د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني ته به د خيروبرکت او برياليتوب دوعا کوو

سيدحسين پاچا 16.08.2009 12:11

سبحنک لا علم لنا الا ما علمتنا انک انت العليم الحکيم

دا چې اوس په خير سره د ټاکنو شپې رالنډې شوي او د ټاکنو هلې ځلې هم ښه پرمخ روانې دي. خدای تعالی دې وکړي چې دا ځل يو ثالث بالخير، واقعي زړه سواند، په کار پوه او مجرب او يو داسې کس چې هغه هم خدای او هم رسول، هم ولس او هم نورو ته د منلو او قناعت وړ وي. داسې يو کس چې وينا، کړه وړه او عمل يې سره يو وي. داسې يو کس چې لږ تر لږه خو يو څه نسبي اتکاء د ملت په کار پوهو، مجربو، زړه سواندو، متدينو او وطن مينو خلکو، روحانيونو، منورينو، په ځوان او تعليميافته قشر او هم د ټول ولس او ګران هېواد سره مينه ولري نه په ټوپکسالارانو، جنګسالارانو، ډاکوانو، قاچاقبرانو او نه په نورو سړيخورو باندې.

دا چې هر کانديد ځانته د کانديدۍ حق لري او هر وګړی ځانته د خپلې رايې حق لري چې خپله رايه څنګه، په کوم ځای او چا ته يې وکاروي، نو اميد دی چې په دې اړه خپل عادلانه، منصفانه، معقول او سالمانه قضاوت وکاروي. له ښاغلي غني څخه دا هيله او اميد کېږي چې هغه به که خير وي لږ تر لږه د ښو او بدو تميز، د ښو او بدو ترمينځ ښو ته ترجيح، د نېکانو، ښو، اهل خبره وو او شريرو ترمينځ فرق او ښو ته پر شريرو باندې ترجيح، اختلاس او اداري فساد ته د پای ټکی او هم د موجوده د شر او له فساده تېری اوج ته رسېدلي سېستم بيا له سره ترميم او رغاونه وکړي. اميد دی چې مخالف لوری نور هم تېری د اسلامي سپېڅلو اصولو او مقرراتو په رڼا کې د خپلو خلکو او ولس هيلو، ارامۍ او سوکالۍ ته درناوی وکړي چې که خدای جل جلاله پرې رضا شوې وي چې د ټوپک او جنګ پرځاې د سولې او قلم لاره غوره کړي. که د الله جل جلاله پرې خوښه شوې وي چې دې بهرنيو سرتېرو ته هم د وتو يوه لاره برابره شي. ترڅو به دا جنګ وي او ترڅو به دا ولس کړېږي. له بهرنيانو څخه هم دا هيله کېږي چې دوی بايد له موږ سره خپلې بشري مرستې پرته له کوم قيد وشرط په ښه نيت وکړي نه په بد نيت. موږ سولې او ارامۍ ته ضرورت لرو نه بې ثباتۍ، نه جنګ او نه وېرانۍ ته.

موږ خو د چا سره کومه خاصه تربګني نه لرو، خو د پرتلې په صورت کې که سړی يې د نورو سره له علمي او کرېکتري پلوه پرتله کړي، نو زما په شخصي اند خو په دې ارزي چې يوځل ورته ولس په تېره ځوان او تعليميافته قشر، منورين، روحانيون، قومي او مخور مشران او سپين روبي او هم هېواد ګرانې خويندې او ميندې ورته د خپل ضمير و وجدان له مخې او هم د خپل ملي - اسلامي او اخلاقي پلوه ورته خپله رايه وکاروي. اميد دی چې په دې کار سره به نه يوازې د دې موجوده جنګسالارانو، ټوپکسالانو، ډاکوانو، بدمعاشانو او هم به د مخدره توکو له قاچاقبرانو نه خلاص شواو بلکې هم به له داسې يو اداري فاسد نظامه چې هغه تل د داسې خلکو سره د پټو او ښکاره معاملو په صورت کې مينځته راغلی چې د هغوی شتون د دولت په سياسي او اداري جوړښت کې هېڅ نه د هېواد او نه د خلکو او نه هم د بهرنيانو په ګټه دی او نه به يې په ګټه شي.

په پای کې له ښاغلي غني څخه دا هيله کېږي چې هغه د خدای او د رسول په پار ده زړه له کومي ښه په اخلاص و صداقت او ښه په ايماندارۍ او اتلولۍ سره مټې راونغاړي او دې هېواد او دې ولس ته خدمت وکړي. يا خدايه! که چېرې ستا پرې خوښه او رضا شوې وي، نو ته د ده محبوبيت او ګرانښت د ولس په زړونو کې واچوې او د ولس او خلکو سره مينه او ګرانښت د ده په زړه کې واچوې. د عمل، اخلاص او صداقت توفيق ورکړې او له بدو او نواهيو نه يې بچ کړې.

خلکو ولسمشر کرزي ته ډېره تمه لرله، خو له بده مرغه چې هغې د خپل قول وعمل ترمينځ توپير ونه شو کړی او د ولس سره شوې وعدې يې ټولې شا ته کړې. په جنګسالارانو، ټوپکسالارانو، بدمعاشانو او د مخدره توکو په قاچاق کوونکيو، په د دوستم، فهيم، خليلي، شېرمحمد اخندزاده او نورو غوندې په زرهاوو غلو، داړه مارانو او د بشري حقوقو څخه سرغړه وونکيو باندې يې اتکاء وکړه او د ولس ټولې هيلې يې تر پښو لاندې کړې. خو غني ته به دوعا کوو چې الله تعالی يې د ولسمشر کرزي په پله روان نه کړي او خدای جل جلاله يې مخه ښو ته کړي. کنه خپل عمل د لارې مل دی.

په پای کې له خپل مهربان رب العزت څخه غواړم لکه څنګه چې هغه مالک او متصرف (ګرځوونکی) د زړونو دی، نو زموږ زړونه دې خپل طاعت (بنده ګۍ) لورې ته راوګرځوي او هم لکه څنګه چې مضبوطوونکی (محکموونکی) د قدمونو (پښو) دی، نو زموږ پښې دې د اسلام په سپېڅلي او مبارک دين باندې محکمې کړي. خدای دې زموږ زړونه د هغه چا په لورې وګرځوي کوم چې ده ته مقبول وي چې هم د دين او هم د ولس لپاره مفيد وګټور وي. او هم دې موږ ته توفيق راکړي چې د ټاکنو پر ورځ خپله رايه درست او پر ځای استعمال کړو.

بيا هم له غني څخه په درناوۍ هيله کېږي چې د ولس د هيلو درناوی وکړي. د ولسمشر کرزي او نورو غوندې يې بابيزه ونه ګڼي او نه يې بې هدره کړي. يا خدايه! ته توفيق ورکوونکی يې بس ته ورته توفيق او عمل وروبښې. يا خدايه! ته زموږ له زړونو نه کينه او دښمني وباسې او موږ بيرته سره يو تن او يو وجود کړې. يا خدايه! ته د شهداوو وينې بې هدره نه کړې او د هغوی په کونډو او يتيمانو او هم پر موږه باندې ورحمېږې. يا خدايه! ته پخپل قدرت کامله سره په موږ کې سوله او ارامي راولې. جنګ ختم او هم بهرنيانو ته د وتو يوه لاره برابره کړې. امين ثم امين