د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژورنالیست یعنی څوک؟

فاروق جان منګل 30.09.2009 08:54

دنوي پيرپه پيليدا هرې برخې ته دومره کارشوی ،چې دپخوا په پرتله پکې يوڅه بدلون راغلی ،دهيوادپه کچه دنويو بدلونونوسره ډيموکراسي ته هم بلاکارشوی دمرکزپه شمول دهيوادټولو ولايتونو اولرې پرتو سيموته دمطبوعاتي وسايلوليږدونه اودچاپي اوبرقي رسنيوچټکې غوړيدا خلک يوڅه اميدواره کړل چې دابه دخلکو جنګ پوښلې مفکورې اوذهنونو په تنويراوروښانه کولو کې فعاله ونډه واخلي.
که دسيمې په کچه فکر وشي ايران له فرهنګي پلوه زيات غني اوپه نوموړي هيواد کې فرهنګ ته زيات کارشوی دوی په هره برخه کې په لسګونو کتابونه لري خو هندوستان بيا له ايران څخه هم پدې برخه کې وړاندې دی دفلمي کمپنيو منځ ته راتګ اودفلمونو توليد يې خلک حيران اودنيا ته يوچيلنج دی همدارنګه نورهيوادونه بيا په نورو برخوکې غوړيدلي .
افغانستان چې د مخ پروده هيوادونو په قطار کې راځي ژورناليستيک فعاليتونه پکې په غوړيدودي .
منظورمې دادی ،چې هرهيواد په بيلابيلو برخوکې يوڅه پرمختګ کړی خو که دخپل ګلالي هيواد اوسنيو پرمختګونوته نظروکړو نوخوست ولايت دژورناليستانو له پلوه ترټولو پياوړی اوغني دی ،په دې ولايت کې دژورناليستانوتوليد له ټولوولايتونوډيردی اودزون زيات ژورناليستان هم په همدې ولايت کې اوسي،دخوست په سيمه ييزو رسنيو کې په لسګونو ژورناليستان کارکوي ،چې اکثرايې دليسو اومکتبونو شاګردان دي همدارنګه ددې سيمه اييزو راډيو ګانو ترڅنګ دبهرنيوځواکونولخوا په جوړوشويو راډيوګانو کې ترسلو زيات خوستيان په دندو بوخت دي .
دژورناليزم ،راډيو ،تلويزيون اوويانددويي سره داد خوستيانو پريمانه اوبې کچې مينه ده چې نن ورځ په خوست کې ژورناليزم زياته وده کړې اودګڼو خوستيانو په شمول ډيرۍ افغانان له همدې لارې دخپل ورځني ژوند نفقه لاسته راوړي.
خومونږ تراوسه دژورناليزم اوژورناليست په ريښتيني معنی نه يو پوهيدلي ،هغوي چې په راډيو کې دمايک ترشاه ناست وي هغوي چې دتلويزيون په پرده راڅرګند شي هغوی چې په جرئت سره ووايې چې داليک پلانکي له پلانکي ځاي څخه راليږلی ،ايا همداژورناليزم دی اوهمداژورناليست؟
نه داسې نه ده اونه هم ژورناليزم بايد خبراوراپوروګڼو ،له يوه حقيقته بايد سترګې پټې نشي هغه داچې دنړۍ په سطح ډيرفعال اونوميالي ژورناليستان غيرمسلکي ژورناليستان دي خوددې خبرې راز په دې کې نغښتی چې هغوي خپلې مقدسې وظيفې ته پوره درناوی لري له خپل مسلک(ژورناليزم ) سره پوره اوبې کچې مينه اوبلدتيا لري ،څنګه چې يوډاکټر ديوه ناروغ پرټپونومرهم پټۍ ږدي همداشان ژورناليستان اوخبريالان دخلکو دذهنونوپه تنوير اوروښانه کولو کې مهم رول لري ،همداژورناليزم دی چې دولسونواوواکمنو دولتونوترمنځ يې يوپل جوړکړی ،همداژورناليست دی چې خپل خوږژوند يې ددې په خاطرله لاسه ورکړ،چې حقيقت روښانه اوخلک له تيارو راوباسي ،همداژورناليزم دی چې ددرغليو مخنيوی کوی اوخلکو ته دسمې اوناسمې لارې توپيرکوي،همداژورناليزم دی چې خلکو ته جرئت ورکوي چې دخپلو حقه حقوقو غوښتنه وکړي همداژورناليزم دی چې خلک دسالمې ډيموکراسي اودمدنيت پرلوري رهبري کوي،همدا ژورناليستان دي چې دظالم مخه نيسي اومظلوم ته خپل حق سپاري همداژورناليستان دي چې دعوامو ذهنونه ورجوړوي .
لنډاداچې هغوی چې پدې سپيڅلي مسلک پورې نښتي هغه کسان چې دژورناليزم په ډګر کې کارکوي هغه کسان چې ځان خبريال اوژورناليست معرفي کوي بايدلوموړی دهمدې مسلک اړوند يوه څه زده کړه وکړي بايد يوه سالمه موخه اومنل شوی هدف ولري اوپه خپل ذهن کې داسې نقشه ولري چې څه ډول کولی شي چې خپل هيواد ،خپل دين اوخپل ولس ته دخدمت جوګه شي له خپل موقف اودژورناليزم له نوم څخه بايد سواستفاده ونه کړي خپل مسلک اودندې ته بايد ډيروفادار اووسي که ژورناليزم علم وی اوياهم هنر بايد ورته په درنه سترګه وکتل شي له ژورناليزم څخه بايد وژل شوی مار جوړ نشي چې هر لاروی پکې خپله توره سره کوی اوپرهرچادژورناليست نوم ايښودل هم زما په نظر دابه دژورناليزم مسلک ته يوډول سپکاوی وي که چيرې ژورناليزم ارزښت نه درلودی نو بيا ولې په پوهنتونونو کې يې پوهنځي منځ ته راتلل بيا ولې ورته عالمانو دڅلورمې قوې نوم ورکاوه که په ريښتياهم ژورناليزم اورسنۍ زمونږ په ټولنه کې دومره ارزښت نه لري نوبيا ولې خارجيان ورباندې په ميليونونو ډالر مصرفوي نو هغوی چې له همدې لارې روزي لاسته راوړي اوبياهم په همدې مسلک پورې خنداکوي دابه داسې وي لکه يوڅوک چې په يوه لوښي کې ډوډی اوخوري اوبيا په هغه لوښي کې بيرته په پښو خيږي.