د وړاندويو په اساس ۲۰۱۲كال به ديهوديانود پاي كال وي اود يهوديانو پوره خاتمه به د حضرت عيسى عليه السلام په لاس باندې وي له ده وړاندې به د امام مهدي عليه السلام ظهور وي ددع مبارك په لاسونوبه د بيت المقدس فتحه راځي ګويا لله دې نه رامعلومه شوه چې ديهودوخاتمه پيل ده داسې راښكاري چې ددې پيل ۲۰۱۱د يا۲۰۱۲ څخه به وي
راځئ چې د ابوهريرة رضى الله عنه د اثر يو اقتباس خلاصه راواخلو:
۱۴۰۰ هجري په منځنيو كلونوكې به دمهدي امين ظهور وشي امريكا به ګرده كفري نړۍ دوكه كړي او دمسلمان په خلاف به يې جنګ ته راټوله كړي دوي به دسب مجدون نومي غره سره نږدې راټول شي عيسايان دې جنګ ته ارمګډون وايي يو ډارونكى جنګ به وي مهدي عليه السلام به ( اتحادي ځواكونو) باندې يوه انتاهي تيز بريد وكړي دغه حمله به دتيزو تيرو نيزوبريد وي اسمان ځمكه او سمندر به ايره كړي او پر دوي به يې ډېرى كړي له اسمان څخه به افتونه راپريوځي اودځمكي په سر به په ګردوكافروباندې لعنت ويل كيږي الله سبحانه وتعالى به د كافرانو دقتلولو او دختمولو اجازه اعلان كړي ، د نور بشپړ تفصيل لپاره تاسې ( دجال ) د مفتي ابولبابه ، ( دريم نړيوال جنګ ) دهمدغه ليكوال كتاب دى چې چاپ ته تيار دى ( افغانستان دمهدي له ظهوره )د ابوعبيدالله اصف مجيد كتاب ولولئ
څېړنه : دپورتنې اقتباس څخه د ۲۰۱۲ پيښې ته څه ناڅه ګوته نيول كيږي كه چېرته لږ غور وشي څه وړاندوينې ريښتينې په لاس راځي
( ځمكه اسمان او سمندرونه به ايره شي او په دوي ډيرى شي ) له دې څه دا رامالوميږ ي چې دابه اتمومي بريدونه وي كله هم دښمن كولاى شي چې كومه بله نوې حملې لپاره بندوبست ولري او ځمكه اسمان او سمندرونه سره يو كړي،
( له اسمان څخه به افتونه رانازل شي ) داد الله تعالى مرسته ده چې دمسلمانانولپاره به وي
وګورئ ۲۰۱۲ كال دپيښو هغه وړاندويني چې تاسې ولوستلي
دحديث په بنا په دې جنګ كې به دومره خلك ووژل شي چې اندازه يې له دې څخه راڅرګنديږي وايي: كه چيرته ددې لاشونود بره نه يوه پرنده الوتنه پيل كړي هغه به په الوتنه باندې ستړي شي خو د مړو له پاسه به راپريوځي مړه به شي خو دمړو حد به تعين نه كړي
همداراز له اوس نه دامريكا دولت د پنځه لكه ايئر ټايټ كفنونوانتظام كړى دى ، دړوند دجال راتلل به د مهدي عليه السلام د خلافت په اووم كال وي داهم ويلاى شو ۲۰۱۲ كال دمهدي عليه السلام دراتګ كال متوقع دى دې پورته ساينسي څيړنو ته په پوره يقين سره نه شوويلاى چې كال به خامخا د ۲۰۱۲ كال دمهدي دخروج كال وي كېداى شي ۲۰۱۱كا ل يا ۲۰۱۲ كال يا له دې وړاندې هم راښكاره شي
هو داخبره په پوره ايمان او يقين سره كولاى شو چې كفري دجالي طاقتونه د دجال د راتګ لپاره په پوره تياريو بوخت دي او دېته زمينه مساعده وي چې دغه فتنه زر رامنځ ته شي يهوديان ډير سخت منتظر دي چې ددوي رهبر ( دجال ) د دوي دخلاصون لپاره كله راځي موږ ته لازمه ده چې ددې فتنې نه دبچ كېدو لپاره د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په هغو نسخو او ارشاداتو عمل وكړو چې ددې په اړه يې تدابير راښودلي دي :
د لته په لنډيز سره د څو اهمو خبرو يادونه اړينه ده !
۱_ دمرګ زيات يادول چې له دنيا څخه انسان څنګ ته شي
۲_ د الله تعالى ذكر كول ، دعا او مناجات
۳_ خپل ژوند په ساده ګي سره تيرول ، دعيش وعيشرت ژوند څخه ځان ژغورنه ، ساده خوراك د بازار له خوراك او څښاك څخه پرهيز كول
۴_ د علمااو نيكو خلكو مجلس اختيارول او له بدو بېكاره مجلسونوڅخه ځان ژغورنه
۵_ مجاهدينولپاره دعا كول اوهغه لښكر چې دمهدي عليه السلام دمرستې لپاره ځي د هغوي مرسته او ورسره تلل
۶_ دحلال رزق ګټل او خوړل
۷_ درزق قدر كول دخوراك ،څښاك څيزونوته په قدر سره كتل اوبې قدرې نه كول
۸_ دسهار اوماښام په دعاګانو باندې اهتمام كول په ځانګړې توګه سره لاندې دعاګاني په پابندى سره كول
الف : بسم الله الذى لايضر مع اسمه شئ فى الارض ولا فى السماء وهو السميع العليم
هرسهار اوماښام درې ځله
ب : رضيت بالله ربا وبا الاسلام دينا وبمحمد صلى الله عليه وسلم نبيا ورسولا
هر سهار اوماښام درې ځله
ج : اللهم نجعلك فى نحورهم ونعوذبك من شرورهم ( په دې دعا كې د دښمن دهلاكت نيت ضروري دى د دښمن دساتنې لپاره هره ورځ ۳۱۳ وارې لوستل يې ضروري دي
دسورة كهف وړمبي لس اياتونه هره ورځ سهار لوستل