د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميرويس ياسيني په جلال اباد کې ۲۵زره کسانو ته وينا وکړه او د بري ډاډ یې ورکړ

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر 17.08.2009 14:51

۲۶ زمری ۱۳۸۸

 

نن د دوشنبې په ورځ ولسمشرۍ ته خپلواک کانديد ميرويس ياسيني د جلال اباد د ښار په شېرزي لوبغالي کې تر ۲۵ زره زياتو کسانو ته وينا وکړه. غونډې ته د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو څخه خلک راغلي وو تر څو له ياسيني ملاتړ وکړي.

غونډې ته – چې د الله اکبر په انګازو رنګينه وه – ميرويس ياسيني په خپله وينا وکړه او خپله کاري ډله یې خلکو وروپېژندله او ټينګار یې وکړ چې ټوله کاري ډله یې له پاکو او با کفايته خلکو جوړه او د ملت د خدمت هوډ لري.

غونډې ته د پشه قوم او د ننګرهار د پوهنتون د یو شمېر استادانو په استازيتوب د ننګرهار د پوهنتون استاد عبدالهادي عاصم خبرې وکړې. نوموړي يادونه وکړه چې ياسيني تل د معارف او پوهنې ملګری او ملاتړی پاتې شوی دی. نوموړي د ياسيني هغه برياليو هلوځلو ته اشاره وکړه چې د ننګرهار د ليلې د محصلينو سره یې په ليليه کې د ځای لرلو په اړه کړې وې. نوموړي دا هم وویل چې د تېرو شلو کلونو په دوران کې د ياسيني د هلو ځلو په پايله کې بهر ته په سلګونه محصلين لېږل شوي دي چې ډېرو یې په مصر، ترکيه، پاکستان، ليبيا، او نورو هېوداونو کې په برياليتوب درسونه پای ته رسولي او د هېواد د هېواد لپاره بېرته راستانه شوي دي.

د مومندو قومي مشر حاجي عبدالکريم خان له ياسيني څخه د مومندو په ملاتړ بيا تاکید وکړ او ویې ویل چې ياسيني د مومندو بچی دی او تل به وي. نوموړي وویل چې مومند او د ننګرهار نور وروڼه قومونه به تل د ياسيني سره ولاړ وي او ملاتړ به یې کوي.

د خوږياڼيو قومي مشر ملک حسن خلکو ته وویل چې نور هغه خلکو ته رایه ورنه کړي چې ازمايلې یې دي او د دوی د ملاتړ په بدل کې ورته په بمباريو کې کورونه وران کړ او آن د واده پروګرامونه یې هم ورته بمبار کړل.

د شينوارو د قوم د مشرانو په استازيتوب ډګروال صابر خان خبرې وکړې او ياسيني یې د ولسمشرۍ لپاره مناسب کانديد وګاڼه. نوموړي وویل چې هيڅ بل کانديد د ياسيني د تګلارې په شان روښانه او د تطبيق وړ تګلاره نه لري. نوموړي د ډاکتر اشرف غني تګلارې ته په اشاره وویل چې خبرې یې د تطبيق وړ نه دي. نوموړي وویل چې د غني غواړي د افغانستان غوندې بې وزله هېواد یو نړيوال شرکت واخلي او په هېواد کې د مليونرانو شمېره زياته کړي. ډګروال صابرخان وویل چې افغانان بېګا ته ډوډۍ نه لري نو په لسګونو ملياردونو به یو نړيوال شرکت څنګه واخلي، په کار ده چې ډاکتر صیب اشرف غني د ياسيني په شان د بې وزلۍ او فقر له منځه وړلو لپاره پروګرامونه لرلای نه د مافيايي اقتصاد د نهنګانو د نورو چاقولو پرواګرامونه.

د چپرهار د خلکو په استازيتوب مول عباس او د اچين د خلکو په استازيتوب غونډې ته حاجي حبيب الرحمان خبرې وکړې. د بهسودو او کامې ولسواليو د خلکو په استازيتوب مولوي عبدالله خلکو ته وينا وکړه او په هېواد کې د اسلامي اقتصاد د پلي کولو لپاره یې د ياسيني تګلاره وستايله.

د ښځو په استازيتوب محترمه امين خبرې وکړې. د يادونې وړ ده چې په غونډه کې شاوخوا ۲۰۰۰ ښځو ګډون کړی وو.

 

ياسيني ته د شينوارو او خوږياڼو قومي مشرانو په خپل وار سره لونګۍ ګانې په سر کړې.

ياسيني په خپله وينا کې په لوبغالي کې د ۲۵۰۰۰ څخه د زياتو خلکو شتون د دې دلیل وباله چې خلک له فساد او جنګسالارانو او په قومونو سوداګري کونکو څخه تنګ شوي دي او په هېواد کې یو مثبت بدلون غواړي.

نوموړي خلکو ته خپله تګلاره بيان کړه چې په نتيجه کې به یې دوه مليونه وګړي کارونه پيدا کړي او د نوموړي د حج او زکات پانګې به بې وزلي، ولږه او فقر له منځه یوسي. نوموړي وویل چې د دې دوه پانګو په نتيجه کې به د وړو کارونو څښتنان پوره مرستې او مالي ملاتړ تر لاسه کړي او په هېواد کې به زراعت ډېره وده وکړي. نوموړي وویل چې د زکات پانګه به په لسو کالو کې ۱۵ مليارده ډالر غونډ او پانګه کړي او ۳۰ مليونه وګړي به ترې ګټه واخلي.

ياسيني وویل چې حضر علي کرم الله وجهه وايي چې ملک د کفر سره د وام کوي خو د ظلم سره دوام نه کوي. هغه له خلکو وغوښتل چې د رايو مرکزونو ته لاړ شي او په هېواد کې ظلم ته خاتمه ورکړي او د نوموړي د عادل نظام د راوستو هڅې بریالۍ کړي.

ميرويس ياسيني د ننګرهار وګړو ته وویل چې دوی ورسره وي هيڅ تشويش نه لري او په ټاکنو کې له بري ډاډمن دی.

په پای کې ميرويس ياسيني او غونډه والو د افغانستان ټولو شهيدانو ته دعا وکړه.

غونډه په ۹ بجو پيل شوې وه او ۱۲ بجې پاي ته ورسېده.

 

د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين وياند: ايمل یوسفزی

Yasini.compaign@gmail.com

www.mirwaisyasini.af