د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ماشومانو کې د نس ناستي (اسهال) له امله د مړینی مخنیوی

فضل محمود فضلی 26.10.2009 08:51

ژباړه: فضل فضلی
سرچینه: روغتیا نړیوال سازمان


په ماشومانو کې د نس ناستي (اسهال) له امله د مړینی مخنیوی یونسف اود روغتیا نړیوال سازمان د نس ناستي د مخنیوي او درملنی نوی کړنلاره په لاره اچولی- نس ناستی په ماشومانو کې د مړینی دویم ستر لامل دی.

۲۰۰۹ د اکتوبر ۱۴ مه، نیویارک/جنیوا: یونسف او د روغتیا نړیوال سازمان نن د نس ناستی په هکله یو نوی خبر خپور کړی. په خبر پاڼه کې راغلي چی د نس ناستی پر وړاندی نړیوالی هڅی باید پیاوړی شي تر څو په مخ پر ودي هیوادونو کې دمیلیونونو ماشومانو د مړینی مخنیوی وشي. نس ناستی په ماشومانو کې دویم ستر وژونکې ناروغي ده.

د یونسف اجراییوي مشره،Ann M. Veneman ویلی: “دا د خواشنی خبره ده چی په مخ پر ودي هیوادونو کې هر کال د نس ناستي له امله د مړینی کچه یونیم میلیون اټکل شوی حال داچی په پرمختللي نړی کې نس ناستی یو عادي او ناڅیزه روغتیایي ستونزه ده”. “د نس ناستي پر وړاندی ارزانه او ګټوره درملنه شته، خو له بده مرغه په مخ پر ودي هیوادونو کې یواځی په سلو کې ۳۹ په نس ناستي اخته ماشومان اغیزمنی درملنی ته لاس رسی لری”

د یونسف او روغتیا نړیوال سازمان دغه ګډ رپورټ د “نس ناستی: ولی اوس هم ماشومان مري او څه باید ترسره شي” تر سرلیک لاندی خپور شوی. په دغه رپورټ کې یوه اوه مادیزه تګلاره وړاندی شوی. پدی تګلاره کې د نس ناستي د درملنی او مخنیوي لاری چاری په ګوته شوي تر څو په ماشومانو کې د نس ناستي له امله د مړینی د کچی د راټیټیدو موخه ترلاسه شي او دغه راز د اوږدمهالو مثبتو پایلو ډاډ ترلاسه شي. دغه اوه ټکي په لاندی ډول دي:

۱: د مایعاتو ورکړه، تر څو په بدن کې د مایعاتو د کمښت یا ډیهایډریشن څخه مخنیوی وشي
۲: په درملنه کې د Zincکارول
۳: د روټا وایرس، Rotavirus، او شري یا Measlesد واکسینونو تطبیق
۴: میندی تي ورکولو ته وهڅول شي او همدارنګه د ویټامینونو ورکړه
۵: د صابون په وسیله لاس پریمنځلو دود ته پراختیا ورکول
۶: د اوبو رسولو د سیسټم ښه کول د څومره والي او څرنګوالي له مخی او دغه راز په کورونو کې د اوبو د چاڼ او زیرمه کولو د بڼی ښه کول
۷: په پراخه کچه په ټولنه کې د پاکوالي او نظافت دودول
د روغتیا نړیوال سازمان مشره،Dr Margaret Chan،وایی: “مونږ پوهیږو چی چیرته ماشومان د نس ناستي له امله مري. مونږ پوهیږو چی څه باید ترسره شي تر څو ددغو مړینو مخنیوی وشي. مونږ باید د حکومتونو او نورو اړوندو همغږو ادارو سره یو ځای کار وکړو تر څو دغه اوه مادیزی تګلاری ته د عمل جامه واغوندو.

پخواني بریالیتوبونه او اوسني اړتیاوی
په اویایمو او اتیایمومیلادی لسیزو کې د ماشومانو د نس ناستي په اړه نړیوال کمپاینونه ډیری لاسته راوړنی لرلی. دغه لاسته راوړنی د ORSد کارولو او د ډیهایډریشن د مخنیوي په هکله د عامه پوهاوي له برکته وی. ددغو هڅو د ښو پایلو سره سره په نژدیو تیرو کلونو کې نړیواله ټولنه خپله پاملرنه و نورو بیړنیو پیښو ته اړولی. اوس یو ځل بیا ددی اړتیا لیدل کیږی چی د نس ناستي د مخنیوي او درملنی په برخه کې پاملرنه وشي.

د نس ناستي درملنه د ORS او Zinc د ګډ استعمال پوسیله

دواړه یونسف او روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوی چی نس ناستی باید د ORS او Zinc پوسیله تداوی شي، دغه درملنه د ناروغی د حملی شدت او د دوام موده کموی. دا ډول درملنه ارزانه، ساده او د ژوند ژغورونکی ده.
پاکو اوبو ته لاس رسی، پاکوالي او نظافت ته پاملرنه په ماشومانو کې د نس ناستي د مخنیوي په برخه کې خورا زیات اغیزمن ګڼل کیږی.

صابون سره د لاسونو پریمنځل ښودلی چی د نس ناستي پیښی په سلو کې تر څلویښتو زیات کمیږي، پدی ډول د لاسونو پریمنځل د ماشومانو د مړینی د کچی د ټیټولو لپاره یوله تر ټولوارزانه او خورا اغیزمنه لاره ده چی لدی لاری کولای شو دغه (نس ناستی) له یاده وتلی وژونکي ناروغی له امله د ماشومانو د مړینی کچه راټیټه کړو.

د څښاک د اوبو، نظافت او پاکوالي د څرنګوالي ښه کول
سره لدی چی دغوره اوبو رسولو، نظافت او پاکوالي ګټی و ټولو ته روښانه دي خو بیا هم په سلو کې ۸۸ په نړیواله کچه د نس ناستي ناروغي د ناپاکو اوبو او د ژوندانه د ناپاک چاپیریال له امله منځته راځی. د ۲۰۰۶ میلادي کال د شمیرو له مخی، په اټکلیزه توګه د نړی ۲،۵ ملیارده وګړي د غوره او پاک چاپیریال آسانتیاو ته لاس رسی نه درلود اوپه مخ پرودي هیوادونو کې نږدی په هرو څلورو کسانو کې یو په پرانستی چاپیریال کې ډکی متیازی کړي.