د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دډاكټراشرف غني څخه دافغان ساينس پوهانوټولنې ملاتړ

پوهنوال ډاكټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ 17.08.2009 12:07

په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنه دولسمشرۍ څوکۍ لپاره ، په ملي اونړیواله کچه  پيژندل شوی   ،سیاسي ،فرهنګی ،علمي  اوملي شخصیت ښاغلي ډاكټراشرف غني  احمدزي دکاندیدتورۍ  څخه خپل  بشپړ ملاتړاعلان  کوي .
دافغان ساینس پوهانوټولنې غړي په دې انددي چې دولسمشرۍ څوکۍ لپاره ډاكټراشرف غني  احمدزی  داوسنیوشرایطوپه پام کې نیولوسره دنوروکاندیدانوپه پرتله یوغوره ،په نیک نوم پيژندل شوی  دباوروړ  ،عالم ، قاطع ،مستحق ،وطنپال ،صادق ،مناسب ،ممتازاو مخکښ کاندیددی . داځکه چې  یوخوانوموړی یواځینی کاندیددی چې په ملي او نړیواله کچه دیوه نامتودیموکرات، سیاستپوه ، ملي شخصیت په توګه پېژندل شوی دی    اوبلخوا هغه يواځينى كانديد دى چې د هېواد او ولس د سوكالۍ   اوپرمختګ  په تړاوهراړخیزبنسټیزلنډمهاله اواوږدمهاله لیکل  شوي عملي پلانونه لري .دبیلګې په توګه ډاکټر اشرف غني "د عادلانه نظام لار" ترسرلیک  لاندې خپل پلانونه  په  یوه کتاب کې لیکلي دي . دا اثر په (٢٦٧) مخونو او شپږو فصلونو کې ترتيب شوی دی . په دې کتاب کې ښاغلي ډاکټر اشرف غني دهیواد دراتلونکي برخلیک په تړاو یوپوهنیزاومتحرک اقتصادي پلان خپل ولس ته وړاندې کړیدی. دبیلګې په توګه دکتاب په ۱۱۲ مخ کې د(شایسته سالاري ) ترعنوان لاندې راغلي دي :
دښایسته سالاري مفهوم دادی چې کارپوه ،رښتیني اوپه روښانه اصولوولاړخلک بایدددولت داصلي اقتدارپه سر کې واقع شي .زموږپه ژبنۍ محاوره کې دې اصل ته د(کاراهل کارته سپارل ) وایي .
دښایسته سالاري مفهوم څخه موږداسې پایلې ته رسیږوچې ډاکټر اشرف غني د انسان پوهنی(انتروپولوجی) عالم په توګه ټولومسلکي کارپوهانوخوپه تیره بیا په نړۍ کې خواره واره ځوانو ساینسپوهانوته بلنه ورکوي ترڅودراتلونکي اغیزناک دولت ،متحرک اقتصاد،پیاوړي افغاني هویت اواغیزناکې نړیوالې همکاری په منځ ته راتګ کې فعاله ونډه واخلي .
په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنه د ډاکټر اشرف غني "د عادلانه نظام لار" څخه  په کلکه دفاع او ملاتړکوي . که چیرته دخدای (ج) په مرسته اودافغان ولس په غوښتنه ډاکټر اشرف غني دولسمشرۍ ټاکنې  وګتلې، نوپه جرمني کې موږوطنپال ساینس پوهان ژمنه کووچې خپله مسلکي پوهه به دولس په خدمت کې سمدلاسه پیل اوجاري وساتو .

(پای )
(په درنښت )
 
په جرمني کې دافغان ساينس پوهانود مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال ډاكټرنظر محمد سلطانزی ځدراڼ