د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل د پوهنتون محصلينو له ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ

د میرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین ویاند 12.08.2009 12:09

د کابل پوهنتون محصلینو نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ له نوماند میرویس یاسیني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دغه غونډې کې دکابل پوهنتون له زرو څخه زیاتو محصلینو او استاذانو ، برخه اخیستی وه.

د کابل پوهنتون محصلینو میرویس یاسینی یو وړ او مساعد نوماند وباله او دده تګلاره یی د افغانستان د خکلو د ژوندانه د ښه والی لپاره له نورو کاندیدانو څخه غوره وبلله،په غونډه کې میرویس یاسیني خلکوته د یو وطنپال ،ملی او د افغانانو په درد دردمند شخص په توګه وپیژندلو شو،

همدا راز غونډې ته د میرویس یاسیني دویم مرستیال عبدالقیو سجادي هم خبرې وکړې،سجادي په محصلینو غږ وکړتاسو د وطن تر ټولو قیمتی پانګه یاست چې هم د افغانستان دردیدلی ولس او هم ستاسی خپله کورنی په تاسو باندې ډیر ستر حق لري،
سجادي وویل چې محصلینو او ځوان نسل ته ډیر دروند مسوولیت متوجه دی چې له ډیر دقت او غور څخه کار واخلئ،تاسې باید ټولنه رهبری کړی او خلکو ته مالومات ورکړئ ،هغه څوګ خلکو د رای ورکولو لپاره وروپیژنئ،چې وکولای شی افغانستان له اوسنی بحران څخه د ابادی او پرمختک په لورې بوځې،

سجادي وویل که چیرته د الله په مرسته او افغان میړني ولس په ملاتړ بریالي شوو،د تعلیمی سیستم پیاوړي کول او د پوهنتونونو د سطحې لوړول د یاسینی د کارونو په لومړیتوبونو کې دي

د یادولو وړ ده ،ټاکل شوې وه چې دغه غوڼده د کابل طبي پونتون په کافتریا کې ترسره شي،چې دغه کافتریا د شخصي محفلونو لپاره هر وخت په کرایه نیول کیږي،خو د دولتي چارواکو لخوا د ممانعت سره مخ شول او اجازه ورنکړل شوه چې غونډه په کافتریا کې وشي

،په داسې حال کې چې دغه ځای په اجاره ورکړل شوی دی،او حتی شخصي مراسم لکه وادونه هم په کې ترسره کیږي،خو نن د یاسینی پلویان په کې پری نښودل،محصلینو د اعتراض په د سرک سرته راووتل او هلته یی خپله غونډّه وکړه، د غونډې په بهیر کې دوی د لوړو زدکړو په وزیر او د کورنیو چارو په وزیر نیوکې وکړې چې دوی د حامد کرزي د کمپاین په خاطر نورو ته ستونزې پیدا کوې او په ښکاره توګه له قانونه سرغړونه کوي.

همداراز تیره ورځ د ننګرهار ولایت والی ګل اغا شیر زي هم د ننګرهار ولایت سپین ږیري یوې غونډې ته راغوښتي ول چې د والی په وینا په امنیتي مسایلو به سلا مشورې کوې ، خو په غونډه کې هغسې چې وعده شوې وه ، خبرې ونه شوې او غونډه د کرزي د کمپاین لپاره جوړه شوې وه ، چې د غونډې په ترڅ یو سپین ږیري د اعتراض په توګه له غونډې ووت او ویی وویل چې دا غوڼده د امنیت لپاره نده جوړه شوې دا د کمپاین لپاره جوړه شوې ده، او خلکو غوڼده په نیمایی کې پریښوده.

ایمل یوسفزی
د میرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین ویاند
۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱
Email: yasini.compaign@gmail.com
Website: mirwaisyasini.af