د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بيړنې خبر:ټاکنې دويم پړاو ته ولويدې

بلال شينوارى 16.10.2009 13:21

له امريکا نه خپريدونکې واشنګتن پوست ورځپاڼې دافغانستان دټاکنو دخپلواک کميسون دشکايتونو داوريدواو ځيړنې دکميسون دچارواکو په حواله ليکلي چې دولسمشرۍ ټاکنې چې خلکو يې له تيرو دوه مياشتو راهيسې دپايلو داعلان لار څارله دويم پړوا ته ولويدې ،ورځپاڼې دشکايتونو دکميسون ديوې سرچينې په حواله ليکلي چې ددرغليو داثباتولو په موخه دټولو کارول شويو رايو دلس سلنې بيا شمارنې وښودله چې دولسمشرۍ دټاکنو تر ټولو مطرح کانديد او اوسني ولسمشر حامد کرزي تر پنځوسو کمې يعنې (٤٧) سلنه رايې وړي او دهغه سيال ډاکتر عبدالله (٢٧) سلنه رايي خيلې کړيدي.دا په داسې حال کې ده چې دولسمشرۍ په ازمايښتي پايلو کې کرزي (٥٤) او ډاکتر عبداله (٢٨) سلنه رايي خيلې کړې وې ،که څه هم چې دټاکنو خپلواک کميسون تر اوسه په دې اړه خپل رسمې نظر نه دې څرګند کړې خو دا لا نه ده څرګنده چې دويم پړوا ټاکنې په څه وخت او څه ډول تر سره شي خو يو شمير شننونکي وايي هغه خلک دې تر ټاکنو دمخه محاکمه کړاې چې د هغوې د درغليو له امله ټاکنې دويم پړاو ته ولويدې او دخلکو درايو درناوې ونه شو ځنې نور بيا وايي هغه کانديدانو چې درغلې يې کړي بايد په دويم پړوا کې برخه اخيستنې ته پري نه ښودل شي