په جوزجان ولايت كې، شاوخوا ۲۰۰۰ تنو له ډاكټر اشرف غني احمدزي ملاتړ څخه ملاتړ اعلان كړ
10.08.2009 15:47د جوز جان ولايت شاو خوا ۲۰۰۰ اوسيد ونكو، له ډاكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وكړ.
جوزجان ولايت مركز شبرغان ته اړوند ۴۱ كليو اوسېدونكو، نن د زمري په۱۸ مه، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
غونډه چې د دغه ولايت د حسن آباد د كلي يو قومي مشر جمال الدين پر مټ جوړه شوې وه ، شاوخوا ۲۰۰ تنو په كې ونډه اخيستې وه.
په شمال زون كې داشرف غني احمدزي دټاكنيزو مبارزو ددفتر رئيس ذبيح الله احساس دمننې تر څنګ له ګډونوالو وغوښتل چې دافغانستان په خاطر دې اشرف غني احمدزي ته رايه وركړى .
احساس د ډاكترصيب پروګرامونه توضيح كړل او دعملي كېدو ژمنه يې وكړه.
ده زياته كړه: ((دا به زموږ دپاره دافتخار ځاى وي چې ډاكټرصيب دنورو ولايتونو په پرتله له جوزجانه زياته رايه وخلي)).
ويل كېږي چې يو شمېر مشران د جوزجان ولايت د چارواكو له خوا تهديد شوي و، چې ګواكې د اشرف غني احمدزي د كمپاين په غونډه كې ګډون ونكړي، خو دغو مشرانو بيا هم په غونډه كې ونډه اخيستې وه.
احساس د چارواكو دا چلند په كلكه و غند او په خلكو يې غږ وكړ چې دخپلو ماشومانو دښې راتلونكې دپاره له هرډول ستونزو سره مبارزه وكړى اومه پريږدى چې دنورو تر سيوري لاندى ژوندوكړى.
يو قومي مشرعزيز الرحمن راسخ هم په خپلو خبرو كې اشرف غني احمدزى دافغانستان لپاره وياړ وباله اووې ويل: ((زه باورلرم چې ډاكټرصيب كاميابېږي هغه هم ستاسو پر رايه باندې)).
تراب خان د۶ كليو د ۵۰۰ ځوانانو په استازيتوب اشرف غني احمدزي ته درايې ژمنه وكړه، او وې وېل له خپل منځي سلا مشورې وروسته دې پرېكړې ته رسېدلي چې ډاكټرصيب ته به رايه وركوي.
داپه اسې حال كې ده چې پرون هم د چاربولك ولسوالۍپه لسګونه مشرا نو له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړ.