د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی بايد دويم پړاو ته مرور پخلا کړي - کمال الدين رنځور

کمال الدين رنځور 21.10.2009 10:41

په تېرو ۸ کلونو کې هېوادمشر کرزي ډېرې تېروتنې کړي دي. همدا تېروتنې د دې لامل شوې چې کرزی د ټاکنو په لومړي پړاو کې يا پاتې شي او يا پاتې کړل شي. اوس نو د دې وخت راغلی چې کرزی له تېرو تېروتنو پند واخلي او مرور افغانان بېرته پخلا کړي.

سږه کال چې په ترکيه کې حاکم عدالت  او پرمختګ ګوند ټاکنې د پخوا په پرتله په ټيټه کچه وګټلې نو صدراعظم رجب طيب اردوګان سمدستي اعلان وکړ چې د خپل ګوند تېروتنې بايد سمې کړي. دا ځکه چې اردوګان پوخ سياستمدار دی او سرتمبه سړی نه دی. خو متاسفانه هېوادمشر کرزی د اردوګان په سويه او شاواخوا راټول شوي خلک یې د اردوګان د ملګرو په سويه سياستمداران او لوبغاړي نه دي.

د کرزي شاوخوا راټول خلک ډېری ټوپکيان او په فساد کې ککړ خلک دي. په تېرو ۸ کلونو کې کرزي صيب د دې خلکو د لرې کولو پرځاي په همدې خلکو تکيه وکړه او لا یې نور هم پياوړي کړل. ځيني خو ورته داسې بلا شول چې اوس یې په چل هم نه پوهېږي. د بلخ والي عطامحمد يادوم.

د لومړي پړاو په ټاکنو کې هم د کرزي کمپاين د داسې خلکو په لاس کې و چې ملت ورڅخه کرکه لرله. کمپاين یې يا د شمالي ټلوالې د غړو په لاس کې و چې په ښکاره یې کرزي ته خو په حقيقت کې د نظار شورا بچي عبدالله ته کمپاين کاوه او يا هم د ټوپکمارانو او ناکامو چاراوکو په لاس کې و لکه حاجي دين محمد او د نوموړي وراره حاجي عبدالظاهر چې د ننګرهار ناکامه واکمني او چارواکي یې ټول ولس ته عيانه او روښانه ده. په لومړي پړاو کې کرزي ته ډاکتر اشرف غني، بشردوست او يا ميرويس ياسيني ماته نه ده ورکړې، د ده خپلو کمپاينرانو ورته ماته ورکړې ده. کرزي ته ولس ماته ورکړې ده ځکه چې ولس له یو داسې هېوادمشر څخه پوزې ته راغلی دی چې د ولس پر ځای د ولس وژونکو ته درناوی لري.

اوس هېوادمشر ته په کار دي چې مرور د اهل کار خلک پخلا کړي.د  ډاکتر اشرف غني، ميرويس ياسيني، رمضان بشردوست په شمول ټول اهل کار د ځان سره کړي او په دويم پړاو ټاکنو کې نه يواځې عبدالله ته ماته ورکړي، بلکه په هېواد کې په رښتيا ملي یووالی او روغه جوړه رامنځ ته کړي.

د کرزي څخه خفه او مرورو درنو افغانانو ته هم په کار دي چې کرزی فاسدو، نااهله، متعصبينو، ټوپکمارانو او د پوډرو کاروباريانو ته پرېنږدي، بلکه ورسره غاړه شي او ښه کاري ډله يا ټيم دې ورته جوړ کړي تر څو هېواد سمې خوا ته بوځي.

دويم پړاو ټاکنې یو بل فرصت دی چې افغانانو او ښاغلي کرزي ته په لاس ورغلی دی. دې فرصت ته دې ځانته ډاکوان نه پرېږدي چې د تېر په شان ګټه ترې واخلي،دا ځل دې ترې ښه خلک ګټه واخلي.