د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!

بلال شينوارى 01.09.2009 14:23

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دفرهنګي ډګر ديو مخکښ او سرلاري ځوان او هڅاند ډاکتر محمدابراهيم شينواري ورور عطا الحق(سيار) په مرموز ډول دڅو تنو خداې ناترسو له لورې دروژې په مبارکه مياشت کې په شهادت ورسيد،( انا لله وانا اله راجعون )په ټوله کې دختيزو ولايتونو او په څانګړې توګه دننګرهار فرهنګيان او دقلم خاوندان دګران ډاکتر او دهغه دکورنۍ غم خپل غم او ځانونه ورسره په دې ستر غم کې شريک بولي دلوې خداې له درباره شهيد ته فردوس جنت پاتې شونو ته دجميل صبر او قاتلينو ته يې دسختې سزا غوښتنه کوي،

                       درنښت

           محمداصف شينوارى