دټولټاکنو په اړه دپاریس غونډه که د اروپا اوښتون
03.09.2009 09:19په افغانستان کی دترسره شویو ټولټاکنو دپایلو له اعلانیدو وروسته حالت په اړه افغانان او نړیوال له یوی مخی دسختی وارخطایی په خړسیند لاهو شوی دی . له لومړی سره داسی نښی نښانی لیدل کیدی چی ددغی دور دټولټاکنو دپایلو له راڅرګندیدو سره به جوخت ناکرارۍ او بی نظمۍ هم په خورا لوړ ځواک راپورته کړای شی. دغو ګنګوسو هله ځانته له یوی خوا دنږدی حقیقت رنګ وکړ چی دښاغلی عبدالله عبدالله دټولټاکنو دمنډوتړو په اداره پوری تړلی یوه لوړ پوړی کس دانټرنیټی پاڼی په مټه ډیر بی واکه او بی احساسه ګواښونه خپاره کړل اوله بلی خوایی داسی نړیوال چټک غبرګونونه راوپارول چی په لړ کی یی ددغی ډلی اصلی څیره له ورایه څرګنده شوه .
دا هغه څه دی د هراړخیره ډلییزو رسنیو له لاری افغانانو او نړیوالو ته وړاندی کیږی خو ددی ترشا دنړی ځواکمنو هیوادونو مشران هم دلته په افغانستان کی دتش په نامه ټولټاکنو له ترسره کیدو وروسته مګر دپایلو له راڅرګندیدو مخکی دپردو ترشا په خورا ګرمو کرغیړنو معاملو بوخت لیدل کیږی . له ټولټاکنو سمدستی وروسته د ښاغلی ریچارد هول بروک افغانستان ته رارسیدل او له کرزی سره د هغه دلیدنی دناندریو په اړه دراپورونو خپریدل ددغی ککړی لوبی دلومړی پړاو پیل بلل کیږی . دډیرو سیاسی خپلواکو شننکو په آند دغه دپردی ترشا معاملی دټولټاکنو له رانږدی کیدو خورا وړاندی پیل شوی وی اوپه لوبه کی هر ورګډ لوری غوښتل خپلو پلویانو ته ښه غوښنه برخه پکی خپله کړی . دبروک له تګ څخه وروسته بیا د ګولډن براون راتګ او دادی اوس دفرانسی په پاریس کی غونډه هم دهمدی لړی غځیدنه بلل کیدای شی.
په نوموړی غونډه کی به اصلی واکداران خپلو موخواو ویشل شویو برخو ته عملی جامه ورواغوندی خو داهم ښایی چی ددغی جامی په یوه برخه کی به دافغانانو دبیا تیرایستنی په موخه په ټولټاکنو کی افغانی ښکیلی ډلی زغم ،صبر او کرارۍ ته راوبلل شی .
مګر اوس په افغانستان کی دامریکایی زبرځواک او اروپایی ملاتړکوونکو ترمنځ درځونه او په عملی ډګر کی ځانګړی سیاسی او پوځی ستراتیژیکی تګلاری دپټولو وړ ندی . په اروپایی ټولنه کی نور دولسونو زغم پای ته رسیدلی ، په حکومتی واک کی ډلی نور دامریکایی ملاتړ اوولسونو ته ددرواغو له ډرامی او هره ورځ دخپلو پوځیانو دتابوتونو دلیدلو له صحنی راایستل غواړی . هلته په واک لاس بری ډلی هم اوس په دی پوه شوی دی چی له یوی خوا دنړیوال اقتصادی ناورین له راسیدو او له بلی خوا دولسونو مرورتوب به دوی ډیر ژر له سیاسی صحنی داسی بهر کړی چی بیابه دبیرته راګرځیدلو توان ورسره نه وی .
همدا لوی لامل دی چی دولسونو غوښتنو ته غاړه کیښودل شی او له دی سره سره امریکایی سرتمبه واکداران لکه دعراق په شان په يوازیتوب وګاښول شی ترڅو په افغانستان کی داوسنۍ ستراتیژیکی تګلاری بدلون ته غاړه کیږدی ، دپوځی حل پرځای دنوی ستراتیژیکی تګلاری په ترځ کی اقتصادی بیاراغاونی ، دپوهی دکچی دلوړولو ، دقانون حقیقی حیثیت داعادی ، ملی بی پری تګلاری ته مخه اوداسی نورو مهمو ټکو ته پام واړول شی .
دا له لومړی سره جوته ده چی پاریس غونډه یوه داسی غونډه نده چی ددی یادی شوی غمیزی ټول پړوا ته دپای ټکی کیږدی خو داسی انګیرل کیږی چی لږترلږه به اصلی واکداران او په لوبه کی ورګډ لوری مخامخ یوه میزته سره راټول شی ، داخبره لاهم ناڅرګنده ده چی افغان ربړیدلی ولس ته به په سلو کی په کومه کچه نظر ساتل کیږی او که بیاهم دپخوا په شان له صفر سلنی سره مخ وی .
غونډی ته بلل کیدونکی له یوی مخی افغانی لوری خو ددی جوګه ندی چی هلته دی دافغان ولس اصلی غوښتنی څرګندی کړای شی بلکی ټول ځواک به دی ته را ټولیږی چی په کومو سختو الفاظو په یوه اوبل تیری وشی او څرنګه له دغی غونډی دخپل لوری او شخصی ګټو دلاسته راوړنی او شهرت لپاره په خلاص مټ کارواخیستل شی .
داسی ګومان کیږی چی دغه غونډه به هله بریالی بلل کیږی چی ترهرڅه دمخه افغانی ښکیلی ډلی دټولټاکنو دوروستیو پایلو له اعلانیدو وروسته له یول او بل سره دښکر په ښکر کیدوله کړنی راوګرځوی او له بلی خوا بیا ورته له بهر نه دجوړیدونکی تګلاری اوملاتړ کوونکو مخه هم داسی لوری ته وګرځول شی چی دډلیګو دګټو پرځای ولسی او ملی ګټو ته ترجیح ورکړل شی . داسی نه چی دامریکایی او اروپایی زور آزمویی په ټس کی افغانان دپخوا په شان لانور هم په بی ګناه وینو ولمبول شی ، کورونه یی بمبار شی، دشپی له مهاله یی ښځی او ماشومان په سپیو وداړل شی او یاهم له کوم حقیقی اوواقعی تور او سرغړونی پرته په نړیوالو بدنامو زندانونو کی واچول شی.
که داسی ونشول نو بیا به نه یوازی افغان ولس خدای مه کړه په لا نورو بی ګناه وینو ولمبول شوی بلکه نړیوالو ته به هم داسی نور سرخوږی را منځه کړی چی دګټو پرځای به بیا دااوسنی واکداران په تاوانی تيښته هم سلا او یوه خوله شی .
دیوه ودان ، خپلواک او پرمختلی ګران افغانستان په هيله .

