دختيزې سيمې ليکوالواوژورناليستانو خپلواکې ټولنې او دسفما دسيمه ييز دفتر

بلال شينوارى 11.09.2009 13:22

جلال اباد جمعه دسنبلې (وږي)شلمه١٣٨٨

څرنګه چې په روانه اونۍ کې په افغانستان کې دنيويارک ټايمزورځپاڼې بهرنې خبريال سټيفن فاريل له خپل افغان ملګري سلطان احمد منادي سره دشمال ختيز ولايت کندوز دوروستۍ پېښې درپوټولو په موخه سيمې ته سفر کړى و چې په سيمه کې ددولت دمخالفې ډلې طالبانو له لورې وتښـتول شول.
په خواشينۍ سره چې په افغانستان کې ميشتو بهرنيو قواو پرته له دې چې په سوله ييز ډول ديادو شويو خبريالانو دراخوشې کولو هڅې پېل کړي او يا هم ددوې داړوندې ادارې او افغان دولت سره اړيکې ونيسې په خپلسري ډول يې د دوې دراخوشې کولو په نوم عمليات پېل کړل چې په پايله کې بهرنې خبريال ژوندې وژغورل شو خو افغان خبريال پکې خپل ژوند بايلود.
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه او دسفما سيمه ييز دفتر په داسې حال کې چې دسلطان منادي وژنه په کلکه غندي خپل ګډ پريکړه ليک په لاندې ټکو کې وړاندې کوي.
١- ملګري ملتونه د يو ناپلوې ارګان په توګه ددغه پيښې دپلټنې مسوليت لري او بايد چې دخپل مسوليت له مخې دپېښې پلټنه وکړي او قاتلين د محاکمې ميز ته راکاږي.
٢- په افغانستان کې موجودې ټولې وسله والې خواوې دژورناليستانو پروړاندې يو ګواښ ګرځيدلى.ورځ په ورځ دژورناليستانو دسر خوندي ساتلو او فعاليت ساحه تنګيږي.که دغه چارهمداسې دوام ومومي په دغه هيواد کې به په خپلواکه توګه ژورناليستيکو فعاليتونو ته دپاې ټکى کيښودل شي.
٣- موږ به دښارونو په واټونو کې دسوله ييزو مظاهرو له لارې په هيواد کې دبې ګناه ژورناليستانو دقاتلينو غوښتنه تر هغې کوو تر څو ښکيلې خواوې دژورناليستانو دقاتلينو دمحاکمې او دغه راز دهغوې دژوند دخوندي توب ډاد ورنکړي.
٤- دکورنيو او بهرنيو خبري رسنيو له چارواکو غواړو چې دخپلو ژورناليستانو دسر دخوندي توب پر لارو چارو له سره غور وکړي او پر خبرونو دژورناليستانو دسرخوندي توب ته لومړى  ارزښت ورکړي.
٥- په افغانستان کې له ميشتو بهرنيو قواو نه په ټينګه غواړو چې دبيان ازادۍ ته په درناوي او ژمنتياسره دې دافغان خبريالانو لپاره دښه کارکولو زمينه برابره او دهغوې پروړاندې دې خنډونه نه راولاړوي او که داسې ونکړي نو بيا به دغه ځواکونه پخپله دبيان دازادۍ دسرغړوونکووپه توګه وپيژندل شي.


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.