د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سړک‌‌ ډیزاین

انجنير خليل الله مايار 03.11.2009 09:41

د انجنير خليل الله مايار له بلوګ څخه په مننه

دهلمندپه ولايت كې دمركزلشكرګاه څخه ترنادعلي ولسوالي

      پورې د ( 6km) سرك طرح اوډيزاين.

--------------------------------------------------------------

د یادونې وړ ده چي نوموري پروژه د ننګرهار پوهنتون د انجنیرې د پوهنځۍ د ۱۳۸۸ کال د فارغ التحصیل انجنیر سیف الله په زیار چمتو شویده. 

----------------------------------------------------------------------

لومړۍ برخه

د سړک په باره کې عمومي معلومات

General Information about Road

سريزه:

     لكه څرنګه چې هركال دننګرهارپوهنتون دانجنيري پوهنځۍ دسيول څانګه دنوموړې څانګې دلسم سمستردپركتيك يا عملي كارددورې څخه وروسته هرمحصل ته په ځانګړي ډول دديپلوم ددفاع پروژه سپاري،چي په همدې لړۍ كې ېې ماته هم د هلمند په ولايت كې دلشكرګاه-نادعلي ترمنځ د( 6km )سرك دطرحي اوډيزاين پروژه راسپارلې ده.

     د معمول مطابق ما نوموړې پروژه په دوه برخوكې اجرا كړيده چې لومړي ېې ګرافيكي لستونه دي چي په هغه كې د سرك مختلفې برخې دمثال په ډول دسرك هندسي اجزاوې لكه: ګولايي سوپر اليويشن اونور،دسرك ساختمانونه لكه پلچك، پل،كازوې اونور، دسرك تكنالوژيكي پروسې دسرك ساحوي پلان، دسرك دكار دنيرو منظم ګراف او جنتري پلان اوداسې نورشيان ښودل شويدي دوهمه برخه ېې تشريحي اوراق دي چې په هغه كې په عمومي ډول دسرك په تاريخي تكامل اقسامو عمومي معلومات اوپه خاص ډول زما دپروژې اړوند سرك په باره كې معلومات، دهغه دساختمانو- نو دډيزاين محاسبات، دتخنيكي چارو اوماشينري په باره كې معلومات دبې خطره تخنيك په باره كې معلومات او بالاخره دنوموړي سرك مالي او براوردي محاسبات اجرا شوي او ښودل شويدي.

سرك جوړونه

Road Construction

 

 

د سر خبرې :دا يو منلي حقيقت دي چي ديو هيواد اقتصادي، اجتماعي ، سياسي او فرهنګي پرمختياو كې دسركونو موجوديت ټاكونكي نقش لري.

          ټول انتقالات دلارو پواسطه صورت نيسي چې دالارې كيداي شي هوائي، بحري او يا ځمكنۍوي  زمونږ موضوع ځمكنۍ لارې دي چې دنورولاروپه نسبت ډيرې مؤثرې دي ځكه چې ټول توليد شوي څيزونه كه صنعتي وي اوياتجارتي، ديوځاي څخه بل ځاي ته دهغوي انتقالات دلارو په واسطه  صورت نيسي.

په يوهيوادكې دانتقالاتو ديودرست سيستم موجوديت دهغه هيوادداقتصادي او صنعتي پرمختياوواساسي معيارجوړوي، په همدې لحاظ داساسي سركونوموجوديت اودانتقالاتونور مؤثروسايل دمحصولاتولګښت راټيټوي، ځكه چې داجناسودانتقال مصارف اولګښت دهغوي په قيمت كې ديومؤثرضريب په توګه رول لوبوي. علاوه داقتصادي، زراعتي، صنعتي او تجارتي ساحوڅخه په نظامي ساحه كې خاصتاّّدسرحداتو په ساتنه كې يوه اساسي اوداهميت وړنقطه ده.

سرك دبشرپه ژوندانه كې يوه فوق العاده مهمه وسيله ده چې بايد په فني ډول طرحريزي شي اوبياوروسته په صحيح اوسالمه توګه دهغه حفظ او مراقبت ترسره شي.

متاًسفانه چې زمونږپه هيوادكې دپاخه سركونوعدم موجوديت، دكليواوښارونوترمنځ مناسبات كمزوري كړيدي، زراعتي پيداوارښارونوته په ډيرومشكلاتوانتقاليږي اوياضايع كيږي چې دهيواد په اقتصاد باندې زيات تاثيرات لري.

 

سرك جوړونه  (Road Construction)

دسيول انجنيري   (Civil Engineering)دډيروعمده څانګوڅخه يوهم سرك جوړونه ده، چې په هغه كې دسروې طريقې (Survey) ، مسير(Alignment)  ، پلان (Plan)  ، ساختمان (Construction)  اومراقبت (Maintenance)  تربحث او مطالعې لاندې نيول كيږي.

ددې لپاره چې مسافرين په كم وخت اومستريح ډول خپلوموردنظرځايونوته ورسيږي  د عراده جاتوڅخه په محفوظ ډول او كمومصارفواستفاده وشي د محفوظ اواقتصادي سركونوجوړولوته ضرورت احساس كيږي.

 

ســــــــــــــــــړك  (Road)

سرك دهغه سختمان څخه عبارت دي چې دخلكو دآسانتياووپه منظورديوځاي څخه بل ځاي ته داشخاصو اواجناسودانتقال لپاره ورڅخه استفاده كيږي. اويا په بل عبارت سرك دهغه افقي ساختمان څخه عبارت دي چې دعراده جاتو دتګ راتګ لپاره ورڅخه استفاده كيږي.

دوسايطو دتلوراتلوحالت ته په سرك باندې ترافيكي حجم(Traffic Volume ويل كيږي

په يوهيوادكې دسرك موجوديت په بدن كې دوينې درګونوحيثيت لري چې پرته له رګونو څخه وينه په بدن كې نشي چليدي همدارنګه كه سرك نه وي هلته دبشري ټولنې اړتياوې نشي پوره كيداي نوويلي شو چې سرك دهرهيواددتمدن او پرمختګ څرګنده نښه ده.

 

دســركسازي د انجنيري اهـداف

Objectives of Highway Engineering

سركسازي دسركونودټولوډولونودطرحريزي، ساختمان اودايمي حفظ اومراقبت څخه عبارت دي، سركونه كولي شو په هموارو ساحو ، غوڼډيواو غرنيوساحوكې په مختلفوجهتونو دعمودي اوافقي ګولايي ګانو په طرح كولو سره جوړكړو.

دسرك انجنيري لاندې ساحې په بر كې نيسي:

  1. دسرك جوړولو لپاره پانګه اچونه اواداره
  2. دسرك اقتصادي مطالعات
  3. هغه موادچې سرك ورڅخه جوړيږي او دهغوي امتحان
  4. دترافيكو دحجم سروې
  5. دسرك ساختمان
  6. دسرك پلان او براورد

 

دسرك اهميت Highway Importance

له تاريخي پيښواوبشرڅخه داسې نتيجه ترلاسه كيږي چې دمواصلاتي كرښواولويو لارو وده اوپراختيا دزيربنا په توګه دفرهنګي، سوداګري، اقتصادي، دټولنې دګډيدو، دښارونو دپيوستون، صنعتي مركزونو، دقبيلواوپرګنودګډيدو،كلتوري او اداري حالت په انكشاف كې ارزښتمن رول لري.

څرنګه چې افغانستان په وچه كې پروت دي ، يعنې بحري لارې نلري او يوغرنى هيواددى ، دلويو لاروپراختيا اوودې ته پكې زياته پاملرنه په كارده، ځكه چې ديوې منظمې مواصلاتي شبكې دشتوالي پرته هراړخيز اقتصادي پرمختګك ناشونى دى.

          لوېې لارې څواړخيزې ګټې اوارزښتونه لري اوپه اقتصادي برخه كې مركزي نقش لوبوي.

 

دســركونوتــــاريخي تكامل

Historical Development of Road

په ډيروپخوازمانوكې چې موټرونه لانه وواختراع شوي ، دخلكوتګ راتګ ديوې منطقې څخه بلې منطقې ته په پياده اوپلي شكل صورت نيوه چې ددې كارلپاره پياده لارې چې دكم عرض لرونكې وې جوړيدې.

          وروسته له هغې چې كراچي ګانې اوګاډۍ كومې چې دحيوانات پواسطه كش كيدلې اختراع شولې خلك مجبورشول چې دهغې لپاره داسې لارې چې عرض ېې زيات او سطح ېې همواره وي جوړې كړي.

          دسرك جوړونې فن اوهنردلومړي ځل لپاره په روم كر رامنځ ته شو او دروم خلكو په سرك جوړونه كې خاص مهارت درلود، كله به چې موټرونه په ډيرزيات سرعت په خاورين سركونو تيريدل نو ډيرزيات ګرد اودوړه به په خاورين سركونو توليد كيدله او همدارنګه داورښت په وخت كې به ډيرې زياتې خټې جوړيدلې چې دترافيكو په ليږديدنه كې به سكتګي را منځ ته كيدله بناً په مروردوخت خلك په دې لټه كې شول ترڅو داسې سركونه جوړكړي چې محكمه  اوكلكه سطح ولري چې بالاخره قير  Bituminous Roads  او كانكريټي سركونه يا Concrete Roads  رامنځ ته شول چې نن ورځ ېې زيات وسعت پيدا كړىدى.

          پخواني سركونه په لاندې ډولونو جوړيدل:

  1. رومن سركونه                                   Roman Road Construction
  2. ترسكويټ سركونه                          Tresuquet Road Construction
  3. تيلفارد سركونه                                Telfards Road Construction
  4. ميكاډم سركونه                              Macadam Road Construction

 

اساســـــــــي تعريفونه  (Basic Definitions)

  1. دسرك مؤثرعرض (Carriage Way) : دسرك هغه برخه ده چې دعراده جاتو دتګ راتګ لپاره په پاخه ډول جوړيږي.

  2. دسرك شانې  (Shoulders) : هغه ځمكه چې دمؤثرعرض carriage way دواړوخواوته دتخريب څخه د carriage way دحفاظت په خاطر، دعوارض لرونكو عراده جاتو دترميم لپاره، دسرك دترميم په صورت كې د اضافي موادو دانباركولولپاره اوهمدارنګه دپياده رو لپاره په معينو اندازو (1.5-2.0m) سره نيول كيږي دسرك دشانې يا shoulder څخه عبارت دى.

  3. دسرك حدود  (Right of Road) : هغه ځمكه چې دسرك دمسير لپاره په نظركې نيول كيږي چې په هغه كې دسرك مؤثرعرض يا carriage way ، دسرك شانې يا shoulders پياده رو، ويالې يا Drainage ، دونوكينولوځاي اواضافي ځمكه دسرك دوروستني انكشاف لپاره پكې شامليږي دسرك دحدودو په نامه ياديږي.

  4. دسرك ظرفيت  (Road Capacity) : دسرك په يولين باندې دترافيكو مجازاعظمي حد په يوساعت كې دسرك دظرفيت څخه عبارت دى. دسرك ظرفيت د سرك دعرض، دسرك دلينونو تعداد او دګولايي دشعاع په تعينولو كې مستقيم تاثير لري.

  5. دسرك ميلان  (Road Gradient ) : دسرك ميلان  دسرك دطولاني ميل څخه عبارت دي چې دځمكې په نوعيت، دترافيكونوعيت اودسرك په موقعيت پورې اړه لري.

دســـرك صنف بندي   (Classification of Road)

1-دسرك صنف بندي دوسايطو دحجم له مخې

-   كم ترافيك لرونكي سركونه (Low Traffic Volume Road) چې تر 400 vehicle/day ترافيك ولري.

-  متوسط ترافيك لرونكي سركونه (Medium Traffic Volume Road) چې د 400-1000 vehicle/day  ترافيك ولري.

-   زيات ترافيك لرونكي سركونه (High Traffic Volume Road)  چې د 1000 vehicle /day څخه زيات ترافيك ولري.

2-دسركونو صنف بندي دخطونو دتعداد له مخې

-   يولينه سركونه  (Single Line Road)  چې صرف يوه واسطه په ېو وخت كې ورڅخه تګ او راتګ وكړي شي.

-   دوه لينه سركونه                   Double Line Roads

-   درى لينه سركونه                     Three Line Roads

-   څولينه سركونه                        Multi Line Roads

3-دسرك صنف بندي دوسايطودحركت دسمت له مخې

-   دوه طرفه سركونه  (Two Way Roads)  چې په هغه كې وسايط په دوه مخالفو جهتونو تګ راتګ كوي.

-   څولينه دوه طرفه سركونه  (Multi Line Two way Roads) څوموازي دوه طرفه سركونه دي چې دشنې ساحې پواسطه سره جداكيږي.

4-دسرك صنف بندي دساحې دنوعيت له مخې

-  هموارسركونه            Plan Area Roads

-   غرني سركونه                     Hill Roads

5-دسرك صنف بندي دقيمت دنقطې له مخې

-   ارزان قيمت سركونه  Low Cost Roads لكه خاكي سركونه،جغل دار...

-   متوسط قيمت سركونه  Medium Cost Roads لكه اسفالت شوي سركونه

-   قيمت سركونه  High Cost Roads  لكه كانكريټي سركونه

6-دسرك صنف بندي دموقعيت له مخې

-   ملي سركونه (National Highway) چې يو مملكت دګاونډيو هيوادوسره وصلوي.

-   ايالتي سركونه  (State Highway)  چې ديومملكت لوي ښارونه سره ونښلوي.

-   دولسوالي سركونه (District Roads) چې دهيوادواړه ښارونه سره وصلوي.

-   كليوالي سركونه ( Village Roads) چې يوكلي دبل كلي سر وصلوي.

د دې ليکنې دویمه او دريمه برخه د انجنير خليل الله مايار په بلوګ کې ولولﺉ.