تازه خبر:کرزي او عبدالله دايتلافي حکومت په جوړولو هوکړه وکړه!
20.10.2009 13:52په داسې حال کې چې دولسمشرۍ دوه مخکښ کانديدانو حامد کرزي او ډاکتر عبداله په وار وار دايتلافي حکومت جوړول رد کړي خو ولسمشر کرزي ته يوې نږدې سرچينې ځينو خبري رسنيو ته ويلي چې يو شمير جهادي مشرانو ،دپارلمان غړيو او يو شمير بهرنيو پلاو چې په سر کې يې دامريکا دسنا مجلس غړى جان کيري ځاې لري کرزى په يو ايتلافي حکومت جوړلو راضي کړى او څو شيبې وروسته به دافغانستان دملي تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه دجان کيري سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شي او دتيرې شوې ناستې جريان به څرګند کړي ، جان کيري په افغانستان کې خپل سفر پاې ته رسولې او دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته تللې و خو نن په بيړني ډول بيرته کابل ته راستون شو،يو شمير دنظر خاوندان وايي دهغه شنونکو او په ځانګړې توګه دکرزي پلويانو چې ويل يې کرزې په هيڅ ډول ايتلافي حکومت نه مني برخليک لا نه دې څرګند

