د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار په بټي کوټ او حصار شاهي کې ميرويس ياسيني ور په ور کمپاين وکړ

د میرویس یاسیني د ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر 17.08.2009 20:41

زمری ۲۶، ۱۳۸۸

 

په بټي کوټ او حصار شاهي کې ميرويس ياسيني ور په ور کمپاين وکړ او په کابل کې د نوموړي په کور کې  ۳۰۰ تنو ښځو حمايت وکړ

 د ټاکنيزو تبليغاتو په اخري ورځ ميرويس ياسيني په ننګرهار کې کمپاين وکړ. په دې لړ کې نن سهار د یوې پرتمينې غونډې څخه وروسته چې د جلال اباد ښار د شېرزي په لوبغالي کې وشوه او ۲۵ زره هېوادوالو په کې برخه اخيستې وه، ميرويس ياسيني د حصارشاهي ولسوالۍ ته ولاړ او ور په ور کمپاين یې وکړ.

 نوموړي په حصارشاهي کې ولس له نږدې وليد، د هغوی شکايتونه یې واورېدل او خپل انتخاباتي کارتونه یې پرې وويشل.

 ميرويس ياسيني د حصارشاهي خلکو ته وویل چې د فساد د جرړو د ويستلو لپاره یې مټې رانغاړلي دي او چې د ولس ملاتړ ورسره وي په دې کار کې به بريالی کېږي.

 له بله پلوه په بټي کوټ ولسوالۍ کې ولسي مشرانو د ميرويس ياسيني سره وليدل او له نوموړي یې ملاتړ اعلان کړ چې ۲۰۰ ولسي مشرانو په کې برخه اخيستي وه.

 ولسي مشرانو له ميرويس ياسيني وغوښتل چې په هېواد کې ړنده بمباري نوره ختمه کړي  او ویې ویل له نوموړي ځکه ملاتړ کوي چې دده تګلاره یې لوستي ده او په دې باور لري چې د ميرويس ياسيني په شان د قوي شخصيت څښتن نوماند کولای شي ړنده بمباري ودروي او په هېواد کې ناامنۍ ته خاتمه ورکړي.

 له بله پلوه په کابل کې نن له ماسپښينه وروسته ۳۰۰ ښځو د ميرويس ياسيني په کور کې غونډه وکړه او له ميرويس ياسيني څخه یې ملاتړ وکړ. په غونډه کې برخه والو ښځو وویل چې ياسيني ښه تګلاره لري او په خپله تګلاره کې يې دښځو او ځوانانو لپاره  ښه پروګرامونه وړانديز کړي دي او باور لري چې د بري په صورت کې به د ښځو اوځوانانو حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي .

 

ايمل یوسفزی د ټاکنيز کمپاين وياند: ٠٧٨٦٢٧٢٤٥١

 ۰۷۷۴۸۵۶۲۴۲

برېښناليک: Yasini.comapign@gmail.com

ويبپاڼه: www.mirwaisyasini.af