د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انجنير خلیل الله مایار لنډ ژوندلیک

اداره 09.11.2009 07:42

يادونه: ټول افغان د انجنيير مايار له بلوګ څخه یو شمېر ليکنې په خپل لومړي مخ د علمي ليکنو په برخه کې خپرې کړي دي. دا دی اوس د انجنير صيب په خپل لاس ليکل شوی ژوند ليک هم درته وړاندې کوو تر څو دا ځوان عالم وپېژنﺉ. موږ له نورو عالمانو او مسلکي ملګرو څخه هيله مند یو چې د علمي ليکنو برخه په خپلو ليکنو بډايه کړي او وروسره خپل ژوندليکونه هم راولېږي تر څو یې خلکو ته وروپېژنو.
په درنښت،
د ټول افغان اداره
 

نــــوم می خلیل الله او ما یار تخلص کوم  او د پلار نوم مي  مې الحاج انجنیر لعلون دی.

كابو ۲۳ كاله وړاندې مي والیخیلو نومې سيمه كې دې نړۍ ته  سترګې رڼې كړې دي،والیخیل هغه سيمه ده ،چې دغزنې ولايت دمقرولسوالۍ په غرو رغوكې راتاوه شوې ده اولوى الله ورته يوه ځانګړې ښكلاوربښلی ده .

لومړنۍ زده كړې مې دشهيد محمدالله په لومړنې ښوونځۍ كې ترسره كړې ،تردې وروسته مې سلطان شهاب الدین عالي لېسې ته مخه كړه اوبلاخره مې له نوموړې لېسې څخه په لومړۍ درجه دبري پاڼه خپله كړه .

په همدغه كال مې سمدلاسه دكانكورپه آزموينه كې هم ونډه واخيستله دنوموړې آزموينې پايلې دكابل پوليتخنيك پوهنتون دساختماني پوهنځۍ ته بريالى ښودلى وم ،په نوموړي پوهنتون كې د ودانولو پوهنځي د صنعتي او مدنی ودانیو په څانگه  كې د پنځه کلنو زده كړو  په ترڅ کی د نوموړې څانگي د اړونده ټولگی اول نمره پاته شوی یم .او بلاخره یوه میاشت وړاندي مي له نوموړي پوهنتون څخه د سیول انجنیري په برخه کي د لیسانس سند(‌BSc)په داسي حال کي خپل کړ چي د تحصیلي نمرو اوسط مي کابو ٪۹۷ وو.

د رسمې زده کړو سربیره د کمپیوټر په برخه کې د بیلابیلو مسلکی او نامسلکی پروگرامونو او سافت ویرونو سره بلدتیا او لاس رسي لرم.

مورنۍ ژبه می پښتو او په دری او انگلیسي ژبو هم روانې خبري کوم.

دغه مې د ۲۳ كلنې دورې بېلابېل پړاونه وه ،چې ځينې مې درته په ګوته كړل، او له تاسو څخه هیله کوم چی دروان ژوند د بریاوو په اړه راته ډيرې دعاوې وكړئ .

په گران هیواد او ټوله نړۍ کی د اسلامې نظام د حاکمیت  او اسلامې قانون د پلي کیدو په هیله !

خلیل الله"مایار"

مقر

دبهأولحق بابا دغره هسکی څوکې 

د انجنير مايار بلوګ - سيول انجنيري