د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اې اېم اف او د افغانستان پر بيا ودانولو اغېزې

جاوېد صبوري 05.11.2009 10:56

اې اېم اېف (International Monetary Fund) يو نړېوال سهامي سازمان دى چې د خپل غړو هېوادونو په ځانګړي توګه د هغه هېوادونو چې د هغه هېوادونو چې د راكړې وركرې په نرخونو او تادياتو اغېزه لري، د اقتصادي سياستونو په څېړلو سره نړېوال مالي سېسټم څارنه كوي. اې اېم اېف په كال ۱۹۴۴ كې د ۱۹۳۰ لسيزې مالي كړكېچ بيا نه رامنځته كېدو په خاطر جوړ شو او اوس ۱۸۵ غړي لري. د دې سازمان مركز په واشنګټن ښار كې دى او تر ټولو زيات سهام چې ۱۷.۰۹ سلنه كېږي د امريكا متحدو ايالتونو په لاس كې دى. تر امريكا وروسته جاپان د شاوخوا ۶.۱۳ سلنه اسهامو په لاس كې لرلو سره په دويم كتار كې راځي. د دې ۲۰- پرمختللي هېوادونو مشرانو د ۲۰۰۹ كال د لندن په غونډې كې د نړېوال مالي كړكېچ سره د مقابلې په خاطر پرېكړه وكړه خپل خوځنده نقدي سرمايه ۵۰۰ ملياردو ډالر ته ورسوي.
هر كله چې بې وزلي هېوادونه د پور اخيستو لپاره نورې لارې بندې وويني نو بئا اې اېم اېف ته مخ اړوي او له دغه نړېوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه كوي. د بيلګې په توګه همدا اوس پاكستان د خپل ړنګېدلي اقتصاد د چلولو په خاطر له اې اېم اېف څخه شاوخوا ۶ مليارد ډالره پوروړى دى. خو د دې سره سره كله ناكله د اې اېم اېف د سختو سياستونو له امله مرستې يې نه يوازې چې ګټه نه كوي بلكې د مرسته اخيستونكي هېواد په تاوان تماميږي. په دې لړ كې د لاتينې امريكا هېواد ارجنټاېن په ۲۰۰۰ كال كې د نړېوال وجهي صندوق څخه د ۱۴ مليارد ډالرو پور اخيستو په بدل كې د نړېوال وجهي صندوق له لورې د سختو سياستونو څخه شكاېت وكړ او په ۲۰۰۱ كال كې د خپل پور د ستنولو توان په بشپړه توګه له لاسه وركړ.

د بېلګې په توګه اې اېم اېف له ارجنټاېن څخه غوښتي ول چې د آزاد بازار او د بودجې د كسر صفر ته رسولو سياست پلي كړي. او په دې ډول سره به د ارجنټاېن اقتصاد په چټكۍ سره پرمخ ولاړ شي، خو ټول كارونه د دې ادعا بلكل سرچپه وشول. په دې اړه ښاغلى داوود يار د اقتصاد استاد وايي چې په افريقايي هېوادونو كې هم تجربو ښودلې چې مرستې په زېربنايي كارونو كې نه لګول كېږي او دغه هېوادونه د ورځ په تېرېدو سره لاپسې پوروړي كېږي ځكه
اې اېم اېف د مرستو او پورونو په بدل كې خپل شرطونه لري چې پر پور اخيستونكو هېوادونو يې تحميلوي. او په هغه پروژو كې چې پوراخيستونكي هېوادونه يې غواړي خپلې مرستې د ځينو لاملونو له امله چې هغوى يې وايي نه لګوي.
له همدې كبله په وروستيو كلونو كې زياتره پور غوښتونكي هېوادونه د نړېوال وجهي صندوق پرځاى نړېوال بانكي سيسټم ته د پور اخستو لپاره مراجعه كوله.

ښايي د نړېوال وجهي صندوق يا اې اېم اېف تګلاره په افغانستان كې تر يوې حده بريالۍ وي. د انريګ ګلبريت، چې په افغانستان كې د نړېوال وجهي صندوق ځايي مسوول دى، په وينا دا سازمان هڅه كوي د افغانستان دولت سره د اقتصادي پلان او سياست جوړولو په برخه كې كار وكړي.

د چارواكو په وينا چې دا سازمان له تيرو څو كلونو راهيسې د افغانستان دولت سره د اقتصادي حالت د ښه كېدو په برخې كې كار كوي. د كارپوهانو په اند په هېواد كې يو له شته اقتصادي ستونزو څخه دا دې چې د نړېوالې ټولنې د مرستې يوه لږه برخه د افغانستان د دولت لخوا لګول كېږي.

د اې اېم اېف د مرستو په اړه ښاغلى ډاكټر داوود يار د اقتصاد استاد واي چې د نړېوال وجهي صندوق مرستې كولاى شي په افغانستان كې دوه ډوله اغيزې ولري. لومړى لنډ مهاله او بل اوږد مهال. په لنډ مهال كې دا مرستې كولاى شي چې يو اندازه اقتصادي ودې ته چټكتيا وركړي چې البته دا هم دې سره تړاو لري چې مرستې چېرته په كار اچول كېږي. كه چيرې دا مرستې د دولتي كاركوونكو د معاشاتو په وركړې او داسې نورو برخو كې لګول كېږي بيا په لڼد مهال كې كولاى شي يو اندازه د عاېد لامل شي خو په اوږد مهال كې موږ لا پسې پوروړي كېږيو. كه په اوږد مهال كې ووينو، كه چيرې دا مرستې د زېربنا په برخه كې په كار واچول شي نو كېداى شي د دې پانګې اچونې له امله نه يوازې وكولاى شو په راتلونكي كې پورنه بيرته وركړو چې نور عاېد هم لاسته راوړو.