د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تاسو نور نه غوليږئ!!!

روح الله وفا - د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين 08.08.2009 23:06

په ريښتيا سره كه مونږ دې شعار ته په ځير شو نو د كوم چا له خولې چې راوځي ريښتيا وايي، كه مونږ ددې نوماند د هغه وخت كړنو ته په ځير شو چې كله نوموړي ته دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت وركړل شوى ؤ،  خو هغه وخت كرزي ورته د پلار حيثيت درلود، نن بيا هغه خبرې نشته، هو كله چې ښاغلى عبدالله عبدالله د بهرنيو چارو وزير ؤ، اوس ولې ترې ددې پوښتنه نه كيږي چې په ټول وزارت كې ۹۰ فيصده مامورين په يوې سيمې پورې تړلي وو، ولې؟ قوم خو پريږده بلكه په يوه سيمه پورې تړلي وو، په همدې وزارت كې داسې كسان هم وو چې يوه ورځ هم خپلې دندې ته نه وو حاضر شوي! آيا ښاغلى عبدالله عبدالله! تاسو پدې پوهيږئ چې ملت د قومونو مجموعه ده، ملت د هر قوم استازيتوب كوي، نو ستاسو دا شعار خو د كاڼي كرښه ده، چې بايد و نه غوليږي، ستاسو كړنې يې چې په ياد وي نو بايده ده ونه غوليږي، اوس نو چې تاسې په خپل شعار كې وايئ چې زه د ښكلي كندهار ولايت يم، يو كال مخكې مو دا خبره كړې وه؟!!  نو دا هم ددې ثبوت دى چې تاسې يوازې غواړئ خلك په دروغو  وغولوئ چې رايه دركړي، کله یې چې کامیاب کړئ، بيا مو چې هر څه كول، تر ټولټاكنو پورې دروغ درته ګناه نه ښكاري، چې بريالي شئ، نو بيا خوپوهيږئ چې څه به وكړئ، تاسو سره ولې پاكستان مرسته كوئ؟ خو له دې څخه ملت ندى خبر!!! چې تاسو د ډيورنډ په مساله له پاكستان سره خبرې كړې، تاسو سره ولې روسيه مرسته كوي! له دې هم ملت ندى خبر خو كه څېړنه وكړي نو معلومات به ترلاسه كړي، تاسو سره خو ايران هم د خپلې پوره مرستې ټټر ټپلوى دى؟ ولې؟ ايا ملت پدې پوهيږي، چې دې ملك كې د ډېرو نورو دوښمنيو ترڅنګ يوه هم فرهنګي دوښمني وه او ده، د ايران لپاره خو دا نو پوره پوره چانس دى!!! ستاسو پخوانى يو شعار خو دا هم ؤ چې د بي دوه پينځوس الوتكو بمونه مو هم وڅېړل (( بمباردان تان ضعيف است و تاثير زياد ندارد))   نو دا خو يو واقيعت دى چې ملت نه غوليږي.    په پای کې زما پیغام هم دې ملت دادی چې ونه غولیږي.