دچاربولك ولسوالۍ كې دوه زره كورنيو اشرف غني ته رايه وركوي
09.08.2009 12:07د چاربولك ولسوالۍ ۲۰۰۰كورنيودخپل منځي سلا مشو رې وروسته ډاكټر اشرف غني احمد زي ته درايې پرېكړه وكړه.
ديادې شوې ولسوالۍ يو شمېرمخورو مشرانو، نن د زمري په۱۷مه، په شمال زون كې داشرف غني احمدزي دټاكنيزو مبارزو د دفتر له مسوول، ذبيح الله احساس سره ديوې ناستې په ترڅ كې اشرف غني احمدزي ته د رايې ژمنه وكړه.
ابراهيم باى چې دنورو په استازيتوب يې خبرې كولې وويل: (( اشرف غني ته ځكه رايه وركوو، چې لاس يې دچا په وينو سورنه دى))
نوموړي زياته كړه، چې په كلي كې يې۲۰۰۰ كورنۍ مېشتې دي. ټولو مشوره كړې چې اشرف غني ته به رايه وركوي.
احساس دمننې ترڅنګ ددوى پرېكړه وستايله اوزياته يې كړه، چې تاسو دافغانستان لپاره فكر كړى.
د يادولو وړ ده، چې نن سهار دنهرشاهي ولسوالۍ دشهرك سېمې ځينو مشرانو ديادشوي دفتر له مشر ذبيح الله احساس سره ديوې غونډې په ترڅ كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ