د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلخ ولسوالۍ كې شاوخوا ۱۰۰ مېرمنو د يوې غونډې په ترڅ كې له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړ.

16.08.2009 22:17

دغه غونډه، په يادې شوې ولسوالۍ كې د ډاكټر اشرف غني د ټاكنيز دفتر له خوا، نن د زمري په 25 مه، په دغه دفتر كې جوړه شوې وه.

داود حقمل په بلخ كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيز دفتر مشر په ياده شوې غونډه كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د وړتياوو تر څنګ په ګډونوالو غږ وكړ، چې ده ته رايه وركړي.

مېرمن زېبا د بلخ د ښار اوسېدونكي وويل، چې اشرف غني احمدزي ته ځكه رايه وركوي، چې هغه په خپل حكومت كې ښځو ته ډېره ونډه وركوي.

يوې بلې مېرمنې فروزان وويل، چې اشرف غني احمدزى يې په طلوع تلوېزون كې د مناظرې پر مهال ټاكلى وو.

نوموړې زياته كړه، چې اشرف غني احمدزى د افغانستان لپاره هر اړخيز پلان لري.

څرنګه چې راى اچونې ته يوازې ۴ ورځې پاته دي، د ډاكټر اشرف غني احمدزي كمپاين په چټكى پرمخ روان دى.

تېره ورځ، په يادې شوې ولسوالۍ كې، شاوخوا ۱۰ زره كورنيو اشرف غني احمدزي ته د رايې ژمنه وكړه.