سلګونوځوانانو په جلال اباد کې داشرف غني احمدزي دتلويزيوني مرکې ننداره وکړه!
10.08.2009 18:11ددغه ويډويي مرکې دوړاندې کولو تابيا په جلال اباد کې يو شمير فرهنګيانو او دمدني تولنو استازو کړې وه ،مرکه دسراج العمارت په بن کې دتخنيکي وسايلو (ملټي ميډيا) پر مټ نندارې ته وړاندې شوه چې سلګونه ځوانان يې ليدو ته راغلي و پېل دډاکتر اشرف غني احمد زي لپاره دليکل شوې يو ې ترانې نه وشو چې په ترنم کې وړاندې شوه وروسته په روانو کورنيو حالاتو او دتاکنو په روان بهير باندې د ډاکتر اشرف غني احمد زي شوې مرکه ګډونوالو ته وښودل شوه چې دهغوې دخورا تود غبرګون سره مخامخ شوه ،ډيرې ځوانانو په خپل خوښې توګه دډاکتر اشرف غني احمد زي لپاره دکمپاين چلولو ژمنه وکړه،يو شمير دنظر خاوندان دسترو غونډو او بې ځايه لګښتونو نه ددا ډول پروګرامونو جوړول غوره بولي