د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سبا ته د رايې ورکونې په اړه د افغانانو نظرونه

الهام یاسیني 19.08.2009 21:10

 د الهام  ياسيني مرکې له کابله:

په نورو هیوادونو کې ټاکنو ته خلک خوشحاله وي چې له ځانه سره به نوې زېرې راوړي او د خلکو هیلې به نوی انتخاب شوی حکومت پوره کړي، خو زموږ په هیواد کې وضعه ډېره مختلفه ده ډېری افغانان فکر کوي چې په تېرو حکومتونو او اوسني حالت به شکر وباسي.

په دې اړه ټول افغان ټکی کام تاسو ته د ځینې هیوادوالو نظرونه وړاندې کوي:

عبدالله حقجوي - هرات:

ټول افغان: ښاغلیه ټول افغان او ملګرو ته ځان وروپیژنۍ.

زه د هرات یمه نوم مې عبدالله حقجوي دی، اوس مو کور دلته کابل کې دی.

ټول افغان: سبا ورځ تاسو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې ګډون کوﺉ؟

یعنې د رأيي مرکز ته ځﺉ خپله رایه کاروﺉ؟

‎انشا الله که امنیتي وضعه ښه وه نو د ټاکنو مرکز ته ځمه او خپله رایه ورکومه، او که امنیت ښه نه و نو بیا له کوره هم نه وځم.

میرویس خان - لغمان:

ټول افغان: محترمه د ټول افغان  لوستونکو ته ځان وروپيژنﺉ.

زما نوم میرویس خان دی، د لغمان د ولایت یم، اوس په کابل کې د یوې مؤسسې سره کار کوم.

ټول افغان: وروره سبا د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې دي ایا تاسو په کې ونډه اخلﺉ؟

زه ډېر خوښ ومه چې خپله رایه به یو نوې مشر ته ورکوم چې لاسونه يي د چا په وینو سره نه وي، د بهرني کوم هیواد څخه ملاتړ ونه لري، د افغانانو په خوښه وي، خو له بده مرغه اوس چې ګورو همغه پخوانی ملا او زړې تراویح دي، چا بدماشان، چا بهرني کمپاینران او چا د نشه يي توکو قاچاقبران له ځانه راټول کړي دي نو همدا وجه ده چې زړه مې نه غواړي چې خپله رایه کوم کاندید ته ورکړم.

رحمان ګل - کندوز:

ټول افغان: قدرمنه زه د ټول افغان خبري، کلتوري او علمي ویب سایټ خبریال یمه د سبا ورځې د ټاکنو په اړه درڅخه دوه پوښتنې لرمه هیله ده چې د ټول افغان لوستونکو ته يي ځواب وړاندې کړئ، لومړی لوستونکو ته ځان وروپیژنﺉ.

نوم مې رحمان ګل دی د کندوز څخه راغلي یم او نن بیرته کندوز ته ځم.

ټول افغان: رحمان ګل صېب سبا ته په ټاکنو کې برخه اخلې؟ رایه کاروې؟

نه د لاسه مې نه کیږي اته کاله مخکې مو خپله رایه ورکړه چې خدمت به راته وکړي خو سره له دې چې خدمت يي راته ونکړ بمباريګانې یي راباندې وکړې، که رایه ورکړم څه فایده؟ سبا به بیا په خپل کار پښیمان یم، مؤمن انسان له یوې سوړي څخه یو ځل چيچل کیږي.

پکتياوال:

ټول افغان: د پکتیا ولایت کې مې د یو ملګري سره د تیلفون له لارې اړیکې ونیولي د خپل نوم د نه يادولو په شرط یې داسې وویل:

ټول افغان: وروره سبا ورځ افغانان نوی ولسمشر ټاکي تاسو په ټاکنو کې ګډون کوﺉ؟

ما تر اوسه پورې د رایي اچولو کارت نه دی جوړ کړی دا ځکه چې هره اداره راځي د اوسنﺉ ادارې په شان به مو بچیان د مور په غیږه کې په بمونو وژني، او نه غواړمه چې په خپله رایه د ظالمانو سره په جرمونو کې شریک شم.چ

محمد نادر - ننګرهار:

ټول افغان: وروره مهرباني وکړۍ ټول افغان او لوستونکو ته يي ځان وروپیژنﺉ.

زه خو محمد نادر یم مشهور په خپلواک یم او د ننګرهار اوسیدونکی یم.

ټول افغان: قدرمنه سبا ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون کوﺉ؟

که چېرته امنیت ښه و نو ګډون به وکړم خو کورنۍ مو د رايي اچونې کارتونه نه دي اخستي.او لامل يي په هیواد کې بې امنیتي ده.