د جنسي تمایلاتو کمی
03.11.2009 10:46لاملونه:لاندیني سببونه د جنسي تمایلاتو د کمی سبب کېږي.
۱-په لویانو(ښځه او نر) کې پان هایپوپچوېټرېزم (Panhypopituitarism) او په ښځو کې تر ماشوم زېږونې وروسته د دوراني شاک په وخت کې د نخامیه غدې د شریاني ترمبوز له کبله د جنسي هارمونونو د کمی له امله جنسي تمایلات له منځه ځي.
۲-د عمر زیاتوالی: د عمر زیاتوالی د جنسي هارمونونو (په نارینه وو کې د ټسټوسټېرون او په ښځو کې د ایسټروجن ) د کمښت او نا انډولتوب سبب ګرځي.
۳-روغتیایي او رواني ستونزې.
۴-د تایرایډ د غدې د فعالیت کموالی.
۵-د شکرې او د زړه ناروغۍ.
۶-د جنسي ملګرو نه توافق.
۷-د جماع له پاره د یوه مناسب چاپېریال نشتوالی (لکه ډارېدل، ډېره سړه یا ډېره ګرمه هوا ).
۸-د جنسي ملګرو تر منځ د عمرونو تفاوت.
۹- جنسي ملګري یو د بل تر تاثیر لاندې راتلل.
د نارینه وو د جنسي عمل پړاوونه:
۱-د قضیب جګېدنه.
۲-د پاراسمپاتیک اعصابو د فعالیت په وسیله د لوبریکېشن مرحله.
۳-د مني په واسطه د احلیل تر ډکېدو وروسته حسي سګنالونه د نخاع د سکرل برخې ته وړل کېږي او د انزال (د مني خارجېدل ) سبب کېږي.
د ښځو د جنسي عمل پړاوونه:
۱-د مهبل (شرم ځای ) نه د مایع راتلل.
۲-جنسي غړو ته د وینې د جریان د زیاتېدو له وجې د جنسي غړو پړسوب.
۳-د کلېټورس پړسوب او نعوذ.
۴-د زړه ضربان زیاتېدل.
۵-د تنفس سریع کېدل.
۶-د سترګو نه د اوښکو راتګ.
۷-په غړو کې د لړزې پیداکیدل.
۸- د تیونو د څوکو کلک کېدل.
»د پورتنیو نښو نښانو تر پیداکېدو وروسته که دخول وشي په پایله کې د دواړو لوریو د غوښتنو د پوره کېدو او قناعت سبب کېږي.
د مجامعت نه مخکې د تنبیه کولو او تمایل پیداکولو طریقې:
۱-نورو ښځو/نارینه وو سره د جنسي اړیکو نه ځان ساتل خپلې ښځې/مېړه ته جنسي تمایل زیاتوي.
۲-د مجامعت له پاره د دواړو لوریو توافق او مناسب چاپېریال.
۳-دواړه لوري د مجامعت له پاره روحاً او جسماً آماده وي.
۴-د بې خوبۍ او سټړیا د رفع کېدو نه دې وروسته کوروالی وشي.
۵- د مجامعت نه مخکې دې دواړه لوري په فکر او خیال کې جنسي عمل راوړي.
۶- د مجامعت نه مخکې دې دواړه لوري یو بل ته جنسي کیسې او د مینې خبرې وکړي.
۷- د چاپېریال (خونې) د تودوخي درجه دې د بدن د تودوخي د درجې سره متناسبه وي.
۸- د نارینه په قضیب (شرم ځای) او ورنونو کې او د ښځو په کلېټورس او ورنونو کې لاس وهل عصبي سګنالونو پیداکوي او د جنسي غوښتنې د پیداکېدو لامل کېږي.
۹-د بدن او پوستکي تماس او د جنسي ملګري/ملګرې د بدن د تودوخي احساسول د جنسي تنبیه سبب کېږي.
۱۰-د غومبورو (اننګو) او غاړې ښکلول، د تیونو د څوکو رودل،غوږونو د نرمیو او د شونډو زبېښل د جنسي تنبیه سبب کېږي.
۱۱- ویټامینونو او ښو خوړو استعمال (ویټامین اي، بي، غوښه، شات، خورما، خټکی، انګور....)
۱۲- د جنسي هارمونونو اخستل، د ټسټوسټېرون پچکارۍ د سړو له پاره.
د پورتنیو لارښوونو د انجام او د تنبه کېدو د نښو نښانو تر پیداکېدو وروسته( چې مخکې یې یادوونه شوې) که دخول وشي پایله به یې د دواړو لوریو د غوښتنو د پوره کېدو او قناعت سبب شي. ستاسو د روغتیا په هیله.