د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روغتیا ته د خطر فکتورونو پرضد مجادله کولی شي د میلیونونو مړینو څخه مخنیوی وکړي

فضل محمود فضلي 31.10.2009 12:20

ژباړه: فضل فضلي
سرچینه: روغتیا نړیوال سازمان
دخپریدو نيټه: د اکتوبر ۲۷ مه ۲۰۰۹



د اکتوبر ۲۷ مه ۲۰۰۹/جنوا: په نړیواله کچه د ژوند اوسط کیدای شی تر پنځو کالو لوړه شی که چیری هغه پنځه فکتورونه چی روغتیا اغیزمن کوی، له منځه لاړه شي- د روغتیا د نړیوال سازمان پر بنسټ دغه پنځه فکتورونه دادي: په ماشومتوب کې د وزن کموالی، غیرمحفوظ جنسي اړیکی، د الکولو استعمال، د څښاک د پاکو او صحی اوبونشتوالی، د پاکوالي او نظافت نشوالی، او د وینی د فشار زیاتوالی.
دغه فکتورونه د هغو ۶۰ میلونو مړینو د یوپرڅلورمی برخی پړه په غاړه لري چی هرکال پیښيږی.
روغتیا ته ورپیښ ګواښونو تر سرلیک لاندی ۲۴ بیلابیل فکتورونه پیژندل شوي چی کولی شي روغتیا اغیزمن کړي.
دغه فکتورونه په ګډه زمونږ د چاپیریال، د وګړو دژوندانه څرنګوالي او فزیولوجيکي شرایطو څخه سرچینه اخلي، د بیلګی په ډول د هواککړتیا، د تنباکوکارول او ناوړه تغذي.
پدی رپورټ کې روغتیا ته د ورپیښو ګواښونو ګډو اغیزو ته هم پاملرنه شوی. ډیری (اکثره) ناروغی د یو او یا زیاتو لاملونو او فکتورونو له امله منځته راځي او کیدای شي چی د یو او یا ډیرو خطرفکتورونو د لری کولو له لیاری ددغو ناروغیو څخه مخنیوی وشي.
Calin Mathers د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ناروغیو د اغیزو او مړینو د اداری همغږی کوونکی وايي: “په نړیواله کچه د ماشومانو د مړینی د یو پردریمی څخه زیاتی پیښی کیدای شي د یو څو غذايي فکتورونو له امله منځته راشی- د بیلګی په ډول په ماشومتوب د وزن کموالی، په مناسبه پیمانه د مور دشیدو نه ورکړه او د Zinc کموالی.”
د زړه د رګونو د ناروغی په سلو کې د ۷۵ څخه زیات یواځی د اتو خطر فکتورونو له امله منځته راځي. دا ناروغي په نړی کې د مړینی یو له مهمو لاملونو څخه دی. دغه اته فکتورونه پدی ډول دي: د الکولو څښاک، د وینی د قند یا ګلوکوز لوړوالی، د تنباکو کارول، دوینی د فشار لوړوالی، له ټاکلی معیار څخه د وزن زیاتوالی او د فزیکي تمریناتو کموالی. د زړه د رګونو د ناروغی له امله د مړینو غوڅ اکثریت په مخ پرودي هیوادونو کې پیښیږي.
Mathers وايي: “روغتیا ته د خطر فکتورونو په اړه د پوهاوي ارزښت پدی کې دی چی د نړی د حکومتونو سره مرسته کوي ترڅو د خپلو هیوادونو د روغتیايي تګلارو په جوړولو کې تری ګټه واخلي. په هر هیواد کې روغتیا ته د خطر بیلابیل پیچلي فکتورونه شته او حکومتونه کولای شي چی داډول موندنی د خپلو سیمه ایزو شواهدو سره یو ځای کړي او د اقتصاد او اغیزمنتیا له مخی د خپلو هیوادونو روغتیايي کړنلاری په لاره واچوي.”