د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملت ملي مترقي ګوند له حامد کرزي ملاتړ کوي

مطبوعاتي اعلاميه 08.08.2009 23:21

د افغانستان ټولنپال ولسواك  (افغان ملت ملي مترقي) ګوند به  د روان کال د اسد د ۲۹ د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتو کې د حامد کرزي  څخه  ملاتړ کوي ـ

 د افغان ملت ملي مترقي ګوند د رهبرۍ هيئت تيره اوونۍ د ولسمشرې لپاره کانديد ښاغلي حامد کرزي  سره يوه ځانګړې  ناسته درلوده چه د انتخاباتو په شمول  په  نورو مهمو ملي مسايلو هم خبرې وشوې ـ  د ګوند رهبرۍ  هيئت په  تيره دوره کې د حامد کرزي  د لاسته راوړنو په  ځانګړي توګه د هيواد د ملي يووالي د خوندي ساتلو ستاينه وکړه او ددې تر څنګ يي هيواد ته په سياسي ،امنيتي او اقتصادي برخو کې  ور پيښ ګواښونو خپلې اندېښنې او نظر څرګند کړـ   ښاغلي  حامد کرزي د ذکر شويو مسايلوپه اړه خپل موقف څرګند کړ او  ژمنه  ېي وکړه چه د برياليتوب په صورت کې به ورته ځانګړې توجه وکړي ـ  

 وروسته  د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند رهبرۍ شورا په  يوه خصوصي ناسته کې د ولسمشرۍ لپاره راتلونکو انتخاباتو کې د رايو په اکثريت د حامد کرزي څخه د ملاتړ فيصله وکړه ـ

 د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند په خپلو ټولوغړيوغږ کوي چه د ولسمشرۍ په  راتلونکو ټاکنو کې کانديد حامد کرزي لپاره کمپاين وکړي  او رايه ورکړي ـ

  د يادونې وړ ده چه افغان ملت  ملي مترقي ګوند يواځې د هيواد د سترو ملي ګټو په پام کې نيولو  سره  دغه پريکړه کړې ـ

 په درناوي

د افغانستان  ټولنپال ولسواك  )افغان ملت ملي مترقي  (ګوند

د مطبوعاتي څانګې لخوا