د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مست بوډا

عبدالنافع همت، کابل 09.08.2009 14:14

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول


طنز

مست بوډا

د لونګ اکا عمر تر شپېتو کالو اوښتی و، خو په ږيره کي يې ايله يو څو سپين وېښتان پيدا شوي ول . له کومي ورځي راهيسي چي هغه کونډ شوی و، نو په ځان به يې لږ ګوتي وهلې، له ږيري څخه به يې سپين تارونه کښل او ږيره به يې هم لږ کونډۍ کوله، پلاسټيکي غاښونه خو يې پخوا لا ايښي ول .
څه مهال چي د لونګ اکا مور، شرنګي توړۍ د لونګ اکا دسمال راوړ، نو هغه داسي بې واره وخندل چي د پلاستيکي غاښونو پورتنۍ زامه يې را جلا شوه او نژدې ول چي پر ځمکه را ولوېږي، خو ده ډېر ژر بيرته په خوله کي سمه کړه .
تر کوزدې وروسته به لونګ اکا د کلي خلکو پر غوږ واهه چي نجلۍ يې د لور پر ځای څه، چي بېخي د لمسۍ پر ځای ده. بيا به نو ده په ځان نور هم ګوتي وهلې، کور ته يې اوتو راوړ، اوتو کړي کالي به يې اغوستل، کله کله به يې عطر هم وهل. کله چي د واده شپې رانژدې شوې نو لونګ اکا نسوار هم پرېښودل او سګرېټ يې پيل کړل، ويل ورک يې کړه نسوار ډېر مردار عمل دی. په اوونۍ دوو کي به ښار ته ته او وېښتان به يې په نايي جوړول. برېتونه خو به يې په هرو دوو درو ورځو کي داسي پاک خريل تا چي ويل شکولي يې دي. تر دې وروسته به ځينو ځوانانو په غياب کي لونګ اکا مست بوډا باله.
د واده په شپه ښځو ويل هلک راولئ چي ائينه مصحف په وکړو. د لونګ اکا مور، شرنګي توړۍ ځان يوې او بلي خواته کاوه، خو د لونګ اکا خواښي په سرو اوښکو ژړل، ويل ولي زما لور تر چا پاته ده، يوازي يې دغه ګناه ده چي پلار نه لري؟ اخر شرنګه توړۍ هم ناچاره شوه چي لونګ اکا راولي.
يوې نجلۍ غږ کړه، ويل هغه دی زوم يې راوست . نجوني يوې او بلې خواته سره ګوښه شولې . لونګ اکا خپلو دوو ځوانانو زامنو تر څنګو نيولی او آئينه مصحف ته يې راوست. په دې وخت کي په ښځو کړکچو ( شور ) ګډ شو. په تېره بيا نجونو ډېر په زوره زوره خندل، يوې ويل، وۍ دغه زوم دی؟ د لونګ اکا په باب ک د ښځو خبرو وار په وار زور اخيست. شرنګه توړۍ له درده ولاړه شوه او نجونو ته يې وويل: ورکي شئ! تاسي زما په زوی ملنډي وهئ، تاسي که ښه ياست دغه سپين ږيری مېړه پيداکړئ. د شرنګي توړۍ په خبرو نجوني بيا هم غلي نه شوې او ائينه مصحف پيل شو.
تر ائينه مصحف وروسته چي لونګ اکا ولاړېده، نو لکه د الوتکي ټايرونه چي نه ايله کېږي پښې يې نه غوړېدې او نه شوای ولاړېدای، اخير د هغه يوه ځوان زوی په غېږ کي واخيست او د ناوي خوني ته يې بوت .
د واده په سهار د چايو خوړلو پر مهال چي د لونګ اکا او ناوي خپلوان ناست ول، شرنګي توړۍ يو وار په مسکا د لونګ اکا خواته وکتل او بيا يې د ناوي مور ته وويل:
لونګ جان زوی مي که څه هم تر ناوي يو څه مشر دی، خو ډېر ځوان پاته شوی دی. دده همزولي چي ووينې ګردسره پر ملا کړوپ دي او ږيري يې لکه وړۍ داسي سپينې دي، خو ته و ده ته وګوره له بدو سترګو دي خوندي وي، ږيره يې تکه توره ده. په دې وخت کي ناوي له مخ څخه شال لږ لري کړ او ويې ويل : وۍ مورې په توره ږيره يې مه خطاوزه، ماته رامعلوم شو هيڅ نه دي پکښي پاته.