د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

منرالي اوبه څه شی دی؟

انجنیر ستانه مير زهير 03.11.2009 10:53

له (زلزله) ويبلوګ څخه

منرالی اوبه په عام مفهوم تر ځمکې لاندی د اوبو يو ډول دی. د تعريف په باب يې پوهان بيل بيل نظرونه لری او د ويش په اړوند يی هم يو نظرنه شته .

تر ځمکې  لاندی ټولې ا وبه په بيلو بيلو کچو سره منراليزيشن يا محلولی مالګی او غازونه لری. خو منرالی اوبه هغو اوبو ته ويلی کيږی چی بالنيو لوجيکې ١٦  ځانګړنی ولری.

همدا راز ځينې نور پوهان د منرالی اوبو تعريف په دی ډول کوی:

منرالی او به هغو اوبو ته ويلې کيږی چې په خپل منراليزيشن سره دانسان پرارګانيزم باندی فيزيو لوجيکې اغيزی ولری، په اوډنه کې غاز ولری،  فعال ميکروعناصر په کی ګډوی، درا د يو اکتيوی عناصر، قلويت، تيزابيت او لوړ تودوالی ولرۍ.

 د بالينولوجی( درملو) له پلوه په منرالی اوبو کې د اوسپنی، ارسنيک، ايوډين او برومين ګټور ايونونه  موجود دی. هغه منرالی اوبه چی په ليتر کې تر ١٥ ګرامو زيات منرالی مواد ولری د څښاک له پاره کارول کيږي.  همدا راز منرالی اوبه د فعالو بيولوجيکې عناصرو دشتوالی له پلوه هم پر کار بونيکو، سلفر هايدروجنی، اوسپنيزو، برومينی، ايوډنی، سليکاتی او داسی نورو ويشل کيږي.

 هغه منرالی اوبه چی منراليزيشن ېی په ليتر کې تر ٢٥٠ ګرامو زيات وی،  دځان  مينځلو په  بڼه د درملو په توګه کارول کيږی. همدارنګه  د روغتيا يی مو خو له پاره زياتره هغه منرالی او به ګټوری ګڼل کيږي چی په خپله اوډنه کې بيل بيل غازونه ولری.

 د بالنيولوجيکې  ځانګړنو له مخې، منرالي اوبه ځانته ځانګړی ويش لری خو په نړی کې تر ټولو غوره او بشپړ ويش، روسي پوهانو. و. و ايوانوف اود ګ. ا. نيورايف ويش دی چې په  ( ١جدول  ) کې ښودل شوی دی.

 همدا رنګه په منرالی اوبو کې د ځينو عناصرو ونډه، په بيلو بيلو هيوادونو کې په بيل سټندرد سره ښودل شوی ده. موږ دلته د روسېي سټندرد  هغه برخه راخلو چی په منرالی اوبو کې د بيلا بيلو  عناصرو د شتون کچه ښيی:

امونيم په ليتر کې ٢،٠  ملی ګرامه، نيتريت په ليتر کې ٢،٠ ملی ګرامه، نيترات په ليتر کې ٥٠،٠ ملی ګرامه، وانديم په ليتر کې ٠،٤ ملی ګرامه،  سيماب په ليتر کې ٠،٠٢ ملی ګرامه، سرپ په ليتر کې ٠،٣ ملی ګرامه، سيلنيم په لتير کې ٠،٠٥ ملی ګرامه، کروم په ليتر کې ٠،٥ ملی ګرامه، سيماب په ليتر کې ٠،٠٢ ملی  ګرامه، فينول په ليتر کې٠،٠٠١ ملی ګرامه، يورانيم په ليتر کې ٠،٥ ملی ګرامه، راديم په ليتر کې ١٠- ١٠×٥ ګرامه، غير فلزی ارسنيک په درملی اوبو کې په ليتر  کې تر ٣،٠ ملی ګرامه پوری او دبوتلی ( څښاک )  اوبو له پاره په ليتر کې تر ١،٥ ملی ګرامه پوری او دعضوی مواد و مجموعی برخه په درملی اوبو کې په ليترکې بايد تر ٣٠ ملی ګرامو زياته وي  او د بوتلی اوبو له پاره په ليتر کې بايد تر ١٠ ملی ګرامو زياته وي.

 د يادونی وړ يی بولو چی د اوبو يو  ډول کيدای شی د څو ځانګړنو له مخی په څو ډوله  منرالی اوبو پوری وتړل شی: ځکه تر اوسه پوری په نړۍ کې د مځکپوهانو او هايدرو مځکپوهانو له خوا داسی مطلقی  ځانګړنی نه دی ټاکل شوی چی د ټولو پوهانو د نظريو، يووالی دی په کې موجود وی او دهغو له مخی دې  موږ وکولی شو چی عينی ويش منځ ته راوړو. خو بيا هم په نړی کې  د ځانګړو  منرالی اوبو زيات څرګند ډولونه د (١) جدول نه وروسته مطالعه کړی
د بالينولوجيکې ځانګړنو له مخی د و. و ايوانوف او ګ. ا. نيورايف ويش.

(١ جدول)
غوره څانګړنې د ارزښت نښی او د اوبو نوم
منراليزيشن په ليتر کې تر ٢،٠ ګرامو لږ – د ضعيف  منراليزيشن اوبه
په ليتر کې ٢،٠ –  ٥،٠  ګرامه – د لږ منراليزيشن اوبه
په ليتر کې ٥،٠ –  ١٥،٠ګرامه – دا وسط منراليزيشن
په ليتر کې ١٥،٠ –  ٠، ٣٥ ګرامه -  د لوړ منراليزيشن
په ليتر کې ٣٥،٠ – ١٥٠،٠ ګرامه – مالګينی اوبه
په ليتر کې تر ١٥٠  ګراموزيات – زيات مالګينی اوبه
کاربن ډای اکسايډ
2 Co په ليتر کې ٠،٥ – ١،٤ملی ګرامه  - ضعيفی کاربونيکې ا
په ليتر کې ١،٤ – ٢،٥ ګرامه -  د منځنی کاربونيکې
په ليتر کې تر ٢،٥ ګراموزيات – قوی کاربونيکې اوبه
هايدروجن سلفر H2S  په ليتر کې ١٠،٠ –    ٥٠،٠ملی ګرامه – ضعيفی سلفيټی
په ليتر کې ٥٠،٠ –  ١٠٠،٠ملی ګرامه – منځنی سلفيټی اوبه
په ليتر کې ١٠٠ – ٢٥٠ ملی ګرامه – زياتې سلفيټی اوبه
په ليتر کې ٢٥٠ ملی ګراموزيات – خو را زيات سلفيټی اوبه
په ليتر کې تر ٦،٥ لږ pH – هايدروجن سلفری اوبه
په ليتر کې تر ٦،٥ -٧،٥ هايدروجن سلفر – هايدرو سلفيتی
په لتير کې تر ٧،٥ زيات pH – هايدرو سلفيټی اوبه
ارسنيک As  په ليتر کې ٠،٧ – ٥ ملی ګرامه – ارسينکې اوبه
په ليتر کې ٥ – ١٠  ملی ګرامه زيات ارسينکې اوبه
په ليتر کې تر ١٠ ملی ګرامه زيات – خورا زيات ارسينکې
اوسپنه Fe  په ليتر کې ٢٠-٤٠ ملی ګرامه – اوسپنيزی اوبه
په لتير کې ٤٠-١٠٠ ملی ګرامو زيات – زياتې اوسپنيزې اوبه
په ليتر کې تر ١٠٠ ملی ګراموزيات – خورا زياتی او سپنيزی
برومين Br
ايوډين I
سليکان Si
رادونRn  په ليتر کې ٢٥ ملی ګرامو زيات –بروميني اوبه
په ليتر کې تر ٥ ملی ګرامو زيات – ايوډينی اوبه
په ليتر کې تر ٥٠ ملی ګرامو زيات – سليکاتی اوبه
٥٠-٤٠٠ امانه – ضعيف رادونی اوبه
٤٠٠ – ٢٠٠٠امانه – د منځنی تراکم رادونی اوبه
تر ٢٠٠٠ امانوزيات – قوی را دونی اوبه
داوبو تعامل(pH) تر ٣،٥ زيات – قوی تيزابی اوبه
٤،٥-٥،٥ – تيزابی اوبه
٥،٥ -٦،٨ – ضعيفې تيزابی اوبه
٦،٨ – ٧،٢ – خونسا اوبه
٧،٢–  ٨،٥ – ضعيفې القلی اوبه
تر ٨،٥ زيات – القلی اوبه
تودوالی د سانتی ګراد تر ٢٠ درجو_ لږې سړی اوبه
د سانتی ګراد ٢٠ – ٣٥ درجی – تودې اوبه
د سانتی ګراد ٣٠-٤٢ درجی –  سرې اوبه
د سانتی ګراد تر ٤٢ درجو زيات – ايشنا و يا ايشيدلې اوبه