د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وینه لږی يا کمخوني (Anemia)

فضل محمود فضلي 31.10.2009 16:54

ژباړه: فضل فضلي


وینه لږی په نړی کې د تغذي تر ټولو ستره ستونزه بلل کیږی. دا ناروغي ځوانی ښځی، او واړه ماشومان ډیر اغیزمن کوي.
دغه راز په هرو شپږو ښځو کې یوه ښځه د ۸۵ کلنی څخه وروسته پدی ناروغی یوه اخته کیږی. پداسی حال کې چی انیمیا پخپله نیغ په نیغه د ژوند لپاره ګواښ ندی خو کیدای شی په بدن کې د یوی بلی خطرناکی ناروغی یوه نښه وی.
د ۶۵ کلنی څخه وروسته په هرو پنځو کسانو کې چی د اوسپنی د کموالي په انیمیا تشخیص کیږی یو کس د کولمو خطرناکې ناروغی لری. داوسپنی د کموالي انیمیا د ټولو انیمیا ګانو په پرتله عامه ده.
انیمیا څه شی دی؟
پدی ناروغی کې وینه نشي کولی چی د بدن انساجو ته په کافی پیمانه اکسیجن ورسوي. دا کیدای شي د وینی د حجرو د کموالی له کبله وی او یا د وینی د سرو حجرو د هیموګلوبین دکمښت له کبله وی.
د وینی حجری دهډوکو په ماغزو کې جوړيږی او په منځني توګه وروسته د څلورو میاشتو څخه له منځه ځي. کله چی د وینی د سرو حجرو دغه د جوړښت او تخریب موازنه له منځه لاړه شي نو انیمیا منځته راځی- پدی ډول چی یا د هډوکو په ماغزو کې د سرو حجرو تولید کم وي او یا د وینی حجری په چټکی سره تخریبیږی او یا ضایع کیږی.
د انیمیا لاملونه پلاندی ډول دي:
• د هډوکو په ماغزو کې ستونزه
• د اوسپنی کموالی – اوسپنه د هیموګلوبین د جوړښت یو مهم عنصر دی
• د ویټامین B12 او فولیک اسید کمښت ـ دواړه ویټامینونه د وینی د سرو حجرو په تولید کې اړین دي.
• د وینی د لاسه ورکول – لکه په ښځو کې میاشتنی عادت، په بدن کې داخلي خونریزی چی د بیلابیلو ناروغیو له امله منځته راځی.
• انتانی ناروغی لکه ملاریا
د انیمیا کوم ډول ډی عام دی؟
د انیمیا تر ټولو عامه بڼه د اوسپنی د کموالي له امله منځته راځی. د اوسپنی کموالی د هډوکو په ماغزو کې د سروحجرولپاره د هیموګلوبین د جوړیدو څخه مخنیوی کوی. دا ددی لامل ګرځی چی جوړ شوي سری حجری واړه او بی رنګه وی او د اکسیجن د انتقال وړتیا ونلری.
ستونزه کیدای شي په خوړو کې د اوسپنی د کموالي له امله هم منځته راشي – د اوسپنی ښی سرچینی میوی، حبوبات لکه لوبیا او غوښه دی. دغه راز کیدای شی ستونزه په کولمو کې وي چی کولمی ونشي کړای په ښه توګه اوسپنه جذب کړی د بیلګی په ډول د Coeliac په ناروغی کې- پدی ناروغی کې هاضمه د ګډوډی سره مخامخ کیږی.
خو د اوسپنی د کموالي انیمیا د عادي حالت څخه په زیاته پیمانه په چټکی سره د اوسپنی له لاسه ورکول دي لکه په شدیدو او دوامدارو خونریزیو کې. بیلابیلی ناروغی د اوسپنی ددی ډول له لاسه ورکولو په لاره کې رول لوبوي. هغه ناروغی چی د دوامداری او اوږدمهالي خونریزی سره مل دي پدی ډول دي : د معدی او کولمو بیلابیلی ناروغی- دبیلګی په ډول د معدی التهابی ناروغی، د معدی سوزش، د معدی زخم (Peptic ulcer)، د معدی سرطان، د کولمو التهابی ناروغی، بواسیر او د کولمو سرطان.
د اوږدی مودی لپاره د اسپرینو(Aspirin) او دی ته ورته د ځینو نورو التهاب ضد درملو کارول هم د معدی او یا کولمو د خونریزی لامل ګرځی.
د انیمیا اعراض او نښی
د ستړتيا او د زړه د چټک ضربان احساسول د لومړنیو اعراضو څخه دي.
نوری ستونزی سالنډی او سرڅرخی دي.
که چیری انیمیا شدیده وی نو Angina (د سینی او یا ټټر قلبی درد)، سردردی او دپښو او پنډیو دردونه منځته راځی.
په پرمختللي حالاتو کې د انتاناتو په وړاندی د بدن د معافیت وړتیا کمیږی.
د اوسپنی د کموالی له امله د اوږدی مودی انیمیا کولی شي یو سلسله نوری ستونزی منځته راوړی، لکه:
• په ژبه کې د سوزش یا د سوځیدنی احساس
• د خولی او ستونی وچوالی
• د خولی په شاوخوا کې زخمونه
• د لامسی د حس ګډوډیدل
• د ډوډی په تیرولو کې ستونزه
• د سر د ویښتانو ماتیدنه او د لاسه ورکول
په ځوانانو کې د شدیدی انیمیا اعراض او نښی دومره ژر نه لیدل کیږی خو په زړو وګړوکې ددی ناروغی نښی نښانی ډیر ژر تر ترسترګو کیږي چی لامل يي د زړو خلکو په عضلاتو، ماغزو او نورو غړو کې د وینی زیرمو کموالی بلل کیږي.
درملنه
په ډیرو پیښو کې چی انیمیا د اوسپنی کموالي له امله منځته راځي، انیمیا د اوسپنی د ټابلیټونو او یا پیچکاری (ستنی) سره تداوي کیږي. دغه راز په شدیدو پښو کې چی د اوسپنی کمښت بی دریغه زیاته وي نو بیا ناروغ ته وینه ورکول کیږي.