د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر فرمان

عبدالنافع همت، کابل 19.10.2009 15:39

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ليکنه : عبدالنافع همت طنز
د ولسمشر فرمان


ولسمشر په مجلس کي په نوبت د هرچا ستونزوته غوږ نيوه، کله چي زما نوبت راغی نو په لوړ اواز او فاتحانه انداز يې راته وويل : معلم صاحب اوس خو به دي زړه پر ارامه شوی وي؟ څنګه شو پر هغه نومره ځمکه دي کور جوړ کړ کنه؟
- نه صاحب که رښتيا درته ووايم نو هماغسي سرګردانه او لالهانده ګرځم
- ولي ولي خدای دي يې خير کړي؟ ماخو فرمان درکړی و
- صاحب زه به نو څه درته ووايم، ښاروال دومره زورور سړی دی چي زه يې له وېري شکايت هم نه شم کولای
- په دې کي د وېري څه خبره ده، ووايه!
- خبره داسي وه چي ستا فرمان مي يو کال شعبه په شعبه وګرځاوه، خو هيڅ ګټه يې و نه کړه، اخير ښاروال سپينه خبره راته وکړه، ويل قسم په خدای چي پنځه زره ډالره را نه کړې که په ځمکه کي ستا کولنګ ووهل شي. ما ويل د خدای پر پار دا دی د ولسمشر فرمان راسره دی، ده ويل زه دي نه ولسمشر منم او نه يې فرمان، ورځه لاس دي خلاص!
ددې خبري په اورېدو سره د ولسمشر رنګ تک سور شو، يو سوړ اسوېلی يې وکيښ، يو ګيلاس اوبه يې پر سر پورته کړې او بيا يې وويل :
معلم صاحب ته بېغمه اوسه! دادی دا ټول خلک شاهدان دي، تر څو چي مي همدا اوس ستا کار نه وي در خلاص کړی، ولاکه يا خوب وکړم او يا خوراک، تا ماته مخکي ولي نه ويل؟ اوف اوف څونه به سرګردانه شوی يې! ته دا بدبختي وګوره، يو معلم بېچاره چي د اولاد په وچه ډوډۍ يې وس نه رسېږي پنځه زره ډالره به له کومه کړي؟ د مجلس خلکو ته يې وويل چي تاسي دلته اوسئ ،زه ډېر ژر بيرته راځم.
ولسمشر زه تر لاس ونيولم او خپل دفتر ته يې بوتلم. هلته يې خپل سکرټر ته وويل چي هله ژر کوه فلانی راخبر کړه! ياره که رښتيا ووايم نو له ډېري وارخطايۍ څخه مي د بدن وېښتان جګ جګ ودرېدل، ما ويل ښاروال به خامخا اعدام کړي، ځکه چي د ولسمشر او قانون سپکاوی يې کړی دی، بيا به مي ويل چي ځه ښه دی چي دا رشوت خوره خو اعدام کړي، خلک به يې له شره خلاص شي، ده هم د چا دا نه منل، وايي : بازي بازي به ريش بابا بازي؟ بيا مي ويل چي دې ښاروال خوښه ډېرې پيسې ټولي کړي دي او ډېر زورور سړی هم دی، داسي نه وي چي په رشوت ځان خلاص کړي، سبا به تاته يوجنجال جوړ کړي. بيا به مي ځان ته په خپله ډاډ ورکاوه، ما ويل کله چي يو ولسمشر يوه موضوع دومره جدي وګڼي او دوسيه يې هم په خپله فيصله کړي نود ښاروال به څه حال وي؟ خدای خبر چي دومره موقع به پيدا کړي چي ځان خلاص کړي .
په زړه کي مي کرل او رېبل چي د سکرټر غږ شو او هغه سړی يې راوست چي ولسمشر ورته ويلي ول. د ولسمشر تندی وغوړېده، راولاړ شو زه يې په غېږ کي ونيولم او راته ويې ويل: په پښتو ژبه کي يو متل دی چي وايي : غوټه چي په لاس خلاصېږي غاښ ته حاجت نشته، له ښاروال صاحب سره نور جنجال مه کوه، ستا خو هسي هم ځمکه مطلب ده نه د دده محاکمه کول، زه به پنځه زره ډالره درکړم او هغه ته يې ورکړه .
کله چي مي پيسې په جېب کي واچولې نو ولسمشر لاس پر اوږه راکښېښود او په خندا يې راته ويې ويل : ګوره بيا ونه وايې چي په دولتي ادارو کي د خلکو کارونه ځنډېږي، دادی ستا کار په نيم ساعت کي خلاص شو.