په شمال کې زرګونو تنو له اشرف غنی ملاتړ اعلان کړ
15.08.2009 19:10په بلخ او سرپل ولايتونو کې په زرګونو خلکو د ولسمشرۍ له نوماند، ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.
د سرپل ولايت په مركز ولسوالۍ كې شاوخوا ۴ زره تنو، نن د زمري په ۲۴ مه، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ. په غونډه کې نږدې د سرپل له ټولو ولسواليوخلكو په كې ګډون كړى وو.
په شمال زون كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر مسوول، ذبيح الله احساس له راغلو مشرانو او ځوانانو څخه مننه وكړه او زياته يې كړه، چې ډاكټر اشرف غني احمدزي مونږ ته اړتيا نه لري، بلكې افغانستان هغه ته اړتيا لري.
ده وويل، چې ډاكټر اشرف غني احمدزى به يو ميليون افغانانو ته كار پيدا كړي او همدارنګه يو ميليون كورونه جوړوي.دده په وينا، ډاكټر اشرف غني احمدزى په راتلونكي حكومت كې ۵۰ سلنه ځوانانو ته سهم وركوي.
په سرپل ولايت كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو هڅو مسوول محمد حسين بلوڅ وويل، چې ډاكټر اشرف غني احمدزى د افغانستان راتلونكي لپاره لس كلن پلان لري.نوموړي په ټولو مشرانو غږ وكړ، چې د افغانستان لپاره دې، ډاكټر اشرف غني احمدزي ته رايه وركړي.
د سيمې يو مخور مشر حاجي نورمحمد د خپلې وينا پر مهال وويل، چې له وړاندې يې ډاكټر اشرف غني احمدزى ټاكلى وو.ده زياته كړه، چې ډاكټر اشرف غني احمدزى د راتلونكي ولسمشرۍ لپاره وړ شخصيت دى.
همداراز د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې ۱۰ زره كورنيو، په څو بېلابېلو غونډو كې، ډاكټر اشرف غني احمدزي ته د رايې ژمنه وكړه.
د يادې شوې ولسوالۍ د وزيراباد، حسن خېل، بورياباف، قرلوغ، ګورتپه، غلام جان او چقش كليو استازو، په بلخ ولسوالۍ كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو هڅو مسوول محمد داود حقمل سره د ناستې پرمهال له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وښود.
د حسن خېلو د كلي اوسېدونكي مولوي اختر محمد ډاكټر اشرف غني احمدزى د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره وړ شخصيت وباله او پر خلكو يې غږ وكړ، چې ده ته رايه وركړي.د يادو شويو كليو اوسېدونكو د ډاكټر اشرف غني احمدزي د پوهې درك كړى او وايي، چې ده ته به رايه وركړي.
معلم محمد انور مومند د وزيرآباد كلي اوسېدونكي وويل، چې ډاكټر اشرف غني احمدزي ته رايه وركوي.نوموړي اشرف غني احمدزي ته د رايې لامل دده وړتيا او افغانستان لپاره د لس كلن پلان درلودل وښود.
د قرلوغ د كلي اوسېدونكي عبداللطيف وويل: ((اشرف غني احمدزي ته ځكه رايه وركوم، چې هغه په خپل حكومت كې ځوانانو ته سهم وركوي))
د يادولو وړ ده، چې په بلخ ولسوالۍ كې شاوخوا ۱۰۰ زره نفوس ژوند كوي او نږدې ټول به يې په ټاكنو كې ونډه واخلي.