د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاكټر اشرف غني احمدزى د خپلو ټاكنيزو هڅو په ترڅ كې، فارياب ته ورسېد.

09.08.2009 12:09

د فارياب ولايت په مركز ميمنې ښار كې، شاوخوا ۷۰۰۰ تنو، نن د زمري په ۱۷ مه، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

غونډه، چې د ياد شوي ښار په پارك عمومي كې جوړه شوې وه، ډاكټر اشرف غني احمدزي پكې ګډونوالو ته وينا واوروله.

احمدزي په فارياب كې د كرهڼې د اوبو د سيستم جوړولو او ځوانانو ته د كار په موندلو ډېر تاكيد وكړ.

نوموړي وويل: ((فارياب ولايت تر ټولو زيات كرهڼيزو اوبو ته اړتيا لري))

د هغه په وينا، د اوبو د سيستم په رغونې سره به د دغه ولايت يو شمېر زياتو ځوانانو ته د كار زمينه برابره شي.

په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر د اړيكو مسوول ميرزا محمد مستمند وويل، چې غونډه كې نږدې د ټول ولايت څخه خلكو ګډون كړى وو.

د ميمنې ښار يو اسېدونكي د ياد شوي دفتر مطبوعاتي څانګې سره په يوې ټليفوني اړيكه كې وويل، چې غونډې ته د اشرف غني احمدزي د ملاتړ په خاطر راغلى دى.

د نوموړي په وينا، ډاكټر اشرف غني احمدزى د راتلونكي ولسمشرۍ لپاره وړ شخصيت دى.

په شمال زون كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د كمپاين چارې ښې روانې دي او ډېرى خلك دده د ولسمشر كېدو هڅې كوي.

د يادولو وړ ده، چې دا د ډاكټر صيب اشرف غني احمدزي دويم سفر دى، چې د خپلو ټاكنيزو هڅو په ترڅ كې شمال ته راځي.