تازه خبر:دننګرهار والي ديو وسله وال بريد نه ژوندى ووت
26.10.2009 07:47ګل اغا شيرزې چې نن له غرمې مخکې پر خواوشاه لسو بجو يې غوښتل دجلال اباد ښار ددرمسال په څلور لارې کې پنځه ستوريز هوټل ته ديوه شخصي بانک دڅانګې دپرانستنې مراسمو ته ورشي دخپل کار ځای ته څېرمه دپښتونستان په څلور لارې کې دننګرهار هوټل له بامه پرې دټوپکو ډزې وشوې.
دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي ټول افغان ته وويل په ډزو کې دوالي يو تن ساتونکې ټپي شوى خو والي ته کوم زيان نه دى رسيدلى.
ده وويل دوه تنو ځان وژونکو بريد کوونکودننګرهار دهوټل پر بام چې دهوټل په دننه کې دمخابراتو رياست دکارکوونکو لپاره يو روزنيز ورکشاپ هم روان و مورچلې نيولې وې. ده وويل دوالي ساتونکو بريد کوونکي محاصره کړل چې وروسته يو تن خپل ځان والوزاوه او يو تن دده په وينا دتيښتې پرمهال ديوه اندازه مهماتو سره ژوندې ونيول شو چې دمګړۍ دملي امنیت په اداره کې تر پوښتنو ګروينو لاندې دى.
کومې مخالفې ډلې تر اوسه ددې بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې خو موده وړاندې هم دجلال اباد په ښار کې دپوليسو پرلومړۍ حوزه ورته بريد شوې وه چې پکې يو شمير پوليس مړه او تپيان شوي وو.

